له ټاکنو وړاندې د سولې په اړه، زلمی خليلزاد ولې محتاطانه خوشبينه دی؟

0 583

خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته پوره پنځه مياشتې پاتې دي؛ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هيله ښودلې چې له دغو ټاکنو وړاندې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بريالۍ او په افغانستان کې به سرتاسري سوله راشي. خلیلزاد د امریکا په سفارت کې یوې خبريغونډې پر مهال ويلي طالبان او د افغانستان حکومت به د راتلونکي لمریز کال د حمل د۳۱مې نېټې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې پر سولې موافقې ته ورسېږي. خلیلزاد دخبرو نتیجې ته محتاطانه خوشبینه دی او وايې، د سولې په لاره کې ستونزې شته او نهغواړي چې په غیر حقیقي ډول د خلکو توقع لوړه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې خليلزاد ولې محتاطانه خوشبينه دی، او دا چې د سولې په لاره کې يې د خنډونو او ستونزو يادونه کړې هدف يې څه يا څوک دي؟

څو دليلونه شته چې له امله يې زلمی خليلزاد تر ټاکنو وړاندې سولې په اړه محتاطانه خوشبيني دی او په پوره ډاډ د سولې وړاندوينه نه شي کولی

لومړی؛ د ټاکنو له ځنډولو سره د افغان حکومت مخالفت:

دا چې څو ورځې وړاندې لويديځو رسنيو د زلمي خليلزاد له ادرسه د افغان ټاکنو د ځنډولو د غوښتنې خبره مطرح کړه نو د ولسمشر غني په ګډون ورسره يو شمېر سياسي ګوندونو هم مخالفت وښود. غني ځکه له وخت وړاندې د ټاکنو مخالف دی چې غواړي د اوسنۍ واکمنۍ پر مهال يې سوله وشي. په اوسنۍ واکمنۍ کې ځکه د سولې غوښتنونکی دی چې له يوې خوا به يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ځان په ګټه کمپاين کړی وي او له بلې خوا به له ولس سره خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ويلي و که سوله يې د سر په قيمت وي؛ دی يې راوستلو ته ژمن دی. همدا دليل دی چې زلمی خليلزاد په پوره ډاډ سره د سولې وړاندوينه نه شي کولی او دا ځکه چې ممکن طالبان هم په سياست کې د ګډون په خاطر ټاکنې وځنډوي خو حکومت به يې مخالفت وکړي.

 

دويم؛ له سولې سره د ځينو جهادي ډلو او ګوندونو مخفي مخالفت:

دويم دليل چې زلمی خليلزاد يې د افغان سولې په اړه د خپلو هڅو محتاطانه خوشبينۍ ته اړ کړی؛ په کور دننه د يو شمېر هغه ګوندونو مخالفت دی چې اوس مهال په حکومت کې نيم په نيمه شريکان دي. دغه د اوسني حکومت شريکان سياسي ګوندونه او جهادي ډلې که څه هم ډیری يې ظاهراً په خوله څه نه وايې خو د پردې تر شاه صحنې ته د طالبانو په راتګ سره خپل ځانونه د صحنې شاته او خپله اوسنۍ حکومتي ونډه په خطر کې ويني. زلمي خليلزاد چې د دوی په نيت پوه شو نو دوی ته د قناعت ورکولو لپاره يې ورسره ليده کاته شروع کړل. په وروستيو کې خليلزاد د عطامحمد نور په ګډون له اسمعيل خان او حکمتیار سره هم ليدلي دي.

 

درېيم؛ په طالبانو کې د نوې چينلونو د ايجاد وېره:

دا چې زلمی خليلزاد د افغان سولې د نتيجو په اړه محتاطانه خوشبينه دی؛ درېيم دليل يې دا دی چې د طالبانو په منځ کې د نويو چينلونو د ایجادولو هڅې روانې دي. دغه نوي چينلونه رامنځته کېدل د روسيې، ايران ، چین او پاکستان لخوا ترسره کيږي. دغه څلور واړه هيوادونه د امریکا د ستراتيژيو کلک مخالفين دي او نه غواړي چې امريکا دې د افغانستان له پیل کړي جنګ څخه په اسانۍ بريالۍ ووځي.

د طالبانو په منځ کې د نويو چينلونو د ايجاد هڅې وروسته له هغې شروع شوې چې کله وسله والو طالبانو تایيد کړه چې له امريکایانو سره يې په قطر کې ليدلي، چای او کولچې يې خوړلي او ليده کاته يې په دوستانه فضا کې ترسره شول. هغه مهال لا د امريکا حکومت زلمی خليلزاد د افغان سولې په اړه ځانګړی استازی نه ټاکلی او له طالبانو سره په لومړي ځل ليده کاته د اليس ويلز په مشرۍ ترسره شول. کله چې اليس ويلز له طالبانو سره خبرې وکړې او طالبانو هم خوشبيني وښوده نو مسکو پوه شو چې طالبانو له امريکایانو سره توافق ته نيږدې شوي دي، هماغه و چې د مسکو کنفرانس يې داير او په کې يې طالبانو ته هم بلنه ورکړه.

طالبانو له دغه کنفرانسه پوره ګټه واخيستله، له يو طرفه يې ټولې نړۍ ته خپل غږ وروسولو او خبرې يې د نړۍ د رسنيو د سر ټکي شول او له بلې خوا يې له روسانو سره پټ کاته وکړل او له امريکا سره د خبرو د نه بريالي کېدو په صورت کې د جنګ د بيا تمويل په اړه د روسانو ډاډ ترلاسه کړ. اوس زلمی خليلزاد هم همدغې خبرې اندېښمن کړی چې ګويا روسيه او ملګري هيوادونه يې په طالبانو کې د نويو چينلونو د ايجادولو په هڅه کې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply