د نبي امتیان؛ یوه ترخه خاطره / محمد افغان

0 840

د ربیع الاول دوولسمه چې د حضرت محمد ص د میلاد له ورځې سره برابره ده، د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي. حضرت محمد (ص) د عبدالله زوی په ۵۷۰ میلادي کال کې او د ربیع الاول میاشتې په دوولسمه شاوخوا ۱۴۴۰ کلونه مخکې په مکه معظمه کې وزېږېد.

ډېری مسلمانان او اسلامي هېوادونو کې دغه ورځ لمانځل کېږي او د هغه پر زېږد ورځې باندې خوشحالۍ کوي، دغه مبارکه ورځ د قران کریم پر ختمونو، خیراتونو او صدقو سره لمانځي.  له همدې امله او دې ورځې ته د درناوي په موخه په افغانستان کې عمومي رخصتي وي. دیني عالمان په دې ورځ د حضرت محمد (ص) د ژوند او سیرت په اړه معلومات ورکوي او خلک د اسلام د دغه پیشوا د سنتو پیروۍ ته را بولي.

د اسلام ستر پیغمبر (ص) ۶۳ کاله ژوند وکړ او خپل امت یې د ښه ژوند په موخه د اسلام احکام بیان کړل ،کله چې  محمد مصطفي صلی الله علیه وسلم دې دنیا ته راغی او په راتګ یې دنیا د تورو تیارو څخه راووته او دلمررڼا پکې خوره شوه، د اسلام مبارک دین یې راوړ چې په کې د مځکې په سر ټولو مخلوقاتو ته د هغوي حقوق بیان او واضح شول. چیرته چې دمور تر پښو لاندي جنت شو، د یتیم اواز پکې تر عرشه ورسید، لور ته چې له اسلام نه څخه به مخکې ژوندی خښیدله عزت ورکړل شو او د میراث خاونده شوه. سود چې د اوسني کپیټلیزم یې یوه ښه مثال ده حرام کړل شوه او په ټولنه کې عدل او انصاف نازل کړی شو.

نن د همدغه محمد مصطفی (ص) امتیان او د هغه دمینې عاشقان د کابل په اورانوس هوټل کې سره راټول شوي وه او د خوږ نبي په وصف یې شعرونه، نعتونه او تراني ویلي. د خداي نا ترسه ظالم راپیدا شو او بم یې والوزاوه چې تر پنځوس (50) ډیر بیګناه مسلمانان پکې شهیدان او تر سلو ډیر یې ټپیان شول. هیچا یې پوښتنه هم ونکړه او غږ یې پورته نکړ زه باوري یم لکه د تیر په څیر څوک به یې پوښتنه هم ونکړي.

مونږ چې د ماسترۍ محصلین یو ټولګي (کلاسونه) مو د معمول په څیر ماښام کې وي نن مو هم تر لمانځه وروسته صنف درلود او پروفیسور چې په غرب کې یې تر دوکتورا پوري زدکړي کړي درس راکاوه. د پاکستان اوسني اقتصادي ستونزو په اړه خبره بحث ته راغله او استاد د پاکستاني مشرانو په اړه خبري شروع کړي، او تر ډیره یې دوي پړ وبلل. دی عمران خان ته د پاکستان د راتلونکي په اړه یوه څه خوشبینه وه او زیاته یې کړه چې دې هیواد سره پوټنیشیل او کاري قوه شته په هغه صورت کې چي ښه استفاده تري وشی تر ډیره یې استبلشمنټ ته ګوته وه چې دوی یواځینۍ اداره ده چې له کاري قوي ښه استفاده کوي، خبري یې ديري وکړي  د سړي جګړي مثال یې راکړ او زیاته یې کړه چې د جنرال راحیل شریف د پاکستان د فوج مشر په وخت کې هغه چې تیر کال تقاعد شو فوج  جنش ونیوه او ویې ویل چې پاکستان د ځان د دفاع لپاره دا جنګ ډیر په مدبرانه ډول تر سره کړ. لمړي یې روسیه ماته کړه او بیا یې په تیر اولس کاله کې امریکا ته ماتې ورکړه. دا چې په سیمه کې د امریکا اهداف څه دي  او ایا ماته یې خوړلي او کنه یو بیل بحث ده. خو د استاد په اند له پاکستاني تعریفه  دوي له امریکا په پوره ډول هر اړخیزه استفاده وکړه چې د دي خبري یو ښه ثبوت د ټرمپ ټویټونه دې چې ویل یې چې مونږ پاکستان ته 33  بیلیون ډالر ورکړ او مقابل کې یې مونږ ته هیڅ هم رانکړ، او په یو بل ټویټ کې یې ویلی دي چې پاکستان پوهیده چې اسامه بن لادن چیرته دي اما مونږ ته یې په اړه څه نه ویل او چې وخت یې راغي لاره یې تري جدا او  له پروني روسیي سره کوم چې افغانان یې پر وړاندي جهاد ته هڅول لاس یو کړل او چین ته یې د ورور خطاب وکړ. استاد په روانه دیني او مذهبي جګړه کې د پاکستان تعلیمي نظام په اړه خبري وکړي ده زیاته کړه چې تره ډیره د مدرسو او په 1980 کلونو کې په اسلام اباد کې د سعودي په مرسته جوړ شوي اسلامي نړیوال پوهنتون له دغه جګړي سره ډیره مرسته وکړه. ده وویل چې که څه هم پاکستان په ظاهر د مدرسو په اړه بحث کړي او هر وخت یې داخبره را پورته کړی چې مونږ غواړو مدرسې په تعليمي نصاب برابري کړو، خو دا هر څه په میډیا خپاره شوي او په غیر مستقیم ډول فوج په لوی لاس دا حالت تر اوسه په همدي شکل ساتلي وه چې په کشمیر او افغانستان کې تري استفاده وکړي.

پروفیسور په افغانستان کې اوسني وضیعت او د طالبانو د شتون او سولي ته د خوشبینۍ په اړه د امریکا خبره تکرار کړه چې د پاکستان له مرستي هیڅوک نشي کولاي چي دا خلک یوه میز ته کیښنوي، د مسکو کنفرانس چې مخکي به اسلام اباد او مري کې جوړیده علت یې په پاکستان نړیوال فشارونه وه اما  دا ځل روسیه کې جوړ شو چې دا هر څه بدلون د پاکستان له شتون څخه امکان نلري او زیاته یې کړه چې د طالبانو په راغلي پلاوي کې یوه کس له همدغه نړیوال اسلامي پوهنتون څخه فارغ ده، چې دا هر څه واضح کوي. دغه پوهنتون که هر چا لیدلی وي دا زوړ او نوی کمپلکس (تعمیر) لري چې زوړ هغه یې د فیصل مسجد سره او لیله یې د مارګلي د غره لاندي د اسلام اباد په شنو او ښایسته ځنګلونو کې جوړه ده چې د جغرافیي له مخي یو خاص موقعیت لري، او که چيري د انسان ضرورت نشي هلته تګ ورته د ورځي له مخي له خطره خالي نښکاري، اما په اتیا ومو کلونو کې د داسې یو پوهنتون جوړولو په داسي یو موقیعت کې اوږد مهاله پلانونه دي چې نتیجه یې اوس ګورو.

زه هم د همدي پوهنتون محصل یم او له تیرو څوکلونو په زدکړو بوخت یم، دا یوګڼ ملیتي کلتوري (ملټی کلچرل( چاپېریال لري چې د نړي له دیرشو زیاتو هیوادونو محصلین په کې تر دوکتورا پوري زدکړي کوي او بهرني استادان پکي په تدریس بوخت دي.

زمونږ افغانان هم پکي شته خدایزده چې دا د افغانانو عادت ګرځیدلی او که به له پیدایښت نه دا خاصیت لري چې چیرته به یې هم په اتفاق ونه ویني. په مختلفو ګوندونو پوري ځانونه تړي یو د بل نه اوري او ځیني یې د فتوا ټاپي په جیب کې ګرځوي، د نن ټکی اسیا او محصلین تر نامه لاندي ویب پاڼي د اسلامیک پوهنتون له لیلو نه اداره کیږي او لیکني ورته کیږي. طالبان او داعش ښه په زغرده پکي سپورټ کیږي او اصلاحیان چې هغوي لږ منځلاري ځانونه حسابوي ځیني یې سلفیزم ته دلایل ګوري او په رفع الیدن به یې درسره جګړه وي. ځیني داسې محصلین پکي دي چې  په افغانستان کې روان وحشت ته روا نوم اخلي او د افغانانو وینه تویول روا بولي، په خدای مې دې قسم وي چې هغوي هم کابل کي ژوند ناروا بولي څوک چې هر ماښام یې [لیک ویو] او F_9  پارک  کې وي. زه کله کله حیران شم او هغه خبره را یاده شې چې جنت ته لاره یواځې له افغانستان څخه تللي ؟ او که تنها مونږ مسلمانان یو له ځان سره دغه ټپه زمزمه کړم چې وایې:

راځه پښتونه چې جهاد وکړو تري ورانه یې کړو
رنډۍ خانه باندي یې نوم اسلام اباد ایښی ده

دلته او افغانستان کې د خلکو ژوند مقایسه کړم، ژوند يې مځکه او اسمان فرق لري دوي ژوند کوي خوند تري اخلي او مونږ ژوند تیروو، صرف د سبا او د بیګاه په غم کې یو د خپل ژوند تیري خوږي خاطري مو بیخي له یاده وتلي دي هره ورځ مړي شمارو نن  دې همدي لیکني په ورځ مو هم پنځوس وشمیرل دا صرف نمبرونه  نه دي بلکي کورنۍ دي چې خواري شوي کونډی او یتمان یې پاتې شول.

شیهدانو ستاسو شفاعت به ضرور نبي کریم (ص) کوي. خداي دي همدا غمیزه اخرینۍ کړي او پدي غریب هیواد کې دي سوله راشي.

اسلام اباد- پاکستان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply