غواړئ په بدن سلامت ماشومان ولرئ؟

0 632

ډاکتران وايي، که ښځې د امېندوارۍ پر مهال ګټور خوراکونه وخوري، له زېږون وروسته به یې د زړه په ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو امکانات کم وي.
دوی وايي، د امېندوارو ښځو لپاره تر ټولو ګټور خوراکونه تازه مېوې، زړي، ترکاري او کبان دي.

ډېر وخت له ورځنیو خوړو سره د بدن ټولې اړتیاوې نه بشپړېږي، نو ځکه امېندوارو مېرمنو ته لارښوونه کېږي، داسې خواړه دې وخوري چې د دوی د وجود نیمګړتیاوې بشپړې کړای شي.

متخصصان د فولیک اسیډو خوړل چې په شنو پاڼو، ځيګر او پښتورګو کې په ډېره پيمانه وي، د ماشوم له عیب او نیمګړتیا څخه د مخنیوي لپاره ګټور بولي او همدارنګه د قوي هډوکو او سالمو غاښونو لپاره پر ویټامين ډي زيات ټینګار کوي.

د یوې څېړنې وروستۍ پایلې په ډاګه کوي چې نیمايي نويو زېږېدليو ماشومانو د زړه ستونزې درلودې او نیمايي ماشومانو نه درلودې.
کله چې څېړونکيو د امېندوارۍ پر مهال د هغوی د مېندو د خوړو ډول ته وکتل او پرتله یې کړل، نو ورته جوته شوه چې د مېندو سالم خوراک د ماشومانو د زړه د تکلیف په نه درلودلو نېغ په نېغه اغېزه درلودلای شي.
ځینې نورې وړې ستونزې لکه په زړه کې د سوریو ډولونه درملنې ته اړتیا لري او د وخت په تېرېدو ښه کېږي، خو ځینې لويې ستونزې یې بيا کېدای شي، خورا خطرناکې وي.

روغتيايي راپورونه وايي، يو شمېر قلبي ستونزې د جینونو او یا کروموزومونو له معیوبوالي پیدا کېږي، خو دا لا نه ده مالومه چې ولې د ځینو ماشومانو زړه په عادي ډول وده نه کوي.

څېړونکي وايي، ښه خواړه سل په سلو کې د دې تضمین نه شي کولای چې ماشوم به د زړه په ناروغي نه اخته کېږي، خو ښځو ته ورزده کوي چې د امېندوارۍ په موده کې دې ښو خوراکونو ته پام وکړي، ځکه چې دا څه تر يوې اندازې نويو زېږېدلويو ماشومانو ته ورپېښ ګواښونه را ټيټولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply