عسکری جزوتامونو (ګارنیزونو) کی د ننه پر سرتیرو بریدونه د فساد پایله بولم

0 1,201

عسکری جزوتامونو (ګارنیزونو) کی د ننه پر سرتیرو بریدونه د فساد پایله بولم
د سرتیرو جلب و جذب څخه وروسته تعلیمی مرکزونو کی کشف او استخبارتو ضد مدیریتونه د سرتیرو پیژندني او د دوي په اړه مالوماتو جمع کولو مسولیت لرې د عسکری تعلیم مودی څخه وروسته بیا د جزوتام د ننه همدا پورته یاد شوي ادارې او د قطعی رهبری مسوول دي چی د دښمن نفوذی افراد وپیژنی او له پښو یی وغورځوي خو متاسفانه ځیڼی قوماندانان او آمرین په فساد کی غرق دي حتی د ځینو نیولو حکم ورکړل شوی خو عدلی او قضایی ادارو ناغیړی او پوځ کی مافیایی حلقو سره اړیکو په اساس دا کسان پر خپلو دندو پاتي دي او محاکمو کی د ځواب ورکولو څخه محفوظ پاتی شوي.
د خوست نن ورځی پیښی په اړه می د ځینو دوستانو لیکني او د رسنیو خبرونه تعقیب کړل ځینو خو پر ولسمشر نیوکه کړي وه چی ولی یی ځانمرګی ندی نیولی. وه برادره ولسمشر دی د قطعی قوماندان یا د کشف آمر ندی بس همدی ته تیار ناست یو چی چیری د زړه بړاس وباسو اصلی ټکي له پامه غورځو.
د خوست لومړی لوا ته تر رسیدو د خوست پکتیا سړک له غاړی څلورو کیلومترو پوری د پوځی پولیسو، ګارنیزیون او مختلفو جزوتامونو چک پواینتونه مستقر دي څو شیبی مخکی رسنیو او خبریالانو همدا ویل: مونږ ته سوال پیدا شوی چی څنګه ځانمرګی ګارنیزیون ته داخل شوی.
نه! داسی ندی چی ځانمرګی دی له دغو پوستو تیر او ګارنیزیون ته داخل شوی وی په دا ډول دعوا د یو مفسد افسر پر ځای موږ د ډیرو سرتیرو سپیڅلتوب تر پوښتنی لاندی راولو او زموږ دا کړنه د سرتیرو پر مورال بده اغیزه کولی شي بیا وایم د ځینو مفسدو آمرینو له برکته د دښمن نفوذی افراد جزوتامونو داخل کی شتون لري او د داسی پیښو شاهدان به بیا وو.
راځی د عقدی او یا درد له مخی پر حکومت له نیوکو تیر شو او مرسته ورسره وکړو تر څو د مفسدو قوماندانانو مخه ونیسو تر څو بیا راتلونکی کی داسی خونړی پیښې تکرار نشی، ځیني دوستان به راته وایی دا خو د حکومت کار دی او زموږ مرسته څه مانا، راځی د نړي ډیرو ولسونو پشان خپله وطنی دنده اجرا کړو(دخلکو زور د خدای زور) راځی هر ګوډ کی چیغه پورته کړو او حکومت ته ووایو : د نیولو حکم دی ورکړی ولی څارنوالی یا عدلی او قضایی مرکز دی متهم باندی محکمی جلسه نه دایره وی، که د متهم په غیاب کی هم قاضی فیصله وکړی بیا یی زه نر بولم چی دی دفتر ته حاضر شی هغه نور ختم دی مړ دی.
راځی موږ تاسی هر یو د #خدای_وطن_دنده شعار خپل کړو او لکه سرتیری د مفسدینو وړاندی ودریږو.
خوست ته د هوایی ځواک چورلکی رسیدلي ټپیان اوس د سردار داود خان پوځی روغتون کی تر درملنې لاندی دي .
د شهیدانو یاد دې تلپاتې وي.

اجمل غروال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply