ولې د ملامنان مرګ تاييد شو خو د پيرآغا پر مرګ طالبان منکر دي

0 608

لیکوال او شناند مولوي عبدالمقيم حقاني

په هلمند کې د مولوي عبدالمنان« عبدالرحيم» له وژل کيدو يوازې څو ساعته لا تیر نه وو چې ذبیح الله مجاهد يي مرګ تاييد کړ خو د پکتيکا په ګومل کې د حقاني شبکې د مهم غړي او ښرنې لپاره د طالبانو د والي پيرآغا له وژل کيدو درې ورځې تيرې شوي دي خو لا هم طالبان چوپ دي، ذبیح الله مجاهد يي نه مني او په اړه يي ډير کم جزييات رسنیو ته راوتلي دي.

خو اصلي کيسه څه ده؟

د مولوي منان تر ژونده يي مرګ ته طالبان ځکه خوښ ووچې نوموړی د کوټې شورا د ډيرو پريکړو پر ضد وو، د مولوي اخترمحمد منصور نيږدې سړی وو او وروسته تر دې چې مولوي هبت الله په کوټه کې د منصور د پلويانو د ځپلو لپاره له آی اس آی سره په ګډه عمليات پيل کړل منان يوازنی کس وو چې ډير طالب مشران يي په هلمند کې وساتل. همدارنګه د هلمند د ترياکو عوايد، د رخام ډبرو د قاچاق او ډيرو نوروبرخو پيسې هم کوټې شورا ته نه ورکول کيدې نو ځکه خوپه کوټه کې ناست ذبیح الله مجاهد ډير ژر د نوموړي مرګ رسنيز کړ او دا د کوټې شورا ته د بد خبر پر ځای ښه خبر وو او شونې ده د نوموړي په وژنه کې کوټې شورا او پاکستان هم دخيل وو.

خو ولې د پيرآغا مرګ پټ ساتل شوی؟

پیرآغا د حقاني شبکې د جنګي ماشين مهمه برخه وه، په پکتيکا کې د نوموړي روزنيز مرکزونه ډيرو طالبانو ته معلوم دي، حتی پيرآغا د آی اس آی د« ګوډ طالبانو» يوه برخه هم له ځان سره ساتله او په هغو طالبانو به د مسيدو او وزيرو قبايلي سیموکې مخور او مشران ترور کول او يا به يي په يوه او بله پلمه د پښتون وژنې لپاره زمينه سازي  کوله چې ښه بیلګه يي په ميرانشاه کې د پاکستان پوځ ته د ماينونو کيښودل وو چې پاکستاني پوځ د ضرب غضب عملیاتو پر مهال يوازې خلک بې کوره نکړل بلکه زرګونو کورونه او مارکيټونه يي هم ونړول چې نړۍ والو رسنیو پرې راپورنه لرل او اوس هم په ډيرو خبري پاڼو کې ياد اسناد موجود دي، د پيرآغا مرګ وړه خبره هم نه ده ځکه حقاني شبکې ته د نوموړي د بديل کول سخت څه چې ناشوني دي.

وړمه ورځ د ګومل ولسوالۍ په سرکي سيمه کې چیرته چې د ده غټ مرکز وو په هوايي برید کې يوازې نوموړی نه دی وژل شوی بلکه له ده سره څو مهم طالب مشران هم تلف شوي دي او لومړی لاس اطلاعات دا هم دي چې درې تنه مهم کسان ژوندي نيول شوي دي.

دا چې مرګ يي پټ ساتل شوی دی څو خبرې دي يو دا چې نوموړی دحقاني شبکې مهم کس وو، بله مهمه خبره داده چې د منان په شان باغي او د پآکستان د اوامرو نه منونکی نه وو بلکه په ډيره مينه به يي د پاکستان هر امر مانه او دریمه خبره چې تر ټولو مهمه ده هغه داده چې د طالبانو جنګي ماشين تقریبا د له منځه تګ په حال کې دی او په ډيرو ولايتونو کې روحيه بايللي طالبان د خپلو مشرانو مرګونو سخت وارخطا کړي دي حال دا چې پخوا کيسه داسې نه وه بلکه دوی به په لوکسو موټرو کې آزادګرځيدل.

طالب مشران چې په پاکستان کې به خوندي وو او په مزو کې به يي ژوند کوو سږ کال يي ياد هیوادته د تګ نيت نه لاره خو له وضعيته داسې ښکاري چې په افغانستان کې به نور ورته پاتې کيدل سخت وي او په پاکستان کې هم پټيدل ځکه وار له مخه لا پاکستان ته د دوی د ځايونو او مرکزونو دکره ځای په اړه رسمي اسناد سپآرل شوي دي او ناشونې به وي چې هلته هم پټ پاتې شي ځکه يو زيات شمېر ددې له ډاره چې آی اس آی يا يي د کوټې شورا ونه وژني نه غواړي پاکستان ته ولاړ شي.

د طالبانو ډير مشران نن سبا تر جهاده ډير پر دې بوخت دي چې څنګه پيسې پيدا کړي د پيسو پيداکولو دې هڅو له مشرتابه سره د دوی اړيکې سختې خرابې کړي دې چې مولوي منان يي ژوندی مثال دی.

پيرآغا د حقاني شبکې لپاره يوازې په پکتيکا کې نه بلکه د لويي پکتیا په نيږدې څلورو ولايتونوکې ډير فعال وو، د خلکو تښتول، له سوداګرو په زوره پيسې اخيستل، د ځينو دولتي ځمکو پلور او پير او ځينې نورې ناقانونه کړنې هغه موارد وو چې په لويه پکتيا کې د حقاني شبکې هر قومندان پکې ښکيل دی.

په وروستیو ورځو کې طالبان د ډيرو بدو خبرونو شاهدان دي او شونې ده په راتلونکو ورځو کې ددې بدو خبرونو لړۍ دومره پراخه شي چې طالبانو ته به يي زغمل سخت وي.

په سرکي کې موثقې سرچينې وايي په هغه سیمه کې چې د پيرآغا مړی پټ ساتل شوی دی کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي، ډيرې لارې په ماينونو فرش شوي دي، هيڅوک يادې سيمې ته نه پريښودل کيږي او تیره شپه په ټل کې د حقاني شبکې له لوري په پټه شوې ناسته کې ټينګار شوی دی چې تر حد پورې باید د نوموړي وژل کيدل پټ وساتل شي او هيڅوک دې پر دې کيسه نه خبریږي.

بله خبره داده چې په پيښور کې د حقاني شبکې مالي مسول مولوي خليل حقاني چې د حقاني شبکې د وژل شوي مشرجلال الدين حقاني ورور دی هم سخت ډاريږي ځکه څو وارې يي کور او شخصي استوګنځای د هوا له لارې څارل شوی دی، يو ځلې پرې په حيات آباد کې ډزې هم شوي دي او يو ساتونکی يي مرګونی ټپي شوی دی، په تيرو دوو اونيو کې دحقاني شبکې پر ضد دې اقداماتو په پاکستان کې اوازه خوره کړې چې نور د حقاني شبکې

دا چې طالبان  په پيرآغا منکر خو په ملامنان خوښ وو او ژر يي د نوموړي د مرګ خبره له رسنیو سره تاييد کړه ډيرو ته دا پوښتنه تقريبا ځواب شوه چې نور طالبان يوه خولو او د يو ارمان لپاره جنګيدونکې ډله نه ده بلکه دوی په لویه کې د نورو په اشارو خوځيږي.

بله مهمه خبره داده چې کوټې شورا اوس پاشل شوې او يوازې يو موټی پاتې حقاني شبکه هم د پاشل کيدو په درشل کې ده چې پيل يي له پيرآغا او پر مولوي خليل حقاني له بريده وشو.

په هر حال طالبانو ته بد خبرونه ور روان دي او شونې ده نور له هرې شونې لارې چې وي سږ کال يي جنګي ماشين د داعش په شان فلج شي او مهم مشران يي د ځمکې او هوا له لارې په نښه شي او له منځه ولاړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply