نوی ائتلاف څنګه وپاشل شو؟/ محمد بشیر یوسفزوی

0 566

نوی جوړ شوی ائتلاف چې بدنام جنګسالاران، د مافیا غړي، مفسد، غاصب او زورواکي افراد او اشخاص په کې را ټول شوي وو، یوازینۍ موخه یې په حکومت فشار او د باج او امتیاز اخیستل وو، خو چې حکومت ورته توجه ونه کړه، نو څو میاشتې یې هم دوام ونه کړ.

دوی نه د وطن د ابادۍ طرحه لرله، نه د ودانولو فکر لري او نه هم د ملت او وطن پروا ورسره ده. دوی د تېر په څېر د پردیو په لمسون او اشارو ناڅي. تېر ځل ورته د نظام د کاواکه کولو او د حکومت د راپرځولو برنامه ورکړل شوې، خو د ټولو هڅو باوجود چې په هغه ونتوانېدل نو اوس په خپلو کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په چنو بوخت دي، مګر د واحد نوماند په سر جوړجاړي ته نه سره رسېږي.

ولس او حکومت ټاکنې غواړي، خو شفافې او رڼې ټاکنې، مګر دغه جنګسالاران او زورواکان به دغه نوې غوړېدلې ولسواکۍ په دومره اسانۍ او سادګۍ لا غوړېدو ته پرېنږدي. دوی به تر وروستي بریده په یوه او بله پلمه د ولسواکۍ او ټاکنو مخه ځکه ونیسي چې د افغانستان ګاونډیان او دښمنان باثباته، پرمختللی او ولسواک افغانستان نه غواړي.

ایران او پاکستان هره لحظه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دې فکر کې دي چې څنګه افغان حکومت له پښو وغورځوي؟ د دې لپاره جنګي ډلې او طالبان تمویلوي. مګر اوس چې دوی دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د زور او جنګ له لارې خپلې دغې ناوړې موخې ته نشي رسېدلی، نو د افغانانو تر منځ نفاق او شقاق ته لمن وهي او د دې لپاره یې ځینې کسان چې نه یې فکر، نه یې لید او نه یې موخې سره ورته دي د افغانستان د ورانۍ او تباهۍ لپاره د ائتلاف په نوي جوړ شوي چوکاټ کې سره را ټول کړي دي. هغوی ته پیسې او امتیازات ورکوي. په خپلو سفارتونو کې ورته برنامې او پروګرامونه ورکوي او بیا یې د هغو د تطبیق او عملي کولو لپاره ښارونو او واټونو ته ور بولي. د هوټلونو، سفرونو او غونډو لګښتونه ورکوي.

اوس نو پکار دی چې ملت او حکومت تر بل هر وخت سره نږدې شي او د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې یو موتی شي. د دوی د ناوړه ارادو او پلانونو مخه ونیسي که داسې ونشي خدا مه کړه افغانستان به له بد برخلیک سره مخ شي. داسې برخلیک چې بیا به اسلام اباد او تهران زموږ واکداري کوي.

ولس دې ویښ او بیداره شي او له جنګسالارانو دې خپله لاره جلا کړي، ځکه هغوی د دې وطن ازلي دښمنان دي چې ټول عمر یې د خلکو وینې زبېښلي. د دوی مالونه، شتمنۍ او جایدادونه یې غصب کړي، خلک یې وژلي او د دوی امن او ژوند یې اخیستی دی.

مګر په دې وروستیو کې د یو شمېر زوراکانو په نیولو سره د دوی تانګونه سست شوي او که خدای کول ډېر ژر به ولس د دوی له شر څخه نجات ومومي، نو ولس ته ښایي چې د دې لپاره د حکومت تر څنګ واوسي، د جنګسالارانو جوړ شوی ائتلاف کرار کرار په شړېدو دی او ډېر ژر به دوی له خپله زوره راولوېږي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply