خپلې لور، ژرالدينې ته! – د چارلي چاپلين ليک

0 942

ژباړه: استاد لطیف بهاند

هیله لرم دا لیک په وار وار او په خورا دقت ولوستل شي.

لورکۍ!
اوس شپه ده. د مسيح د ميلاد شپه. زما د کمکۍ کلا ټول وسله وال ساتونکي ويده شول. ستا ورور، ستا خور او آن ستا مور هم ويدل شول. نېږدې و چې دې نیمه تيارې کوټې ته د را تګ پر وخت دا ويدې شوې مرغۍ راويښې کړم. 
څومره رانه لرې یې! زماسترګې دې ړندې شي که به مې يوه شېبه هم ستا څېره له سترګو لرې شوې يې. ستا تصوير دلته پر ميز ایښی دی، دلته زما د زړه ترڅنګ، خو ته چېرې يې؟ هلته په افسانوي پاريس کې. ته هلته د پاریس د اليسسکي د ډاګونو د پرتمين تیاتر پر ستيج ناڅې. زه په دې ډېر ښه پوهېږم. داسې انګېرم چې د شپې په دې خاموشه چوپتيا کې زه ستا د قدمونو غږ اورم او ستا سترګې چې په ژمني شنه آسمان کې لکه ستوري داسې ځلېږي، وينم. 
ما اوريدلي چې ته، په دې جشني او له خوښيو نه په ډکه ننداره کې د تاتاري خان په منګلو کې د پارس د اسیرې شهزادګۍ رول لوبوې. 
ته ښکلې اوسه او نڅېږه! 
ته ستوری اوسه او ښه ځلېږه!
که د نندارچیانو ولولې او مننې تا نشه کړي، که د هغو له خوا تاته د راوړل شويو ګېډيو ګلانو بوی تا سرسامه کړي، نو يوې ګوښې ته کينه، زما دا ليک ولوله او د خپل زړه غږ ته غوږ شه! 
ژرالدينې! زه ستا پلار يم!
زه چارلين يم، چارلي چاپلين!
آيا ته پوهېږې، چې ستا په ماشمتوب کې ما ستا د کټ تر څنګه څومره شپې سبا کړي دي؟ ايا ته پوهېږې؟ کله چې ته ډېره وړه وې ما تاته د خوبولۍ ښاپېرۍ او د نه بېدېدونکي ښامار افسانې ويلې؟ کله به چې د خوب څپو زما پر زړو سترګو يرغل کاوه ما به پرهغو خندل او ورته ويل به مې:
– خوبه ځه! زغله! دا زما د لورکۍ ارمان دی. 
– ژرالدينې! ما ستا تصور ليده، ما ستا راتلونکې ليده، ما ستا نننۍ ورځ ليده. ما د ستیج پر مخ يوه نڅېدونکې نجلۍ ليده، يوه ښاپېرۍ مې ليده چې په اسمانوکې ناڅي. ما دنندارچيانو غږ اوريده چې ويل يې:
-دا نجلۍ وينئ ؟ دا دهغه زاړه، بوډا ټوکمار لور د . هغه چارلي نومېده. 
هوکې زه چارلي يم. 
هغه زه یم، زوړ ټوکمار!
نن ستا وار دی، ګډېږه! زه به په شليدلي، شليدلي ارت پطلون کې ګډيدم او ته د شهزادګيو په وريښمينو جامو کې. دا نڅا او په تېره بيا د نندارچيانو د لاسونو د پړکا غريو او شور به تا آسمانو ته ورسوي. 
الوزه! هغه پلو ته ورالوزه! خو بېرته ځمکې ته راستنه شه! ته بايد د خلکو ژوند ووينې، په کوڅو کې دهغو ګرځندو نڅاګرو خلکو ژوند وګوره چې له لوږې او سړو نه رېږدي. 
هوکې ژرالدينې!
زه همداسې وم لکه دوی. 
په هغو شپو کې، په هغو کوډګرو شپو کې چې ته به زما د ويونکو افسانو په څپو او خيالو کې بيديدې، زه به آواره او سرګردانه ګرځېدم. زه له هماغو آوارو له ډلې نه، يو آواره يم. 
ما به ستا مخګوټي ته کتل، ستا د زړګي درزا به مې اوريده او له خپل ځانه به مې پوښتل: 
ـ چارلي! ايا کله به دغه پيشوګۍ تا وپېژني؟
ژرالدينې ته ما نه پېژنې!
ما هغه وخت، په هغو لرې شپو کې تاته ډېرې افسانې او نقلونه ويلي دي، خو هېڅکله مې لا خپله افسانه درته ويلې نه ده . دا هم ډېره په زړه پورې افسانه ده. 
دا د هغه وږي ټوکمار افسانه ده چې د لندن په خوارو سيمو کې به يې سندرې ويلي او نڅېده به. او وروسته … به يې لکه سوالګر داسې خير را ټولاوه . . . . 
هوکې لورکۍ ! دا زما خپله افسانه ده . . . ما د لوږې خوند ليدلی دی ، زه پوهېږم چې بې کوري څه شی دی، ما دهغه ګرځنده ټوکمار دسپکېدو رنځ ليدلی چې په ګوګل کې يې د غرور يو مست سمندر څپې وهلې. دا غرور به د پيسو هغو ټنګههاري ماتوه چې تيريدونکو نندراچيانو به زما خوا ته را ارتېږلې، خو په هرحال زه ژوندی يم او دا خبرې به بل وخت ته پرېږدو. ښه به دا وې چې ستا په اړه وغږېږو. 
ژرالدينې! ستا تر نامه وروسته، زما کورنی نوم راځي، چارلي!
ما ددې نوم په مرسته تر څلويښتو کالو زيات د ځمکې خلک خندولي دي، خو څومره چې هغوی خنودلي دي، ترهغو زيات ما ژړلي دي. 
ژرالدينې!
دا په ياد ولره!
په هغه نړۍ کې چې ژوند کوي ، هغه يوازې د نڅا او موسيقۍ نړۍ نه ده!

په نيمو شپو کې چې ته کله له ستر او پرتمين تياتره راووزي، کولای شي خپل بېشمېره بډای لېوال هېر کړې، خو دا مه هېروه د هغه موتر له موتروانه چې تا کورته رسوي، د هغه د ښځې په اړه پوښتنې وکړه. که د هغه مېرمن اميدواره وه، که هغه د خپل راتلونکي ماشوم د جامو د اخيستو پيسې نه درلود ، هغه ته څه پيسې پر جيب کې ورمنډه. 
ما بانک ته سپارښتنه کړې ده، چې ستا ددغه راز خرڅونو پيسې درکړ ، خو دنورو ټولو خرڅونو حساب باید په ځير سره وشي. 
ښه به داوي چې کله ناکله په ميترو (ترځمکې لاندې ګاډي) او عمومي ترانسپورت کې لاړه شې، پلې وګرځې او خلکو ته له نېږدې وګورې. کونډو ته او يتيمانو ته وګورې! لږ تر لږه که د ورځې يو وار هم کېږي له ځان سره ووايي:
« زه کټ مټ د همدوی په شان یم». 
هوکې لورکۍ! ته يوه له هغو نه يې، نه تر هغو لوړه او زياته!
هنر مخکې له دې چې انسان ته د لوړو الوتلو وزرونو ورکړې، زياتره وخت دهغو پښې ورماتوې. خدای مه کړه که کله ته داسې احساس کړې او ځان تر خپلو نندارچيانو او لېوالو نه لوړ وانګېرې، که داسې وشول، سمدلاسه له ستيجه لاس پر سر شه او هنر پرېږده. په لومړني مخې ته درغلي تکسي کې کينه او د پاريس څنډو ته لاړه شه. زه ډېر ښه پوهېږم او په دې باور لرم، ته به هلته د ځان په شان ډېرې نڅاګرې ووينې، آن تر ځان ښکلې، ماهرې هسکه غاړې او د لوړ غرور خاوندې. 
ته په یاد لره چې هلته به ستا د تياتر ړندونکې ځلېدونکې رڼاګانې نه وي! دهغو له پاره د رڼا کار نه لوړ څراغونه بلکې سپوږمۍ کوي. 
ځېره شه!
ښه ځېره شه!
ورته وګوره! هغوی تر تانه ښه نه نڅېږي؟
زما لورکۍ اعتراف وکړه او دا ومنه! تل يو څوک داسې پيدا کېږي چې تر تا ښه نڅېږي. او په ياد لره:
-د چارلي په کورنۍ کې لا تر اوسه داسې ناوړه او بدمرغه پيدا شوی نه دي چې دريور دې وښکنځي او پر هغو خوارو ګدايانو دې ملنډې ووهي چې دده د نندارځای شا او خواته ته ناست وي .

زه به مړ يم او ته به ژوندې پاتې يې، خو زه غواړم چې ته هېڅکله خواري ونه پېژنې. له دې ليک سره مل تاته خپل يوه بانکي کتابچه درلېږم، څومره پيسې چې کولای شي، هغومره يې خرڅې کړې. خو، هر دوه فرانکه (تر یورو د مخه فرانیوۍ پیسې) چې ته خرڅوې، دا در ياد کړه چې درېيم هغه يې دتا نه دی. هغه به دهغه نا اشنا انسان وي چې اړتيا ورته لري. او داسې کسان ته په خورا آسانۍ موندلی شي. که تاته يوازې دهغو ناآشنا خوارانو دموندلو هيله پيدا شي، ته په هر لوري هغه ليدلی او پيدا کولای شې. 
که زه له تاسره د پيسو په اړه غږېږم. له دې کبله دی چې زه دپیسو په شيطاني قوت ښه خبر يم. 
ما په سرکس کې لږ وخت تير کړی نه دی او تل د هغو لوبغاړو له امله زوريدلی يم چې له نازکو ريښکيو سره لوبې کوي او پر هغو روان وي. 
خو لورکۍ! زه غواړم تاته ووايم خلک، تر هغوکسانو نه چې پر هغې ناهيلې رېښکۍ روا ن وي، پر آورې، سختې او پراخې ځمکې زيات راغورځي. 
يا کېدای شي کومه شپه د نړۍ تر ټولو نه د کوم قيمتي الماس ځلا تا دوکه او تير باسي . په هغه شېبه به همدا الماس ستا له پاره د هماغې ګواښمنې نازکې ريښکۍ په شان شي او د هغې په پای کې به ستا راغورځېدل هرو مرو شي. 
او يا کېدای شي په يوه ښکلې ورځ، تا د کوم ښکلی شهزاده ښکلا اسیره کړی. 
په هغه ورځ به ته يوه بې پروا او بې تجربې لوبغاړې شې او بې پروا لوبغاړي تل راغوځارېږي. 
پر زرو او ګاڼو هم مه مينېږه، په دې پوه شه، چې د نړۍ تر ټولو ستر الماس لمر دی. له نيکمرغه هغه پر ټولو يو شان ځلېږي. 
که داسې يو وخت راشي، چې ته مئينه شې، نو هغه سړی باید د زړه له کومې درته ګران وي. ما دې مورته وويل چې په دې اړه تاته يوليک وليکي. هغه د مينې په هکله تر ما ښه او زياته پوهېږي او کولای شي په دې هکله تر ما په ښه توګه له تاسره وغږېږي.

پوهېږم لورکۍ! ستا کار خورا ګران دی. زه هم په دې پوهېږم. پرستيج ستا ځان یوازې د وريښمو يوه نرۍ ټوټه نغاړي او پټوي. د هنر په خاطر کېدای شو ستيج ته بربنډ را ووزو، خو له هغه ځايه باید نه يوازې پټ بلکې لاسپېڅلي راستانه شوو.

زه بوډا شوی يم اوکېدای شي زما خبرې دخندا وړ وبرېښي، خو زما په تصور ستا لوڅ او بربنډ ځان بايد هغه چا پورې اړه ولري چې ستا پر بربنډ روح مين شوی يې. دا به د تعجب وړ نه وي چې په دې اړه ستا نظر، د لسو کالو پخوا خيالوته ته ورته وي، پخوانيو زمانو پورې. 
ډارېږه مه! دا لس کال به تا زړه نه کړي، خو هر څه چې وي، هغه به وي، زه هيله لرم چې ته د بربنډو د استوګنې د وچې وروستې تبعه واوسې. 
زه پوهېږم، چې پلرونه او ماشومان په خپل منځ کې پر ابدي اړو دوړ اخته دي. 
ګرانې لورکۍ! سيالۍ کوه ، ناندرۍ کوه، له ماسره او زما له خيالونو سره په اخ او ډب کې اوسه!
زما تابع ماشومان نه خوښېږي. مخکې له هغه چې زما له سترګو نه پر دې ليک اوښکې راتویې شي، زه غواړم تاته ډاډ درکړم، ډاډ درکوم چې د ميلاد نننې شپه، د معجزو شپه ده. 
هیله لرم چې يوه بله معجزه هم نن پېښه شي او ته رښتيا په هغه څه پوه شې چې ما غوښتل تاته ووايم.

ژارالدينې!
چارلي نور نو زوړ شوی دی. نن وي او که سبا وي، ته به دې ته اړوزې چې زما ادېرې ته د راتګ له پاره د نڅا د سپين کميس پر ځای، د وير تورې جامې واغوندې. 
اوس نه غواړم چې خوا دې شنه کړم ، يوازې غواړم له تانه يوه هيله وکړم چې کله ناکله هنيدارې ته ګوره، هلته به زما ځانګړتياوې ووينې. ستا په مراندو کې زما وينه بهېږي. دا وينې به آن هغه وخت هم ستا په مراندو بهېږي چې زما په مراندو او رګونو کې نور نو وینې وچې شوې وي. 
له تانه زما هيله داده چې خپل پلار چارلي هېر نه کړې. زه ملکه (فرشته) نه وم، خو تل مې هڅه کوله انسان واوسم. ته هم، همدا هڅه کوه.

ژرالدين ، مچوم دې
ستا چارلي

۱۹۶۵ کال
دسامبر
له روسي متنه پښتو ژباړه: د ۲۰۱۱ کال د مارچ څلورمه
مسکو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply