دلته دغه جهاد، يوه ته تفرېح ده بل ته ابدي درد

0 560


انجنیر هابېل
دوه کاله مخکې له پوهنتونه فارغ شو، د کور یوازینی هراتی و، چې د سرک سازۍ برخه کې یې لسانس په څه
خوارۍ او لېونۍ غریبۍ کې واخست.
دوه کاله وروسته یې فواید عامه کې یو خالي بست ته امتحان ورکړ، کله چې یې ددوشنبې په ماسپښين وزیر د مقررۍ په مکتوب امضا وکړه، د بخت شمعه یې روښانه شوه، له خوشالۍ یې د زړه درزا د شمېرلو نه وه.
لا یې د مکتوب د ثبت پروسه تکمیل شوې نه وه، چې پينځه وحشي ځناور د فواید عامې وزارت ته ننوتل، 
اخري مسج یې خورکۍ ته وکړ; 
((ځانمرګي وزارت ته راننوتل))
پينځه دقیقو کې یې مبایل خاموش شو.
درسته شپه ماما یې چې زموږ همکار و، په عبدالحق څلور لاره کې ورته منتظر و. شپه دوبجې عملیات خلاص شول، ماما یې او همکارانو یې وزارت پسې چاڼ کړ، په جسدونو کې یې خپل خوریي پسې دهلیزونه، کنډوالې ولټول…..
ایله غرمه یوولس بجې یې جسد پيدا شو، په ملا لګېدلی و، له زړه یې توره، توده او کافره مرمۍ وتلې وه.
څلور بجې مو هرات ته الوتکه کې بار کړ، دنګې ځوانۍ ته یې موږ ټول په ملا کړوپ شوو….
اوس به یې د کور، خویندو، پلار او مور غم، د زړه څړیکې او ساندې په هرات چلېږي…….
چې دبخت شمعه یې ولګېده طالب خبیث یې د ژوند شمعه ور ورمړه کړه…..
دلته دغه جهاد، او د غزا فتنه روانه ده، يوه ته تفرېح ده بل ته ابدي درد.
د طالب سره به په کوم رقم سولې ته د خلکو زړونه سپين شي.

اباسین بریال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply