پاکستان خپلې انزوا او ګټو په منډو کړی

0 676


له هغه وروسته چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې تګلاره چې پاکستان پکې د ترهګرو ملاتړی هېواد بلل شوی و، اعلان کړه او بیا یې پر دغه هېواد تر یو لړ فشاورنو وروسته زلمی خلیلزاد د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی وټاکه او ده هم په خورا چټکۍ هلې ځلې پیل کړې، داسې ښکاري چې اوس پاکستان هم په منډو شوی دی. 
د افغانستان د قضیې د حل په برخه کې د پاکستاني چارواکيو د مثبتو څرګندونو تر څنګ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي په دوو اوونیو کې دوه ځله کابل ته راغی او دلته یې له افغان چارواکیو سره پر افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. 
د بهرنیو چارو وزارت وايي، شاه‌محمود قریشي چې پرون کابل ته راغلی و، له افغان چارواکيو سره د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس نه وهي او دغه راز به طالبان اړ کړي چې له افغان حکومت سره پر افغان سولې مخامخ خبرې وکړي. 
په همدې حال کې ارګ ویلي چې قریشي له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ولیدل او په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا، د سولې مېز ته د طالبانو پر حاضرولو او د افغان سولې راتلونکې غونډې په اړه چې په جنوري میاشت کې به د سعودي په جده ښار کې جوړه شي، بحث شوی دی. 
اوس چې د افغان سولې پروسه تر بل هر وخته حیثیتي او ګرمه شوې او امریکا یې هم د بري لپاره جدي شوی، پاکستان هڅه کوي په دې پروسه کې خپل رول زیات او ګټې وساتي. 
اسلام‌اباد چې اوس په نړېواله کچه انزوا ته تللی او امریکا هم ورته غاښونه چیچلي، که د افغان سولې پروسه کې جدي همکاري و نه کړي، خیر به یې نه وي؛ نو له نړيوالې انزوا او د امریکا له فشارونو د ځان ژغورلو په موخه لاس په کار شوی، غواړي په دې پروسه کې خپل ارزښت لوړ، ځان سپین او په دې پروسه کې امتیاز خپل کړي. 
پاکستان د همدې لپاره طالبان وهڅول چې له امریکایانو سره په ابوظبي کې مخامخ خبرو ته کېني او اوس تمه ده چې پر دې ډله له خپل شته نفوذه په استفادې به یې دا ځل له افغان حکومت سره هم د سولې مېز ته کېنوي، هغه څه چې د بهرنیو چارو وزیر یې په اړه کابل ته د وروستي سفر پر مهال افغان چارواکيو ته ټټر وهلی دی. 
که څه هم په دې کې شک نه‌شته چې طالبان د پاکستان په ریموټ چلېږي، خو اسلام‌اباد ته له قطره د طالب استازیو راغوښتلو او له امریکايي چارواکيو سره د هغوی مخامخ کولو او دغه راز په ابوظبي کې له امریکا، سعودي او متحده عربي اماراتو سره مخامخ خبرو ته د طالبانو حاضرولو وښوو چې دغه هېواد پر طالبانو څومره نفوذ لري او که وغواړي، له افغان حکومت سره یې هم د سولې خبرو اترو ته حاضرولای شي. 
پاکستان اړ دی چې همداسې وکړي، خو د افغانستان په ګډون امریکا او نړيوالو متحدانو ته یې په کار ده چې د اسلا‌اباد په اړه خپل اوسنی دریځ نه یوازې وساتي، بلکې لا یې هم توند کړي. 
سره له دې چې پاکستان هڅه کوي د افغان سولې پروسه کې خپلو موخو او ګټو ته ورسېږي، خو افغان حکومت ته په کار ده چې په بشپړ دقت او د هېواد ملي ګټو او راتلونکي سرنوشت ته په پام له دې پروسې سره چلند وکړي او له ټولو لارو چارو او امکاناتو په استفادې دې تلپاتې افغان سوله چې د ټولو افغانانو اړتیا، هیله او غوښتنه ده، تر بریا ورسوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply