د جدي شپږمه، د شیشکو او بلاګانو مور / ولي الله ملکزی

0 1,179


د کرملین ماڼۍ چې په روسي ژبه کې د مزبوتې او برجه ورې کلا معنی لري‌، له تیرو پنځه نیمو پیړیو راهیسی لمړی د تزاري قیصرانو، بیا د لینن په مشرۍ د بلشویکانو او اوس د ولادیمیر پوټین د بی سیاله واکمنۍ سمبول ګڼل کیږي. دغه لرغونې او تاریخي ماڼۍ د کور دننه او هم په نړیواله کچه، د بی شمیره سرسامونکو،‌ ویجاړونکو او بوږنونکو پوځي پریکړو او سیاسي غورو پرزو شاهده او دغه لړۍ تر دی دمه روانه ده.

له ۱۴۸۵م څخه تر ۱۹۱۷ کال پوری، په ختیځ کې سایبریا، په سویل کې ټوله مسلمانه مرکزي آسیا او په جنوب لویدیز کې د قفقاز د دنګو غرونو تر لمنو پورې دغه پراخه سیمې د تزاریانو د زمبر لاندی وې. کله چې د ۱۹۱۷ کال په اکتوبر کې پرولتاري انقلاب کامیاب شو نو د سرحدونو مزي یی د برلین او وارسا تر ورشو ګانو پورې وغزیدل او د لور او څټک اوسپنیز سیاست پلی شو. په ۱۹۹۱کال کې د شوروي اتحاد له جنازې راهیسې تر ننه د چیچنیا،‌ ګورجستان،‌ کریمیا او سوریې د بدرنګو جنګونو قومنده او فیصلې، د سور میدان طلایي منارو ته مخامخ د کرملین په ګومبزو کې کیږي.

د ۱۳۵۷هـ کال د غوايي په اومه د خلق او پرچم د ګوندونو لخوا د یوې خونړۍ کودتا په ماښام ولسمشر محمد داود شهید او د هیواد سیاسي واک د دوئ په لاس کې پریوت، خو د یوکال دننه د پراخه جهادي او ولسي مقاومت له برکته د دغو بانډونو رژیم د پانډ په سر ودرید. نو له همدی امله د لیونید برژنیف په مشرۍ د شوروی اتحاد د کمونست ګوند سیاسي پولیټ بیرو په کرملین کې فیصله وکړه چې د ځمکې او هوا له لارې د ۱۳۵۸هـ کال د مرغومي په شپږمه، افغانستان ته یولک او لس زره عسکر ولیږي، کومه چې ګاونډیو هیوادونو ته د ملیونونو افغانانو د هجرت او بی شمیره بدمرغیو پیلامه شوه.

د همدې یرغل د پایلې په توګه، امیرالمؤمنین جنرال ضیاءالحق ته د هغې زړې نسخې د ازمیښت زمینه یوځل بیا لاس ورغله کومه چې نوموړي د ۱۹۷۰ کال په سپټمبر کې د فلسطینانو پخلاف په اردن کې ازمایلې وه. دری نیم ملیونه افغان مهاجرین یی لمړی په اووه ګوني اتحاد کې سره وویشل او بیا یی د اخواني او منځلاري په خم کې رنګ کړل. په پاکستان کې د دیني مدرسو شمیر له دوه نیم زرو څخه شپاړسو زرو ته ورسید او د شتمنو عربي هیوادونو په زرګونو ځوانان چې په ارزان بیه ټکټونو د کمونیزم سره د ډغرې وهلو لپاره زموږ سیمې ته راغلل. ولی ځینو یی د سرپریکولو اوځان وژنې داسی وحشي کلتور له ځانه سره سوغات راوړ چې ناسور یی د هرې ورځې په تیریدو سره ژوریږي.

له بله‌ پلوه، په ایران کې د نژدی دوه ملیونه افغان کډوالو موجودیت د قم آیت الله ګانو ته ښه چانس په لاس کې ورکړ چې په زرګونو اړ او بی تعلیمه تنکي مهاجرځوانان د صدام حسین د ځواکونو په وړاندی د کور رنکې جګړې لمړیو لیکوته واستوي، چیرته چې نژدی ۴۵ زره افغانان پکې مړه او ددی شمیر دوه چنده نور یی ټپیان او تر ننه تری تم دي. او اوس یی د فاطمیون په نوم د قبرونو د جګړو لپاره بل لښکر جوړ کړی ترڅو د بشارالاسد د مجرم رژیم په ګټه ددغه مذهبي او توکمیز جنګ په مورچو کې برغنډ برغنډ او سرونه یی لو شي.

د شوروي یرغل د ناوړو اغیزو لړۍ ښایسته اوږده او ډیره دردونکې ده،‌ چې په سر کې یی زموږ د قومي جوړښت او ملي وحدت ټکني کیدل او د سمتي، ژبني او بی مالګې مذهبي سیاست رنګ خپلول دي. نن نه یواځې د فرانکفورت او سیډني په واټونو کې د (من آفغان نسیتم) کړغیړن شعار زمزمه کیږي،‌ بلکې د دولت او حکومت د دویمې او دریمې کچې لوړ رتبه جنابان ددغې نارې ترشا ولاړ اوحتی د افغانستان له نوم څخه انکار کوي چې ګوندی هغه د ایراني تمدن د حوزې یوه برخه ده.

د همدی تاړاک له برکته، افغانستان نن د اداري فساد له مخې د نړۍ د روڼتیا او شفافیت د زینې په لاندیني پاټکي ولاړ او پاسپورټ یی په افریقا کې د صومال او ګانګو د هیوادونو څخه هم وروسته او کم اعتباره دی. د مخدره موادو او نشه ئی توکو د کښت او صاداراتو په ډګر کې په مسلسل ډول، د دیارلسم کال لپاره د ټولې نړۍ په لمړي کتار کې ځای لري او د کورنیو معتادینو او نشه یانو شمیر یی دری ملیونو ته رسیږي. په اقتصادي ډګر کې د نړۍ د ډیرو نیستمنو او خوارپړقو اتو هیوادونو په لیکه کې ځای لري چې د حکومت او دولت مالي لګښتونه او معاشونه یی د بډایه هیوادونو اوسازمانونو لخوا ورکول کیږي،‌ چې د کچکول او درویزې کلتور بللی شي.

د شوروي یرغل په نتیجه کې،‌ په ۱۹۸۵م کې د پیښور په بیت الانصار کې د القاعدې د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د ترهګریزو عملیاتو لړۍ یی د نیویارک تر برجونو او د اروپا تر رستورانونو پوری ورسیده چې د زرګونو بیګناه انسانانو د مرګ او د اسلام د سپیڅلي دین د بدنامۍ سبب شوه.

دا چې په عراق کې د زرقاوي، تکفیري، داعش، رافضي او حشد شعبي په نوم کومې ډلې وژنې کوي، د دغو ګروپونو اکثره مشران د شوروي د همدې یرغل په مهال روزل شوي عناصر دي. نن چې په سوریه او لبیا کې د ۲۷۱ مختلفو تنظیمونو او وسله والو ګروپونو ترمنځ د وینو لښتي بهیږي، یا په یمن کې کومه ناروا  او مذهبي جګړه روانه ده، الهام یی له شوروي یرغل څخه اخیستی او مخکښان یی د همدی فکر خلک دي. نو ځکه خو اکثره بی پرې څارونکي او څیړونکي پدی باور دي چې په افغانستان باندی شوروي یرغل د شیشکو وینه او ددغو تورو بلاګانو مور ده.

د همدی یرغل له امله، پدی وروستیو دوو  پیړیو کې د نړۍ په هیڅ هیواد کې دومره اوږده او خونړۍ جګړه نده لیدل شوې څومره چې په افغانستان کې روانه ده. د نړۍ په معاصر تاریخ کې هیڅ خپلواک هیواد په څلويښتو کالو کې څلور ځلې د خپلو ګاونډیانو او نړیوالو زبرځواکونو لخوا دومره ځپل شوی او ګواښل شوی ندی لکه څرنګه چې زموږ وطن دی.

د شوروي اتحاد د ظلم او یرغل په وړاندی د افغان ولس جهاد،‌ پاڅون او مقاومت زموږ د معاصر تاریخ یوه نه هیریدونکې او تلپاتې حماسه ده. د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستان څخه په چک چکو او کنفرانسونو ندي وتلي، بلکې د همدغو خړو پړو مجاهدینو د وینو او افغان ولس د ټولو پرګنو د شهامتونو په نتیجه کې د حیرتان په بندر اړول شویدي.

له دوهمې نړیوالې جګړې دادی ۷۳ کاله تیریږي خو د هولوکوسټ نازي مجرمین د دنیا په هیڅ ګوټ کې د سرپټولو ځای نلري. څلویښت کاله وشول خو د ایران مذهبي رژیم نن هم، په اصطلاح د شیطان بزرګ شعار زمزمه کوي. ولی زموږ د یونیم ملیون شهیدانو وینې او د یوملیون کونډو اوښکې لا وچې نه وې چې د ځینو جهادي تنظیمونو مشران په ډیره بیړه د بوریس یالتسین د دیدار پخاطر د کرملین سور میدان ته ورسیدل او د تاوان غوښتنه خو څه د معذرت کلمه هم د چا په ژبه رانغله ؟!

مازی همدا څو اونۍ وړاندی، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او اسلامي امارت نماینده ګان په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر لاف روف ښي او کیڼ اړخ ته موسکي موسکي ودریدل او بیا یی د څلورو ځوانو او ښکلو خبریالو میرمنو سره اوږدې او خوږې مرکې وکړې، کومې چې په پخوا کې د خوک د غوښې په څیر حرامې ګڼل کیدې.

نن د شوروي اتحاد د خونړي، بربڼد او ناروا یرغل نه دیرشمه کلیزه ده. د څلورو لسیزو د پرله پسې جګړې پدی پیر کې، د افغان ولس غوڅ اکثریت له هیڅ چا سره د نورو جنګونو او دښمنیو حوصله، وس او اراده نلري. نور باید سوله سپیڅلې او له ورور وژنې څخه برائت اعلان شي. له هرچا سره دی خبره، راشه درشه او دوستي وشي خو حساب ترمنځه، ځکه مؤمن له یوې سوړې څخه دوه ځلې نه چیچل کیږي!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply