د حيا تصويري ننداره / بصيرالحق عادل

0 855

د محبت ګرمي دې وليدله؟

په سپينه واوره کې خوله شوې که نه

«شاعر»

ځينې شېبې ښکلې وي، خوږې وي او نه هېرېدونکي وي. چې د انسان په حافظه کې تر کلونو کلونو انځورې وي او د ځينو نورو شېبو، وختونو او حالاتو سره د ټکر پر مهال ورته تېرې خوږې ور په زړه کېږي.

انسانان ټول ښکلي دي او دا خبره په قرانکريم کې هم شوې ده. خدای ج فرمايي: «ما انسان په ښکلي شکل خلق کړی دی.»

خو ځينې انسانان په بعضو شېبو کې نور هم ښکلي شي.

حيا د انسان د عالي اخلاقو تعريف  دی. هغه انسانان چې حياناک وي، تر نورو مينه خويه وي، زړه سوی لري او مهربان وي.

د بشريت لوی لارښود حضرت محمد «ص» ويلي دي: «حيا د ايمان يوه څانګه ده.»

حيا زموږ پښتو ادب کې هم پالل شوې ده او د هغه وخت انځور او منظره تر ډېره د شاعر، ليکوال او هنرمند په حافظه کې خوندي ده چې محبوبا يې د وصال پر مهال له حيا سترګې ټيټې نيولې وي. دغه کيفيت حمزه بابا داسې انځور کړی دی:

څه خودې وې خو بيا دې هيڅ نه وې

زه په مطلب ورسېدمه، تلمه

حمزه شينواری د خپلې محبوبا سره د خبرو منظره راته راکوي. د محبوبا په زړه کې يې ډېرې خبرې ګرځي خو حيا چې د کلتور يوه برخه ده، نه يې پرېږدي چې د زړه خبره وکړي، خو په سترګو کې خبرې کول بيا د ميينانو رمزي ژبه ده.

پښتنې جونه ټولې له حيا جوړې دي. د مينې په اړه خو کور کې هيڅ نه شي ويلی. د خپل ژوند د ملګري په ټاکنه کې که اجازه هم ورکول شي، د هو او نه خبره نه شي کولی. ځکه ويريږي چې د بې حيايۍ پېغور څوک ور نه کړي.

يو ځای مې ولوستل:

«پښتنې نجونې زړونو کې ډېرې خبرې لري، خو د اوښکو په شکل يې له سترګو توی شي.»

دا يو واقعيت دی.

استاد اسدالله غضنفر يوې ليکنه کې د ډورانټ خبرې رانقل کړي دي. ډورانټ وايي: «حيا د بشر له مدني کېدو سره غزونې کړي او د عشق د خورا عالي کيفيتونو په ايجاد کې يې لويه برخه لرلې ده.»

حيا د نارينه وو په پرتله ښځو کې ډېره ده. ډورانټ د لرغوني يونان د يوه ښار کيسه کوي. چې د ښځو ځانوژنه پکې دومره عامه شوه چې له حده ووتله. مشران او پوه خلک راټول شول، تر مشورو وروسته يې وويل. که هرې ښځې ځان وواژه مړی به يې لوڅ لپړ د ښار په کوڅو کې ګرځول کېږي. له دې پرېکړې وروسته ښځو ځان وژنه نه کوله. ځکه دوی ته ان له مرګ وروسته هم بې حيايي ګرانه تمامېده او نه يې منله.

ارواښاد خېبر اپريدی وايي:

د تا دې حيا خو زه په ځان ميين کړم

چې په لاره شرمېدې تر پلو لاندې

حيا د انسان اخلاقي سينګار دی. د ښځينه وو لپاره حيا ګېڼه ده. د ارواښاد خېبر اپريدي په بيت کې وينو چې تر پلو لاندې شرمېدل د حيا وروستی حد دی او د هغې د محبوبا لپاره يې نوره ښکلا پنځولې ده.

هغه کيفيات چې د حيا پر مهال له انسان څخه ترلاسه کېږي، کمساري دي.

مصطفی سالک په خپل شهکار ناول «پاتې شه باران دی» کې؛ د ناول مرکزي کرکټرونه غزن او څانګه چې د ښوونځي په چمن کې د فزيک د تمرين د حلولو په پلمه د مينې خبرې کوي، د څانګې حيا يې داسې انځوروي:

«څانګې باور لرې چې مينه درسره لرم؟ د هغې شونډې لکه د ګلورينې څانګې په رپېدو شوې، ما احساس کاوه چې ساه يې لنډه لنډه کېده، څو ځله يې ځان ځواب ته جوړ کړ خو جرأت يې ملګرتيا ونه کړه، کټ مټ هماغسې لکه وزرغوڅې کوتره چې له برجه د پرواز اراده وکړي، ټيټه پورته شي خو پر ځای ناسته پاتې شي.»

پورته بېلګه کې وينو چې څانګه له دې امله د خبرو کولو جرأت نه شي کولی چې د حيا ځواک يې نه پرېږدي، دلته پولې نړيږي او څانګه نه غواړي چې پر رواياتو پښې کښېږدي.

ورپسې د ياد ناول همدغو شېبو کې راځي: «زما داسې خبرو سره به هغه د حيا په اوو پردو کې پټه شوه. د پښتنو مينه چې له سترګو الفاظو ته رسي، همداسې کيفيت راځي.»

ارواښاد حمزه بابا چې پښتني ښکلا او خويونه يې په سهي مانا پېژندلي وو؛ د ده په ټوله شاعرۍ کې يې انځورونه ليدلی شو. د وصال د وخت شېبې خپله حمزه بابا هم خوندي کړي دي. بابا پوهېده چې د وصال په شېبو کې چې د دوو ميينو سترګې سره جنګيږي دغلته د حيا غرونه جوړيږي. نو مخکې له مخکې پښتنې ته خبرداری ورکوي او ورته وايي:

پلو دې له مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره

زمرۍ غوندې به ګورې شرمېدل به پکې نه وي

پروفيسر قلندر مومند په يو نظم کې وايي:

چې په تيارو کې وي ښايست هډو قيمت يې نه وي

زما شيرينې محبوبې لږه جلوه وښيه

مخ راڅرګند کړه چې دنيا دې ارزوګانې وکړي

ورته ګلابه وايه دا هومره حيا مه کوه

دلته اراوښاد مومند ډېره حيا نه خوښوي او وايي، ډېره حيا د ښايست د جلوې مخته دېوال دروي.

د پښتو معاصر شعر په ګڼو بيتونو کې د حيا تصويري نندارې کولی شو.

چار چاپيره غرونه په سپينو واورو پوښل شوي دي. هوا سړه ده. دغه مهال دوه ميينان سره يو ځای کېږي او د خپل وصال له شېبو خوند اخلي. په سړو کې د وصال پر وخت ګرمي د حيا تصوير راکوي. دغه شېبه يو شاعر داسې انځور کړې ده.

د محبت ګرمي دې وليدله؟

په سپينه واورې که خوله شوې که نه

حيا په پښتني کلتور کې لوی ځای لري. د حيا د پولو د نړېدو سره ټولې اخلاقي پولې نړيږي. زما په خيال که زموږ ټولنه کې حيا ته د يو ارزښت په توګه نه کتل کېدلی نو اوس به مو هغه تلوسې هم ړنګې وای چې د ځينو نا ليدلي مخونو لپاره يې لرو او او ادبيات به مو هم دومره خواږه نه وای.

زموږ د حيا د پولو نړېدل د يو اسلامي او پښتني ارزښت د نړېدو په مانا دي.

۱۳۹۷ مرغومی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply