غزل/ هېواد شیرزاد

0 712

د کوم ښکلي د ازاره تماشه شوم؟ 
تيندکونه خورم په لاره، تماشه شوم

زه د چا؟ او څه لپاره تماشه شوم؟ 
يو ځل نه دى، څو څو واره تماشه شوم

ښه، اشرف المخلوقات دې کړم، مننه! 
د اعلى مخلوق باداره، تماشه شوم!

اى زما د زړه اواز اورې که نه!؟ 
اى زما پروردګـاره!! تماشه شوم

“شېخه” څه شوې؟ ميخانه کې نسکور پروت يم!
خير دى راشه کنه ياره! تماشه شوم

هله ساه مې پکې تنګه، تنګه کېږي
هله بيايه مې له ښاره، تماشه شوم

ډېر ارزان مې سر بولۍ ته غورځېدلى
ته رانغلې خريداره؛ تماشه شوم

په هېواد به مې بيا ښکلې شېبې راشي
بدې شپې ورپسې شماره، تماشه شوم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply