ايران خطرناکو کارونو ته لاس اچولی؛ په هرات کې ۸۰٪ ټروريسټي کړنې د دوی کونسلګري رهبري کړې

0 742

ايران خطرناکو کارونو ته لاس اچولی؛
په هرات کې ۸۰٪ ټروريسټي کړنې د دوی کونسلګري رهبري کړې

ایران په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د ملاتړ تر څنګ، د افغانانو تر منځ د مذهبي او قومي جګړو او اختلافاتو په را منځ ته کولو تورن دی او څو ځله داسې راپورونه خپاره شوي چې دغه هېواد یو شمېر افغان ـ سیاسي شخصیتونو او ډلو ته پیسې او وسلې ورکوي چې په افغانستان کې مذهبي او قومي اختلافاتو ته لمن ووهي او یا هم ورسره جګړه وکړي. 
دغه راز ایران په افغانستان کې داسې فرهنګي او رسنیز مرکزونه هم لري چې په ښکاره د دغه هېواد فرهنګ او ژبې لپاره کار کوي، مالي ملاتړ یې هغوی کوي، خو تبلیغات او نشرات ورته دوی کوي. 
اوس د هرات امنیتي چارواکي وايي چې د ترور ۸۰ سلنه پېښې په دغه ولایت کې د ایران کونسلګري رهبري کوي. 
د هرات د امنیه قومانداني د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې مدیر فضل‌ رحمان خادم ادعا کوي چې د ایران سپاه‌پاسداران په هرات کې د خپل سرکونسل محمود افخمي په وسیله په دغه ولایت کې د ترور نږدې ټولې پېښې پلان او رهبري کوي.
ښاغلی خادم وايي، د خپلې دندې پر مهال یې، د ترور پېښو په تړاو د ۴ ایراني وګړیو په ګډون ۱۳۴کسان نیولي چې ډېریو یې د ایران سپاه‌پاسدارانو په امر د دغه ولایت شخصیتونه او امنیتي ځواکونه ترور کړي دي.
دغه امنیتي چارواکی ادعا کوي چې په هرات کې د ترور پېښو په اړه شوې څېړنې یې ښيي چې مرمۍ په مسلکي توګه د ترور شوي کس په زړه یا سر لګېدلي او دا د عادي کسانو کار نه دی. 
د هرات د امنیه قومانداني د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې مدیر زیاتوي، د ایران سپاه‌پاسدارانو د ترهګرو له روزلو وروسته، هغوی ته د هر ترور په بدل کې ځکه ۱۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکولې چې د دوی له لوري شوي ترورونه پر پاکستان ور واړوي. 
فضل‌ رحمان خادم وايي، ایران د هرات طالبانو ته پیسې، وسلې او تجهیزات ورکوي. د خادم په وینا، سپاه‌پاسدارانو د عبدالله اکبري ډلې ته دنده ورکړې چې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه، چاودنې او ترورونه پلان او عملي کړي او وروسته یې بیا د داعش ډلې په نوم اعلان کړي. 
خادم زیاتوي، په هرات کې د ټولګټو او ملي پروژو له پرانيستلو او بشپړېدو سره هم‌مهال د ایران په امر د سوداګرو او پانګوالو د ترور پېښې هم ډېرېږي او دغه هېواد هڅه کوي چې خلک، په تېره بيا سوداګر له پانګونې زړه‌توري کړي. 
خادم له حکومتي مشرانو غواړي چې په افغانستان کې د ایران سپاه‌پاسدارانو د لاس‌وهنو نه یوازې مخه ونیسي، بلکې په هېواد کې د هغوی د شته ګوډاګیانو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، که نه خلک اړ دي چې پر وړاندې یې ودرېږي. 
دغه امینتي چارواکی ټینګار کوي چې د جرمونو نړيوالې محکمې ته یې په هرات کې د ایران سرکونسل محمود افخمي رشیدي په اړه شکایت هم کړی دی. 
په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو لا‌س‌وهنې تاییدوي او وايي، په دغه ولایت کې د ترور ډېری پېښې د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بيا ایران له سیاسي او اقتصادي موخو او ګټو سره تړاو لري. 
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، که په دې اړه ورته رسمي شکایتونه وشي، د قانون له مخې به یې وڅېړي. 
د نظامي او سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان هم نیوکه کوي چې حکومت د ګاونډیو هېوادونو ګوداګیانو او جاسوسانو پر وړاندې جدي اقدام نه کوي او همدا لامل دی چې ورځ تر بلې په هېواد کې د دغو هېوادونو ښکاره لاس‌وهنې او ترهګریز فعالیتونه زور اخلي. 
د دوی په وینا، تر هغې چې د افغانستان په چارو او کړکېچ کې د ګاونډیو، سیمې او نړيوالو هېوادونو لاسونه لنډ نه‌شي، په هېواد کې روانه جګړه، د شخصیتونو ترور او فرهنګي یرغل به همداسې دوام وکړي.
بله خوا په هرات کې د ایران کونسلګري یو چارواکی علي‌اکبر بابا وايي، د دغو تورونو په اړه ورته مالومات رسېدلي او تر بشپړو څېړنو وروسته به په دې برخه کې خپل دریځ او نظر په ډاګه کړي. 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات کې د ملي سوداګرو، شخصیتونو، امنیتي ځواکونو او یو شمېر نورو کسانو د ترور او تښتولو په اړه شکایتونه ډېر شوي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply