غزل / هېواد شیرزاد

0 945

 

يا به پاگل وي، يا به درد يا به احساس نه لري
هغه به څرنگه بنده وي چې وسواس نه لري!؟

هغوی چې ژاړي د وطن له درد و غمه ژاړي
هغوی به خاندي چې په زړه باندې بړاس نه لري

دا ځینې سم لکه چې کسب يې لړل وي په غم
دا ځینې سم لکه له مینې چې تماس نلري

غزل نيمگړی وي چې ته راشې پوره پوره شي
څوک وايي ښکلي پرمختگ کې د چا لاس نه لري؟

ته ورته گوره هېواد څنگه زړور غږيږي
د ښکلو مخکې بيا جرأت د کتو پاس نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply