د ایران د فاطمیونو لښکر په افغانستان کې

لیکوال: سید نصیب الله

0 1,242

له بده مرغه افغانستان اوس په یوه داسي‌ هیواد اوښتی چې د ایران د فاطمینو لښکر په افغانستان کې پراخ پرمختګ کړی او اوس حکومت څه چې نظام هم ګواښي.

د ایران د فاطمینو سره د اړیکو تور د افغان حکومت پر اوسني مرستیال سرور دانش او د ولسمشر پر سلاکار کریم خلیلي هم پوري ‌شوی دی.

دا دواړه هغه څېرې دي‌ چې تر نورو افغان سیاست والو زیات ایران ته نېژدې دي‌.

د فاطمینو لښکر په افغانستان کې تر طالب وسله والو زیات خطرناک بلل کېږي ‌او علت یې دادی چې هم دا ډله د کابل نه حمایه کېږي‌ او تر ډېره بریده یې دارو مدار پر لوړ پوړو افغان چارواکو دی.

د فاطمینو لښکر وسله والې ملېشې!  

د فاطمینو لښکر د وسله والو ملېشو شمېر که څه هم دقیقآ افغان حکومت او استخباراتو ته هم نه دی معلوم؛ خو د هغوی له ننګونو داسي ‌برېښي چې ښايي زرګونه وسله وال کسان ولري؛ ځکه دوی اوس دافغانستان نظام ننګوي‌ او د افغان پولیسو او پوځ په وړاندي‌ مورچلي ‌نیسي. ‌

په افغانستان کې د ایران د ګټو پالونکې دا ډله تر ډېره بریده په مرکزي ‌افغانستان او د ایران سره پر پوله شتون لري؛ خو وسله وال فعالیت د ایران سره پر پوله نه بلکه په مرکزي‌ افغانستان کې کوي. ایران ته نېژدې یوځل د فاطمینو لښکر د یوه پوځي قوماندان عبدالغني‌ علي‌ پور له لوري‌ په غور ولایت کې پیل شو خو وروسته دا فعالیت ځکه وځنډول شو چې مخامخ یې ایران ته ګوته نیول کېده.‌

د فاطمینو لښکر او عبدالغني‌ علي پور!

عبدالغني‌ علي پور د وردګو ولایت د بهسودو ولسوالي ‌اوسېدونکی دی چې په اروزګان ولایت کې د شجاعي‌ هزاره قوماندان له ملېشو په الحام اخیستلو یې په سیمه کې لمړی د (۵۰) کسانو په را غونډولو یوه ډله را پیل کړه؛ نوموړی د کریم خلیلي او سرور دانش ملاتړ له ځان سره لري او په ۲۰۱۸ کال کې چې د حکومت له لوري‌ ونیول شو د افغان حکومت د اوسني ‌دوهم مرستیال سرور دانش په شخصي‌ ضمانت را خوشي‌ شو.‌

په شمشیر مشهور علي‌ پور بامیانو ته د ایراني‌ استخباراتو د سفر پر مهال د هغه مهال د بامیانو والي‌ چې اوس د اطلاعاتو او کلتور وزیر دی په مرسته د فاطمینو لښکر غړی شو او ایران پراخ امکانات ورته ورکړل.

اوس داسي‌ راپورونه دي‌ چې علي‌ پور (۱۳۰۰)‌ وسله وال کسان لري‌ او په سیمه کې تر ډېره بریده د دوی د بریدونو او کړنو ښکار بېګناه پښتانه وي.‌

علي ‌پور څه موده په غور ولایت کې هم فعالیت کړی دی؛ خو هغه فعالیت په دې موخه بلل کېږي‌ چې نوموړي‌ له ایران نه خپلې ډلې ته امکانات برابرول.‌

د فاطمینو لښکر او افغان طالبان!

لکه څنه چې د نوري ‌نړۍ استخباراتي‌ ډلو په طالبانو کې خپل نفوس پراخ کړی هم دا ډول تر پآکستان را وروسته ایران دی چې تر ډېره بریده یې طالبان په خپله ولکه کې اخیستي دي.

طالبان د ایران سره داسي ‌تړون لري‌ چې په افغانستان کې به د فاطمینو لښکر په ځواکونو بریدونه نه کوي‌. دا علت دی چې په اروزګان کې هزاره توکمه شجاعي‌ او په میدان وردګو کې عبدالغني‌ علي‌ پور او طالبان کله هم له یوبل سره نه دي‌ مخامخ شوي‌.

طالبان چې په افغانستان کې د ۷۵ سلنه ځمکې د کنټرول دعوه لري‌ د دوی تر ولکې لاندي ‌سیمو کې د فاطمینو لښکر شجاعي او علي پور نېژدې هره ورځ وژنې کوي‌ خو کله هم ددغو وژنو خلاف نه طالبانو وسله را اوچته کړه او نه هم ددوی په خلاف طالب ویندویانو څه وویل.‌

طالبان او د فاطمینو لښکر له یو بل سره نېژدې خو پټ اړیکي‌ ساتي‌ او هڅه یې داده چې دواړه دیوبل سره په هماهنګي دافغان حکومت او اوسني‌ ولسواک نظام خلاف وجنګیږي.‌

د فاطمینو لښکر ته د حکومت اخطار!

دا لمړی ځل نه دی چې په اروزګان کې قوماندان شجاعي او په وردګو کې قوماندان عبدالغني علي پور چې په شجاعي مشهور دی حکومت اخطار ورکوي؛ بلکه داسي‌ ګوت څنډنې دغو قوماندانانو او د فاطمینو لښکر ته بیا بیا افغان حکومت کړې دي.‌

اوس تازه د افغانستان حکومت د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا علي‌پور مشهور په شمشیر یاغي او باغي اعلان کړ؛ خو دا اعلان د فاطمینو لښکر دې قوماندان ته لا نور شهرت ورکوي او د هغه د کړنو لمن لا نوره پراخیږي؛ په هم دې اعلان سره به علي‌ پور له ایران نه لا نور امکانات واخلي‌ او ځان به لا نور تکړه او پیاوړی کړي.‌

حکومت ته په کار دي‌ چې تر اعلاناتو وړاندي ‌لمړی د علي‌ پور نه په مرکزي حکومت کې د هغه د حمایت رېښې ورغوڅي کړي‌ او بیا یې بې اعلانه په خلاف داسي ‌عملیات وکړي‌ چې علي‌ پور ژوندی ترې بچ نشي او د فاطمیون لښکر نورو قوماندانانو ته به هم د عبرت سبب شي.‌

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply