د پاکستان سفارت دې نظم مراعت کړي

0 880

مطیع الله سحر


په افغانستان کې د پاکستان  سفارت د ویزې په برخه کې سخته ګډوډي پیل کړې. دوی په ښکاره کمېشنکارۍ او د خلکو ځورولو ته زمینې برابرې کړې دي. هلته هره ورځ په کتارونو کې په انتظار ستړي خلک نهیلي خپلو کورونو ته ستنېږي، ځکه د سفارت امنیتي کارکوونکي یوازې هغوی ته د ویزې اخیستلو اسانتیاوې ورکوي چې دوی ته پیسې ورکړي، که څه هم په دې برخه کې حکومت غوڅ اقدام وکړ او څو کسان یې ونیول او نور امنیتي کارکوونکي یې له یوې مخې بدل کړل، مګر هلته لا هم د ویزې د ورکړې په برخه کې لازمې اسانتیاوې او نظم نه دی رامنځته شوی.

 د افغان حکومت لپاره دا د وضعیت د زغملو وړ نه دی چې زمونږ هیوادوال ښځې، ماشومان او سپین ږیري کسان هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د پاکستان سفارت مخته انتظار کوي او کارونه یې نه کېږي. که د پاکستان د سفارت مسوولین په دې برخه کې اقدامات ونه کړي، نو د افغانستان حکومت باید یا د پاکستان سفارت وتړي او یا هم هغوی دېته مجبوره کړي چې د خلکو عزت، ستونزو او نظم ته پام وکړي او په جدي ډول یې مراعت کړي.

پاکستان ته د افغانانو تګ شوق نه، بلکې مجبوریت دی، ځکه ځینې د خپلو ناروغانو د درملنې او ځینې نور هم د کاروبار او خپلو کورنیو د لیدنې لپاره پاکستان ته ځي. که چېرې د حامد کرزي په وخت کې چې افغانستان ته پرېمانه نړیوالې مرستې راغلې ، په هغو مرستو دلته د اساسي روغتونونو د جوړېدو او د کډوالو د راستنېدو چارې ترسره شوې وای، نو باور دی چې نن به په دغومره زیات شمېرې کې افغانان د پاکستان تګ ته مجبوره نه وای.

د افغانانو له پاکستان نه زړه نه صبریږي ځکه د افغانستان په پرتله هلته روغتیایي اسانتیاوې ښې او ډېري دي،یو شمېر هلته کاروبارونه لري چې خپله سرمایه یې هلته په کاروبار مصرف کړې نشي کولی چې کارونه په نیمه کې پریږدي، او بعضې بیا هلته خپلوي لري، نو ځکه د ټولو افغانانو تګ هلته لازم دی. په همدې وجه په افغانستان کې د پاکستان د سفارت او کونسلګرۍ په وړاندې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

هر کال له افغانستان نه په میلونونو افغانان هلته د طبابت لپاره ځي چې په سمه توګه یې د ناروغانو تداوي وشي، خو په دې برخه کې افغان حکومت هم  د خپلو هیوادوالو لپاره ستونزې حل کړي چې هیواد ته یې پیاوړي بااستعداده ډاکټران راوستل چې اوس دغه ستونزه یو څه کمه شوې.مګر که دې برخې ته پام ډېر شي له یوې خوا به د افغانانو تګ راتګ کم شي، له بلې خوا به میلیونونه هغه پیسې چې پاکستان ته ورکړل کېږي په هیواد کې مصرف شي.

جمهوررئیس غني ژمنه کړې وه چې افغان کډوال به هیواد ته راستانه کړي، خو د جنګ له شدت او د وچکالۍ له امله لا هم ګڼ هیوادوال راتګ ته زړه نه ښه کوي، که څه هم ولسمشر څو ځله د افغان کډوالو استازو سره په کتنه کې هغوی ته د لازمو اسانتیاو د برابرولو ژمنې وکړې، مګر لا هم ګڼ افغانان په پاکستان او ایران کې مېشت دي. حکومت دې د ویزو په برخه کې نظم رامنځته کړي او د افغانانو لپاره دې روغتیایي باکیفیته اسانتیاوې زیاتې کړي، تر څو هغوی پاکستان ته زړه ښه نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply