د افـغـانـسـتـان او پـاکـسـتـان د سـولـې مذاکرات/ مطیع الله سحر

0 904

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلی محمدحنیف اتمر د پاکستان د لومړي وزیر په رسمي بلنه د یکشنبې په ورځ دغبرګولي په ۷نېټه پاکستان ته یو ورځنی رسمي سفر وکړ.  

د ملی امنیت د سلاکار محمدحنيف اتمر په مشرۍ دغه افغان پلاوی چې د ملي امنیت رئیس او د کورنیو چارو وزیر هم پکې شامل وو، په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار، لوی درستیز، د امنیتي دستګاه له مشرتابه، د بهزنیو چارو وزارت له مرستیال او یو شمیر نورو پاکستاني  چارواکو سره وکتل .

د دغه سفرپه ترڅ کې دسولې په اړه، دعمل پلان د چوکاټ  او بېلابېلو موضوعاتو  په اړه بحث وشو. دواړو لورو په دې توافق وکړ چې د یوه بل پر وړاندې به د یوه هیواد جغرافیه هم نه کاريږي. د افعانستان په مشرۍ به دسولې پروسې جدي ملاتړ کیږي. تر ټولو مهمه دا چې ګډه کاري ډله به د عملي لاروچارو لپاره زمينه مساعده کړي.

کابل او اسلام اباد به د نظامي افسرانو ګډه ډله جوړوي او په دواړو هیوادنو کې به هغه مرکزونه اوکسان په نښه کېږي چې ترهګریز فعالیتونه کوي، په دې کار سره به دافغانستان او پاکستان ګډ باور رامنځته او ګډ دښمن به هیڅکله هدف ته نه رسېږي. پرېکړه شوې چې داسلام اباد د نظامي افسرانو یوه ډله به په کابل او دکابل د نظامي افسرانو یوه ډله به په اسلام اباد کې وي،او دواړه به دګډ دښمن پروړاندې اقدامات کوي.

دعمل په ګډ پلان کې له پاکستان غوښتنه شوې چې طالبانو لوړپوړو طالب چارواکو سره خبرې کوي، چې له افغان دولت سره یې دسولې خبرو ته حاضر کړي. د طالبانو لوړپوړي چارواکي په پاکسستان کې ښکاره اویا پټ اوسېږي، د پاکستان حکومت او ديني علما پرې نفوذ لري، نو کولی شي چي افغان دولت سره یې خبرو ته کېنوي او یا ورته خبرداری ورکړي چې له خاورې يې ووځي اوس په دې پلان کې شته چې طالبان به یا سوله کوي،یابه دپاکستان له خاورې وځي او یابه وژل کېږي.

دبندیانو تبادله دعمل پلان یو بله ماده ده چې دواړو هیوادنه به هغه بندیان یو بل ته سپاري چې جرایم یې کړی وي او کابل،یا اسلام اباد کې نیول شوي وي. د بندیانو تبادله د سولې بهیر سره مرسته کولی شي، ځکه همدا اوس د ملا برادر په ګډون زیات طالب مشران له پاکستان سره بندیان دي او که افغان لوري ته دبندیانو په تبادله کې وسپارل شي،افغان حکومت ترې دسولې په برخه کې ګټه اخیستلی شي.

د راکټونو د بندولو په اړه د عمل پلان دا ماده د افغان لوري لپاره مهمه ده ځکه کلونه وشول چې د پاکستان پر کونړ او ننګرهار راکيټي بریدونه کوي او په دې تړاو بیا هیڅ ځواب نه وایي، په پلان کې شته چې یو ګډ پلاوی به د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې راکيټي بریدونه څېړي.

دغه بریدونو تراوسه په سلګونه کورنۍ اړ کړي چې له سیمو ووځي اوخوندي سیمو ته لاړ شي،د دې تر څنګ لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې دي، نو د عمل پلان په عملي کولو سره به دغه ستونزه حل شي.

په دغه ناسته کې په دې هم بحث وشو چې د ډیورنډ کرښې هغه غاړه قابیلو مسایل باید جدي ونیول شي او هغه برحقه غوښتنې چې لري یي باید ورته رسیدګي وشي دقبایلو سترګې افغان حکومت ته دي چې دحقونو پوښتنه به یې له پاکستانه کوي.نو له همدې امله افغان حکومت په دې ناسته کې دا خبره شامل کړه چې  د قبایلو حقونه به ورکول کېږي، او هیڅ ډول زور زیاتی به پرې نه کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply