ډیــورنـډکـرښـه یو ناسور ټپ/ مطیع الله سحر

0 765

ډیورند کرښه هغه ناسور ټپ دی چې درملنه یې یوازې او یوازې له افغان ولس سره دی، مګر تور پنجاب دغه ټپ رغېدلو ته نه پرېږدي. د تاریخي اسنادو له مخې دغه ناسور ټپ په ۱۸۹۳ز. کال دنومبرپه۱۲نېټه برتانوي هند پر امیرعبدالرحمن خان پر زور تحمیل او لاسلیک کړه. ډیورنډ یې ځکه بولي چې هنري مورټېمرډيورنډ دبرتانوي هند دبهرنيوچارو مرستیال و او په دې برخه کې د هغه هڅې زیاتې محسوسې وې.

په پښتني سیمو کې دغه تقریباً دوه نیم زره کیلومتره تېره شوې کرښه زموږ د واحد او نه بېلېدونکي قوم د وېش ناکامه هڅه وه. دا د هغه مهال ناورین او کیسه ده چې اوسنی پاکستان لا زېږېدلی نه و، مګر پاکستاني مقامات د افغانستان اوسني وضعیت او داخلي ستونزو څخه په استفادې کوښښ کوي چې دغه بدمرغه او فرضي کرښه پرافغان حکومت او ولس تحمیل کړي، مګر دوی لا له دې بې خبره دي چې افغانان په رضا دوزخ ته تګ هم مني او قانع کېږي، مګر په زور جنت ته هم نه ځي.

 پاکستانی لوری لا له دې هم بې خبره دی چې د ډیورنډ د برخلیک په اړه د پرېکړې واک د حکومتونو نه، بلکې د دغې کرښې دواړو غاړو ته د پرتو قومونو او ولسونو دی. پاکستان د همدغه شوم نیت په موخه لومړی جهادي ډلې او ټپلې وکارولې، هغوی چې نتیجه ورنه کړه، د طالبانو پروژه یې رامخې ته کړه او تر ننه یې طالبان په غېږ کې نیولي او پر افغان حکومت یې د فشار په توګه کاروي، تر څو دوی ډیورنډ کرښه د ځان کړي، په دې وروستیو کې یې لا د اغزن تار د تېرولو او له دغې سیمې د خپلې تورې او بدمرغې غېږې د را چاپیرولو ناوړه هڅه کوي، مګر سیمه او خاوره په تارونو او غېر را چاپېرولو نه، بلکې په نړیوالو اصولو او قوانینو خپلېږي.

په هغو کلونو کې چې هند د برتانوي امپراتورۍ یوه برخه وه، نو د افغانستان په سرحدي سیمو کې انګرېزان له افغان غازیانو تر پوزې رسېدلي و او دوی به چې مازې د افغانستان لورته خپلې بدمرغه سترګې را واړولې، نو افغان غازیانو به مرګونی برید ورباندې کړ. کله چې انګرېزان د افغان غازیانو پر وړاندې بې وسه او بې ځوابه شول، نو بالاخره یې د خبرو او فشار لاره خپله کړه او امیرعبدالرحمن خان سره یې ډیورنډ تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون یوه موخه او مانا دا هم وه چې په سرحدي سیمو کې به دواړه لوري (افغانان او انګرېزان) یو پر بل برید او غرض نه کوي، مګر انګرېزانو به چې کله هم په ښکاره او یا پټه د افغان خاورې د لاندې کولو اراده او هڅه وکړه، نو افغان غازیانو به یې هڅه ورشنډه کړه او دوی به یې بېرته په شا وتمبول.

افغان خاوره چې انګرېزانو د هغه ټول قوت باوجود لاندې نشوه کړای، پخواني شوروي اتحاد ونشوه نیولای، نو دا کوچنی پاکستان چې په خپله په داخل کې ګڼې ستونزې او کشمکشونه لري، نو دوی به په کوم جرئت او زور وتوانېږي چې د افغانستان دغه خاوره خپله او لاندې کړي.

دا سمه ده چې تېرو څلوېښت کالو جنګونو افغانستان سخت ځپلی او زموږ خلک یې زورولي دي، خو دومره یې هم نه دي ځپلي او کمزوري کړي چې تور پنجاب دې د دوی د خاورې د لاندې کولو هڅه وکړي او زموږ خلک دې ارام کېني. پاکستان دې د افغانانو د همت د ازموینې نه لاس واخلي او د خپلو شومو موخو لپاره دې یو افغان پر بل افغان نه وژني، یا دې طالب وسله وال په دې برخه کې له سیاسي شعور څخه کار واخلي او د ډیورنډ کرښې د لاندې کولو او رسمي کولو په برخه کې د پنجاب د ګټې لپاره د خپل هېواد او ولس له دښمنۍ لاس واخلي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply