د سولې کال/ مطیع الله سحر

0 929

۲۰۱۸ میلادي کال د افغانستان لپاره خونړی کال و، ځکه د هیواد په ښارونو، جوماتونو، لویو لارو، عامه ځایونو، ملکي تاسیساتو، فرهنګي مرکزونو او ګڼو نورو ځایونو کې زموږ عام هیوادوال د ترهګریزو بریدونو پرمهال په نښه او په ډېره بې رحمۍ ووژل شول، خو د سولې وروستیو راټوکېدو هیلو ته په پام افغانان هیله من دي چې ۲۰۱۹ میلادي کال به د تېر کال په څېر نه وي او نه به هغسې ناوړه کړنې تر سره شي، بلکې دا به د سولې کال وي.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې د سولې خبرې ډېرې تودې وې او افغان حکومت هیله لري چې په روان میلادي کال کې به افغانستان د یوې باثباته سولې شاهد ووسي، ځکه حکومت د سولې لپاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې یې له افغان وسله والو طالبانو څخه هم هیله داده چې مخامخ مذاکراتو ته چمتو شي. د افغانستان بهرني شریکان او ګاونډي هیوادونه هم په دې برخه کې هڅې کوي ترڅو طالبان دېته راضي کړي چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ مذاکرات وکړي، ځکه له دې مه واره سوله ناشونې اېسي.

افغان حکومت وايي چې د سیمې هیوادونه هم هڅې کوي چې افغانستان د سولې شاهد واوسي او د افغانستان وګړي چې کلونه کېږي کړاونه ګالي. سږکال چې له یوې خوا د افغانستان د خپلواکۍ سلیزه پوره کېږي او له بل پلوه باور دی چې سوله به راشي، نو افغانان به دغه دواړه خوښۍ په ملي جشنونو ونمانځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چې ښاغلی زلمی خلیل زاد د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه. زلمي خليل زاد هم سمد لاسه لاس په کار شو او د نړۍ هیوادونو امریکا، روسیې، سعودي عربستان، ایران او پاکستان ته یې خپل سفرونه وکړل.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم په افغانستان کې د سولې لپاره خوشبیني ښودلې. او پر نړۍ والو یې هم دا غږ کړی چې باید نور په افغانستان کې سوله راشي او افغانان له هر ډول کړاونو څخه وژغورو. او دا د افغانانو لپاره یو ښه فرصت برابر شوی دی چې په دې هیواد کې ۴۰کلنه جګړه پای ته ورسوي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني هم خپلو هیوادوالو ته دا ډاډ ورکړی چې د خدای پر مرسته او ستاسو پر مرسته به په افغانستان کې سوله او ارامي راشي. مګر سوله باید د کوم بهرني او ګاونډي د هدیې په توګه نه وي، بلکې سوله باید په بین الافغاني مذاکراتو کې وشاربل شي، ټول اړخونه یې وسنجول شي او د دغو بحثونو په پایله کې به داسې سوله راشي چې ټولو هیوادواولو ته د منلو وړ وي، د هیواد عزت او د ټولو حیثیت په کې خوندي وي.

افغانان او افغان حکومت د داسې سولې غوښتونکي نه دي چې د موقت جوړجاړي په بدل کې د قرارداد په شکل راشي، ځکه دغه ډول سوله به خدای مکړه یو بل بحران وزېږوي او افغانان به په خپلو کې په کورنیو جنجالونو او شخړو سره اخته کړي. موږ پایداره سوله غواړو، باعزته سوله غواړو، داسې سوله غواړو چې پر هیواد تحمیل شوي جنګ ته په اساسي توګه د پای ټکی کېږدي.

 

   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply