نظر / نوروهاب څپاند

0 549

د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې (د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره  کړ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ‌‌‌‌‌‌ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ‌‌‌‌‌‌ډګروال دی ، د ‌‌‌‌‌‌ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم. 

هغه لیکې : په چاینا ‌‌‌‌‌‌ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چین د متحد پاکستان یوه لیکونکې ( پاکستان د افغانستان د سولي د بهیر کیلي ده.) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړي. هغه په کنایه او شرمونکې توګه د افغانستان د راتلونکې اړوند د چین – پاکستان د پلان په هکله څرګندونې کړي دي .

د دې څرګندونو ریښه د بیجینګ د غیرحکومتې تینک تانک (تحقیقاتي انستیتیوت) څخه چې د چین او نړیوال کېدو مرکز نومیږې، منشا اخلې. دا مرکز د یو شمیر لوړپوړو چارواکو له خوا جوړ او مخته بیول کیږي چې یو له دوي ، په نړیوال سوداګریز سازمان کې د چین د غړي کولو مشر مرکچې ‌ؤ. 

د نوموړې لیکوال مقاله په تیرو ۱۷ کلونو کې د بیځایه او له هغې څخه د ډ‌‌‌‌‌‌ډې کېدونکې جګړي ملامتې د امریکا په غاړه اچوي . خو  په حقیقت کې دا پاکستان دی چې طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي، د هغوي د لښکر ملا تړې کوي کوم چې د نورو د ګټو له پاره جګړه پر مخ بیایې او بې شمیره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . د لیکونکې د نظریې خلاف، دا د افغانستان جګړه نه ده چې ټوله سیمه یې بې ثباته او په خطر کې اچولي وي ، بلکه دا د پاکستان کورنۍ پالیسې ده چې اسلامې بنسټ پالنې ته وده ورکوي ، د قومونو خود ارادیت تر پښو لاندي کوي او په بهرنۍ پالیسۍ کې د ترهګرۍ څخه د ابزارو په توګه د استفادي له وجې جګړه اوږدوي. 

لیکوال د پاکستان تر څنګ ، له جنوبې اسیا څخه په چټکی د امریکا د ایستلو په چاره کې د چین، روسیي، ایران او ترکیي رول ته ګوته نیسې. همدارنګه د یو کمربند او یوي لاري د باالقوه نوښت، په ځانګړي توګه د چین –  پاکستان د اقتصادي دهلیز له پاره چې یورو اسیا، یانې روسییه او منځنۍ اسیا د افغانستان له لاري د ګوادر بندر سره مښلوي، د امریکا وتل اړین ګڼې. لیکوال ادامه ورکوي، دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د ویتنام په څير امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځې او پاکستان کولی شي د هغوي د خوندي وتلو اسانتیا برابره کړي. تر څو چې امریکا وتلو ته غاړه کینږدي، تر هغې به طالبان په افغانستان باندي خپل بریدونه جارې ساتې . د لیکوال په نظر د کیسې په پاي کې د چین د یو کمربند او یوي لارې نوښت او د شانګهاي د تړون اهداف هغه وخت ترلاسه کیږي چې د چین –  پاکستان پلوي باثباته افغانستان را منځ ته کېدل یقینې شي.

دلته د چین – پاکستان پلان داسې ‌‌‌‌‌‌ډاګیزه کیږي:

د چین متحد پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات کړي چې د هغه هېواد حکومت کمزوری شي او په امریکا به دومره زور راوړي چې هغه د وتلو معاملي ته غاړه کیږدي . د پاکستان ، ایران ، روسیي او ترکیي سره جوخت به چین هم د منځګړتوب رول خپل کړي. 

د افغانستان له پاره به یو ایتلافې حکومت چې د طالبانو ، منځلارو پاکستاني – چینایي پلوه افغان سیاستوالو څخه جوړ وي ، وړاندیز شي . د دې سره جوخت به د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالویش هم تیاریږي. 

افغانستان ته به د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د اشتراک بلنه ورکړل شي ، د شانګهاي د سازمان اصلي غړیتوب ته به پورته شي چې د هغه هېواد د بیا جوړونې او ودي اساس برابروي .

پاکستان به د طالبانو د ملاتړ څخه لاس اخلې او د چین – پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره چې نور طالبان له افغانستان څخه لیري باسې یو ځاي شي ، د کوم څه له پاره چې لا له وړاندي مشترک تمرینونه تر لاس لاندي دي او له کله چې په کابل کې د چین او پاکستان پلوی حکومت تثبتیږي. 

د جنوبي اسیا د اقتصادي ولکه کولو له پاره به چین په بلوچستان او عرب سمندرګې کې پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړوي او په دې توګه به د هند سمندر د شمال او د فارس خلیج د اساسي سمندري لارو کنترول په لاس کې اخلې . په جیبوتې کې چینایي سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډه به د جنوبي چین د سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډو سره وتړي او هندوستان به کنج ته کړي. 

د انګیزي له مخې د خبرو اترو میز ته په طالبانو تمرکز ، ښيې چې د امریکا حکومت د چین- پاکستان د پلان په وړاندي په جنوبي اسیا د غلبې کولو کومه ستراتیژي نه لري.

یادونه :

که د لاورینس سلین لیکنې ته چې د پاکستانې لیکوال د هغې لیکنې په تړاو شوي چې سرچینه یې د بیجینګ تینک تانک  ً د چین او نړیوال کېدو مرکز څخه منشا اخلې، وګورو وینو چې پاکستان، چین، روسییه، ایران او ترکیه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه په مشترک ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان ځمکه کاروي ، جګړي ته ابعاد ورکوي او ان د سولي چاره په خپل لاس کې نیسې . د افغانستان له پاره د موقتې حکومت طرح راباسې او د افغانستان راتلونکی اقتصادي ټولنیز انکشاف پلانوي او چین ته په سیمه کې د امریکا د بدیل په توګه وړ ځاي لټوي.

د افغانستان د حکومت دننه ، په سیاسي تنظيمونو ګوندونو ، مدني ټولنو او د عامو افعانانو په منځ کې یو تعداد کړۍ او ځينې مستقل شخصیتونه هم په یو شمیر کچو کې د ورته نظر پلوي او یا مشابه طرحو ته عملي کار کوي. ځکه په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ملي پریکړو کې د نظر تشابه او ورته والی کمزوری ښکاري . که د افغانانو اګاه کتګورۍ دغو حساسو او سرنوشت ټاکونکو مسألو ته له ملي افغاني لېدلوري پام ونه کړي ، ‌‌‌‌‌‌ډيره ستره تیروتنه به وشي چې د هغې جبران به بیا په هره بیه ناشونی وي.

له دې کبله د سولي د بهیر، د نړیوالي ټولني سره د مشارکت ، د افغانستان د هر اړخیز انکشاف او سلامت مسألي زموږ ټولو هېوادنۍ چلن ایجابوي! 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply