د شریعت او قانون نه توپیر، د لویو تېروتنو سرچینه / مجيد قرار

0 889

زموږ د ځینو مخلصو اسلامکارو د تېروتنې یوه عمده سرچینه د دوی په نزد، د قانون او شریعت د مفهمونو د توپیر نه وضاحت دی.
دوی وایي، اسلام زموږ قانون دی، بل قانون نه منو. کله بیا وایي چې اساسي قانون نه منو، ځکه د خدای قران موجود دی. که څه هم، د نورو هېوادونو اسلامکاري په خپلو هېوادونو کې قوانین مني، خو په افغانستان کې دوی هم اسلام او نظام، اسلام او قانومندي په ټکر کې ګڼي او د نړۍ ټول مفتیان په افغانستان کې د قانون او اسلام پر ټکر باوري دي.
که څه هم، د پاکستان او نورې نړۍ شیطان صفته خېټور په دې اړه جاهل نه دي، بلکې تجاهل کوي، خو د افغانستان ځینې سر ناخلاصي بیا پر دې توپیر نه پوهېږي. راځئ چې په دې اړه یو لنډ بحث وکړو.
قانون او شریعت توپیر لري. ځینې مهم توپیرونه یې لاندې دي؛
۱. شریعت د قانون سرچینه ده چې البته، قانون له شریعت پرته، ځینې نورې سرچینې، لکه عرف، اجماع، قیاس، تخنیکي پوهه «دنیوي علم» هم غواړي.
۲. قانون انسان جوړوي. شریعت خدایي او د وحیې زېږنده دی. په دې اعتبار، د وضعي او غیروضعي قوانینو اصطلاحات غلط دي. شریعت غیروضعي دی، قوانین ټول وضعي وي.
۳. قانون له وخت او ځای سره تغییر کوي، شریعت نه بدلېږي.
۴. قانون عمدتاً له فردي رویې او فردي اخلاقو سره هومره تړاو نه لري، مګر دا چې پر نورو اثر پرېباسي. مثلا، د درواغو ویلو لپاره جزا نه ټاکي، مګر دا چې په بل چا پورې تړاو ولري. په شریعت کې بیا ټول اخلاقیات، فردي رویې او عبادات نه دي شامل.
۵. قانون محدود وي. ټول ژوند نه پوښي. شریعت محدود نه دی. د ټول ژوند لپاره دی.
۶. قوانین دنیوي چارې، لکه ټرافیکي مسایل، زراعت، کانونه او زرګونه نورې چارې را نغاړي. د شریعت بیا له دې سره کار نه‌شته چې کوم بوټی چېرته کرل کېږي او کوم موټر ته د څومره بار وړلو اجازه ده.
پورته موضوعاتو ته په کتنه، ویلای شو چې اسلامي فقه قانون دی چې د وخت له احوالو سره تدوین شوې. یوه برخه یې چې په حالاتو، مکان او زمان پورې اړه لري، بدلېږي او یوه برخه یې چې په ځای او وخت پورې تړاو نه لري او معمولاً عبادات را نغاړي، نه بدلېږي.
مثلاً چېرته چې شپه ورځ شپږ شپږ میاشتې وي، هلته د لمر را ختل او لوېدل د روژه‌ماتي او روژې نیولو معیار نه دی. په دې اړه احکام بدلېږي.
یا مثلا، هغه جغرافیه چې پر اساس یې د اسلام سیاسي فقه تدوین شوې وه، نوره نه‌شته. اوس نړۍ په دارالحرب، دارالاسلام او دارالکفر نه‌شي وېشل کېدای. نړۍ په هېوادونو وېشلې. د افغانستان هندو په هند کې بېګانه او د افغانستان مسلمان په سعودي کې بېګانه دی. بلکې په سعودي کې د افغانستان تر مسلمان د امریکا کافر ته ډېر درناوی کېږي.
هېوادونه د مسلمان او کافر پر اساس نه، بلکې د ملي ارزښتونو پر اساس را منځ ته شوي. مالیزیا تر نيمې زیاته له کفارو جوړه ده او په هندوستان کې تر افغانستان څو چنده زیات مسلمانان اوسېږي.
په دې اړه نوي اجتهاد ته اړتیا ده.
البته، دا اجتهاد د شریعت په اړه نه دی. شریعت پر ځای او نه بدلېدونکی دی. اجتهاد د فقهې یا اسلامي تقنین په برخه کې ضروري دی. که څنګه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply