د تحول لسیزې ځوانه رهبري خلق کړې

0 668

محمدروښان ښاد


ولسمشر غني د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې ملي او ګټورې طرحې لرلې چې ځینې یې تطبیق شوې او ځینې یې لا هم د تطبیق په حال کې دي. د بېلګې په  توګه یې د اصلاحاتو، زیربنا، ترانزیت، خصوصي سکتور د ودې او سولې برنامې یادولی شو. که څه هم د ولسمشر غني د حکومت تېر څلورنیم کلونه سخت کلونه و، ځکه ورځ تر بلې جګړه پېچلې شوه، پراخه شوه او د بین المللي تروریزم د ګروپونو فعالیتونه زیات شول. که چېرې د جګړې مدیریت و د ولسمشر غني وخت نه وای نیولی، نو باور دی چې اوس به حکومت په بېلابېلو برخو کې د اوس په نسبت څو برابره زیاتې او محسوسې لاسته راوړنې لرلی.  

د ټولو ستونزو باوجود په تېرو پنځو کلونو کې حکومت متحول او متحرک شوی دی. ستونزې یې تشخیص کړي او هغو ته مناسبې حل لارې لټول شوې دي. د افغانانوغوښتنې او لومړیتوبونه تعریف شوي دي. حکومت اوس د دې جوګه دی چې د څو بُعدي جګړې په جریان کې هم د اصلاحاتو لپاره لاره هواره کړي. ولسمشر غني هڅه داده چې د دغو اصلاحاتو او برنامو پر مټ افغانستان د پردیو له احتیاجه وباسي او په خپلو پښو یې ودروي.

د ملي یووالي حکومت په تېرو څلورو کلونو کې نويو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو ظهور کړی تر څو د نوي افغانستان رهبري په لاس کې واخلي. دوی په جګړه کې پیدا شوي، او د سختیو او د فرصتونو په هغه څرک کې لوی شوي چې د نړیوالو له خوا له ۲۰۰۱ وروسته برابر شوی. دوی په نړۍ او د افغاني حقیقت پر تریخ پراډاکس پوهېږي. دوی د دې مهارت، ظرفیت، ژمنه او لید لري چې د تحول لسیزې دویمه نیمايي تر ۲۰۲۴ او تر هغه هاخوا رهبري کړي.

جمهوررئیس ځوانانو ته پاملرنه ډېره کړې او هغوی یې داسې مخاطب کړي: زه تاسې دې ته هڅوم تر څو دا جرأت او قرباني ولرئ چې خپل دښمن په غېږ کې ونیسئ، سره یو شئ او خپل هېواد سوکالۍ ته ورسوئ. په داسې حال کې چې زه په خپلو ځوانو افغان رهبرانو باور لرم، راتلونکی تر ډېره په دې متکي دی چې ایا زموږ نړیوال او سیمه ییز شریکان دغو نويو افغانانو سره متقابلې ګټې او مشترک عوامل پیدا کوي که نه.

که غواړو چې واقعي پرمختګ، سوله او ثبات وګورو، نو د بدلون دغه نسل سره باید شراکت وشي. د تحول لسیزه بشپړه شي، سوله وشي او خودکفایي په حقیقت بدله شي. پایله به یې یو با ثباته او ولسواک افغانستان وي، دا په طبیعي منابعو پانګونې ته شرایط برابروي.

څومره چې موږ ثبات ته نږدې شو، نو همدومره به موږ په دې وتوانېږو چې افغان کډوال له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه کړو. په ټوله نړۍ کې مېشت افغانان منسجم کړو. ښځې به په ټولنه، اقتصاد او سیاست کې خپلې ودې ته دوام ورکوي. غربت به په پراخه پیمانه کم شوی وي. زموږ ادیان، قومونه او ژبې به نور د تفرقې د ابزار په توګه نه استعمالېږي او موږ به په اخلاص یو بل په غېږ کې نیسو چې ټول شموله ملت جوړ کړو.

د دې ټولو ترڅنګ او زموږ د ټولو د ګډو هڅو له برکته به نړۍ د افغانستان اصلي انځور وګوري؛ د ملي میراث له پلوه یو بډایه ځای، ښایسته او زړه راښکونکې منظرې، داسې یو مېلمه پاله اسلامي فرهنګ چې زغم ته ارزښت ورکوي او داسې خلک چې مېلمه پالنې او ملګرتیا کې تعهد لري. یانې موږ کولی شو هغه ارزښتناک داستان چې زمونږ کرکټ ټیم خلق کړی د خپل ژوند په ټولو برخو کې تکرار کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply