ولې په سريلانکا کې اقتصادي کړکيچ ؟

ليکوال: زاهد الله (محمدي)

490

ليکوال: زاهد الله (محمدي)

جنوبي اسيا پوهنتون کې  دکتورا سکالر

ولې  په سريلانکا کې اقتصادي کړکيچ رامنځ ته شوی؟ د چين رول ته کتنه

د څو اونيو راهیسي د بد اقتصادي وضعیت له امله په سريلانکا هېواد کې د حکومت خلاف پراخه لاريونونه روان دي. دغه هېواد  ۲۲ ميليونه نفوس لري او جنوبي اسيا کې موقعيت لري. د اقتصادي بحران د رامنځ ته کیدلو لوی لامل یې د بهرني اسعارو نه درلودل دي ، چې له امله یې دغه هېواد نشي کولای د وارداتو لپاره اداينه ترسره کړي، په ځانګړي ډول د تيلواو  ګازو لپاره چې د بريښنا د قطع کيدلو سبب شوي او په لومړي ځل پکې بريښنا د ۱۳ ساعتونو لپاره قطع شوه.  همدارنګه د دغه هېواد ملي کرنسۍ د ارزښت غورزیدلو له امله انفلاسيون رامنځ ته شوی.

پړه يې پر چا ده؟

د يو حکومت دنده او مسؤليت په اقتصاد کې ښورا مهم دی، د منابعو د ځانګړي کولو او د عوايدو د ویش ترڅنګ د دولت مهمه دنده د اقتصادي ثبات رامنځ ته کول دي . سريلانکا له دې امله د اقتصادي بحران سره مخامخ ده چې د نوموړې هېواد چارواکو  په مکرر ډول بي پروایي وکړه او په سم ډول یې اقتصادي پلانونه عملي نکړل. د اسيا د پراختيايي بانک د یوې مقالې په اساس نوموړي هېواد غبرګوني کسرونه ( د بودیجې کسر او د جاري حساب کسر ) په يو وخت کې  تجربه کړ. ولسمشر یې د ټاکنو د ګټلو څخه وروسته د مسلکي خلکو پرځای خپلوان او نظاميان وټاکل، د مثال په ډول مخکنی ولسمشر چې ورور یې وو لومړی وزیر وټاکه، بل ورور یې د مالیې وزیر وټاکه. خو حکومت د اقتصادي کړکيچ  لامل  کورونا  یادوي . د ۲۰۰۹ کال راهیسي ، کله چې د سریلانکا حکومت د بيلتون غوښتونکو  تامل پړانګانو خلاف فوځي بریا ترلاسه کړه او کورنۍ جګړه پای ته ورسيده ، نو حکومت بهرنيو پورونو ته مخه کړه او په بیساري ډول یې د پانګوني لپاره پورونه ترلاسه کړل چې د پورونو مجموعي اندازه یې تر دا مهاله ۵۱ ميليارد ډالرو ته رسیدلي . پدې ډول د پورونو ترلاسه کول چې  مالي منابع او اقتصادي پلانونه ونلري، د يو حکومت لپاره په لویه بيه تماميږي. دا پدي مانا ده چې په تیرو ۱۵ کلونو کې یې پورونه ترلاسه کړل، خو پداسی برخو کې یې پانګونه ونکړه چې وکولای شي بیرته تري عواید ترلاسه کړي، یعني لګښتونه یې زیات وو خو عوايد یې نه درلودل.

د سريلانکا اوسنی  ولسمشر ګوتبايا راجپکسا چې جنګي سابقه لري او د تامل پړانګانو خلاف جګړې  د یو اتل غازي په حیث ورته کتل کیده ټاکني  وګټلي،  په ۲۰۱۹ کال ټاکنو کې  یې ژمنه  وکړه چې په مالیه کې به کموالی راولي،هغه پدې باور وو چې د ماليې د کموالي له امله به اقتصادي وده رامنځ ته شي، ځکه د ماليې  کموالی د لګښتونو او پانګونې د زیاتوالي سبب ګرځي خو  په حقیقت کې د ماليې کموالی دغه هېواد لپاره عواید کم کړل . بل  دا چې ورپسي د کورونا وبا رامنځ ته شوه، نو دغه هېواد ورڅخه سخت متضرر شو، ځکه د  دغه هېواد د اقتصاد زیاته برخه  په سياحت متکي ده، سیاحت د سريلانکا لپاره د عایداتو ستره سرچينه ده ، په کال کې ورڅخه ۵ ميليارد ډالر ترلاسه کوي، خو د کورنایې بنديزو له امله دغه هېواد  ته د بهرني سيلانیانو ورتګ په ټپه ودریده چې  له امله یې د اقتصاد زیاته برخه فلج شوه. همدارنګه یې  په کيمياوي سرې بنديز ولګاوه او پرځای یې عضوي سرې استعمال ته خلک وهڅول چې دا کار له یوه طرفه د بزګرانو د سخت مخالفت سره مخامخ شو او له بل پلوه د زراعتي حاصلاتو په ځانګړي ډول د وریجو او چايو حاصل کم کړ.  د بهرنيو اسعارو نه شتون بل لامل د پانګونې نړيوال بازار څخه محروميدل دي، کله چې د پورونو درجه بندۍ نړیوالو ادارو سريلانکا لپاره  درجه راکمه کړه  او د هغه هېوادونو په نوملړ کې یې وشميره چې نشي کولای خپل پورونه پخپل وخت ادا کړي،  نو له امله  سريلانکا ونشو کولای د پانګونې نړیوال بازار ته د پور لپاره لاس رسی ولري او د دوه کالو په موده کې یې ۷۰ سلنه بهرني اسعار راکم شو.

د بهرني ذخايرو لپاره په چين اتکا

د ريوټر د راپور په اساس د روان کال تر فيبروري پوري یې يواځي ۲.۳۱ ميليارد ډالر بهرني اسعارو ذخایر  درلودل ،  پداسي حال چې په ۲۰۱۸ کال کې اندازه  ۶.۹ ميليارد ډالرو ته رسیده ، ددې ترڅنګ  ۷ ميليارد پور باید سږ کال ادا کړي، چې پدي کې ۱ ميليارد حکومتي بانډونه شامل دي چې د روان کال په جولای کې بشپړيږي. د ځينو کارپوهانو د نظر په اساس د سريلانکا زیاته تکيه په چين باندي په ځانګړي ډول د پورونو ترلاسه کولو او ساختماني چارو لپاره ددې سبب شوي چې دغه هېواد کې اقتصادي  کړکيچ  ته لاره هواره کړي. د راپورونو په اساس چين  یواځي  د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پوري د ۱۲ میليارد ډالرو په اندازه په ساختماني چارو کې پانګونه کړي. سریلانکا د چين د پورونو په لومه کې ګير هېواد دی، پدي مانا چې یا به د هغه پروژو واک چين ته ورکوي چې نشی کولای د جوړیدو بيه یې پري کړي او یا به د بلي منبع  څخه پور اخلي ترڅو چين ته یې ورکړي. د همبنتوتا په نوم یو بندر چې چين د سريلانکا لپاره جوړ کړ، خو د زیات پور له امله ونه توانيده چې قیمت یې ادا کړي، نو چين تري دغه بندر او شاوخوا ۱۵۰۰۰ جريبه ځمکه  د ۹۹ کالو لپاره په کرایه ونيوه. سريلانکا او پاکستان دواړه هغه هېوادونه دي چې د چين د پورونو په لومه کې بند دي، دواړو هېوادونو د نړيوال وجهي صندوق څخه تر بل هر هېواد زیات  د پور غوښتنه کړي. چين د سريکا د بهرنيو پورونو ۱۴ سلنه جوړوي.  د روان حالت څخه د ژغورني لپاره د راجپکسا حکومت د روپو نړیوال صندوق، چين او هند څخه د مرستي غوښتنه کړي، هند ورسره د ۵۰۰ ميليون ډالرو په اندازه د تیلو او ۱ ميليادر ډالر خوراکې توکو او درملو مرستي ژمنه کړې ، همدارنګه چين هم د ۲.۵ ميليارد ډالر پور ورکولو ژمنه کړې. افغانستان هم باید چين سره په تړونونو کې د احتياط څخه کار واخلي ، تر اوسه چين د کوم هېواد سره داسي مرسته نده کړي چې له امله یې هغه هېواد لازمه ګټه ترلاسه کړي وي. بلکه دوی یې په یو ډول د خپلو پورونو په لومه کې راګير کړي دي.

خلک ولې لاريونونه کوي؟

د سريلانکا وګړي د ولسمشر د استعفی  غوښتنه کوي ، ولسمشر یې په کابينه کې ژور بدلونونه راوستل ، اضطراري حالت یې اعلان کړ خو خلک  د روان حالت بدلون غواړي. د اقتصادي کړکيچ د رامنځ ته کيدلو له امله د سون توکو لکه تيلو او ګازو، خوراکي توکو او درملو نرخونه لوړ شوي، خلک نشي کولای په سپما شوو پیسو باندي د اړتيا وړ شیان وپيري، له دې امله د خلکو غوصه راپاريدلي او د حکومت خلاف یې د تاوتریخوالي څخه ډک لاريونونه پیل کړي. په بهرني ابعادو کې د کورنا بنديزونه او د اوکراین جګړې هم منفي اغیز کړی، د تيلو او ګازو د نرخونو د لوړوالي له امله حکومت بايد لوړه بيه پري کړي، همدارنګه سريلانکا زیات خوراکي توکي د روسیي او اوکراین څخه واردوي . په لنډ ډول ویلی شو چې د ځينو بهرنیو لاملونو او اقتصادي فکتورونو ترڅنګ ستونزه د سیاسي  مشکلاتو او  ناسالم سیاسي رهبریت  له امله ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.