هغه خواړه چې د سترګو کمزوری لید تیزوی

0 1,329

طب ثابته کړې ده چې د لید کمزورۍ او د عمر زیاتېدو تر منځ اړیکه شتون لری، چې د عمر په زیاتېدو سره په طبیعی ډول لید کمزوری کیږی، خو له روغتیا ډک ژوند کولای شی ستاسې کمزوری لید تیز کړی او د سترګو دید ستونزو څخه مو خلاص کړی.

په همدې اساس ځانګړې څیړنې ښایی چې ځینې غذایی خواړه لکه زنک «کوټ یا جس» یو ډول کیمیاوی ماده ده، مس، ویټامین C او E، او د بیټا کروټین مادې کولای شی ستاسې کمزوری لید چې د عمر ډیروالی له امله شوی وی ۲۵ سلنه تیز کړی.

په امریکا کې د سترګو څیړنیز مرکز هغه خواړه چې د سترګو لید په تیزوالی کې مرسته کوی وړاندې کړی په لاندې ډول دی:

ماهی

ماهی په عام ډول غوړ اسیدونو لری، چې په طبی اصطلاح (omega-3) ورته ویل کیږی، دا په اکثره ماهیانو کې موندل کیږی.

ځینو څیړنو ښودلې چې د ماهی غوړ یا اومیګا ۳ اسیدونه کولای شی د سترګو اوبو وچوالی اندازه کمه کړی، په ځانګړی ډول هغو کسانو ته چې د کمپیوټر، لیپټاپ یا مبایل شیشې ته زیات وخت ګوری.

وچه مېوه:

د څیړنو پر اساس وچه مېوه هم د غوړ اسیدونو «اومیګا ۳» او ویټامین E په پراخه کچه لری، چې کولای شی د عمر پورې اړوند د سترګو لید کمزورۍ مخه ونیسی، هغه وچې میوې چې سترګو ته ګټه لری، اغوز، کاجو، ممپلی او داسې نورې دی.

تخمونه، دانې یا بوټی

هغه تخمونه یا دانې چې ویټامین E او اومیګا ۳ اسیدونه لری، د وربشې تخم، د پمبې تخم او د ویټیلریا Vitellaria «Salvia» (دغه تخم په سویلی امریکا کې ډیر کرل کیږی، چې د پخولو ترڅنګ د درمل په توګه هم استعمالیږی) تخم دی، دا د سترګو په روغتیا کې ګټور ثابتیږی.

ګل لرونکې تروې مېوې

هغه تروې مېوې چې له پخېدو مخکې ګل کیږی، لکه مالټه، انګور او لیمو، چې د ویټامین C لویه سرچینه ده، او د اکسایډ ضد هم دی، د سترګو کمزوری لید په ښه کولو کې مرسته کوی.

پاڼه لرونکې سبزی

پاڼه لرونکی شنه سبزی کې داسې مادې شتون لری چې د سترګو دید په تیزولو کې مرسته کوی، همدا ډول پاڼه لرونکی سبزی له ویټامین C او E نه ډکه وی، او دغه ویټامینونه د سترګو لید تیزولو کې په عمومی ډول مرسته کوی.

خوږ آلو

خوږ آلو لکه څنګه چې ویټامین E لری او د اکسایډ ضد دی، همدا ډول یې د بیټا کروټین ماده د سترګو لید ښه کولو کې هم مرسته کوی.

غوښه

غوښه په لویه کچه «کوټ، جست/زنک zinc» لری، چې د سترګو په روغتیا کې اوږدمهاله مرسته کوی، او څیړنې زیاتوی چې زنک د عمر تېریدو سره د سترګو خرابوالی مخنیوی کې مرسته کوی، ځکه چې سترګې په خپل ځان کې هم زنک ماده لری. همدا ډول د چرګانو غوښه هم زنک ماده لری خو کچه یې کمه ده.

هګۍ

هګۍ هم په لوړه کچه ویټامینونه لری، د سترګو لپاره په کې ځانګړی E ویټامین او زنک ZINC مادې کچه شتون لری، له همدې لامله د سترګو لید کمولو مخنیوی کوی.

اوبه

د زیاتو اوبو څکل یو شمېر روغتیایی ګټې لری، چې یوه یې د سترګو وچوالی ختمول دی، د سترګو اوبه وچېدل ډیر لاملونه لری، چې له کبله یې د سترګو لید خرابیږی.. د پورتنیو خوړو ترڅنګ یې اوبه هم غوره درمل دی.

د سترګو ژغورلو لپاره څو غوره مشورې:

د لمر چشمې په سترګو کول، ځکه چې لمر که مستقیم ډول په سترګو لګیږی د سترګو لینز ته زیان رسوی.

سیګریټ څکول هم د سترګو خرابوالی لامل کیږی، د سترګو خرابولی مخنیوی لپاره باید سګریټ نشه پریښودل شی.

په منظم ډول د سترګو معاینه کول.

سترګې له میکروبه ساتل، باید په سترګو کې د لاس یا ګوتو وهلو نه وړاندې لاسونه پریمنځل شی.

د کمپیوټر استعمالولو پر وخت احتیاط کول، د کمپیوټر استعمال پر وخت باید هر شل دقیقې وروسته د شلو ثانیو لپاره سترګې لرې ونیول شی، یا د شلو ثانیو لپاره سترګې کلکې بندې کړل شی.

د شکر ناروغ لپاره په کار دی چې د شکر کچې خیال وساتی، ځکه چې دا د ړندیدلو لامل هم کیږی.

یادونه: دغه خواړه هغه د سترګو لید د کمزوری مخنیوی کوی، چې د عمر په زیاتېدو سره کم شوی وی، که د سترګو لید مو کومه بله ستونزه لری ددې خوړو ترڅنګ له ډاکټر سره هم مشوره وکړئ!

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply