انیل کپور او مادهوری دکشت، ۱۸ کاله وروسته په یوه فلم کې راښکاره کیږی

0 1,219

د بالیوډ سېنما د خندا څخه ډک فلم (دهمال) راتلوونکې برخې لومړی څرک په ټولنیزه مېډیا کې ښکاره شو.

د هندۍ سینما فلم څارونکی ترن ادرش د دغه فلم لومړی تصویر پر خپله ټوئټر پاڼه خپور کړی.

د ترن په خپاره شوی تصویر کې اجی دیوګن ښکاری چې په یوه ځنګل کې دی او پر اوږه یې شادی کینولې ده.

د دغه فلم په تړاؤ ځانګړې خبره دا ده چې په دغه برخه کې (ټوټال دهمال) کې د اجی دیوګن سره یوځای ارشد وارثی، جاوید جعفری، رتیش دیش او سنجی مشرا هم کار کړی خو د دې سربېره کلونه وروسته یو ځل بیا انیل کپور او مادهوری دکشت هم په دغه فلم کې سره یوځای کیږی.

ویل کیږی چې ښکلی او تجربه کاره اداکاره مادهوری دکشت او پخوانی اداکار انیل کپور به سره ۱۸ کاله وروسته په یوه فلم کې سره جوړه راښکاره شی.

د دې تر څنګ دا هم ویل شوی چې د فلم لارښود اندرا کمار په لارښوونه جوړ شوی دغه فلم به روان کال د فبرورۍ په ۲۲ پر سینماؤ روښانه شی.

په دغه ټړاؤ مادهوری دکشت په یوه خپره شوې مرکه کې وړاندې ویلی وه چې دې او انیل کپور جوړه د خلکو تر منځ خورا ډېر مینوال لری او په خبره یې دغه جوړه به یو ځل بیا د فلم (ټوټال دهمال) کې راښکاره کیږی.

دې دغه راز هیله څرګنده کړې چې مینوال به یې یو ځل بیا دوی ته مینه ورکړی او فلم به یې خوښ کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply