د ټاکنو احتمالي ناورین را روان دی

0 525

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څه کم شپږمیاشتې پاتې دي او د ټاکنو کمېسیون لا هم د پارلماني ټاکنو په کړکېچ کې ډوب دی خو تمه کېږي په راتلونکو ۲ تر دریو اوونیو د پایلو د اعلان اوږده بهیر ته د پای ټکی کېږدي. سره له دې چې د ولسمشري لپاره د کاندیدانو نوملیکنه وشوه، خو هغه اصلاحات لاهم درک نه لري چې د ولسمشر اشرف غني په ګډون یې ټول کاندیدان او عام افغانان په کمېسیون، د ټاکنو په قانون او سیسټم کې غواړي.
ولسمشر غني وايي چې د سیاسي ګوندونو او ټاکنڅارو ډلو په مشوره به د انتخاباتو په کمېسیونونو کې هر اړخیز اصلاحات راولي. په وروستیو څو کلونو کې لکه د ډېرو نورو بنسټونو په څېر د ټاکنو کمېسیونونو ته وړ کسانو موندنه حکومت ته په یوې لویې ننګونې او سیاسي مسالې بدله شوې چې له هر ډول سمونونو سره سره ترې ټول ناراضه وي.
سره له دې چې د ټاکنو اوسنی کمېسیون ډاډ ورکوي چې د ولسمشري د ټاکنو لپاره بشپړ تیاری لري، خو پر کمېسیون له هر اړخه باور کم شوی او له ډېرو سره د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په تړاو اندیښنې موجودې دي او فکر کوي چې که اړین او په لویه کچه اصلاحات رانه‌شي راتلونکې ټاکنې ګلمرجانۍ کېدای شي.
ولسمشر اشرف غني د ټاکنو د ناورین د مخنیوي لومړی درجه مسوول بلل کېږي او په خپله یې د کاندیدۍ پر مهال ژمنه وکړه چې بنسټي سمونې به په کمېسیونونو کې را منځ ته کړي.
دی واک او حق لري چې هم د ټاکنو کمېسیونونو چارواکي او کمیشنران بدل کړي او هم د فرمان پر اساس د ټاکنو قانون کې بدلونونه را ولي، خو له ځینو سره په دې برخه کې هم اندېښنې موجودې دي او داسې ګمان لري چې ولسمشر به په خپل طبعيت داسې څه تر سره کړي چې د ده له بري سره مرسته وشي.
خو هغه ویلي چې د دولت د مشر په توګه به له ډېرو سیاسي اړخونو او کاندیدانو سره په دې تړاو مشورې او خبرې اترې تر سره کړي. سره له دې چې ولسمشر غني په دې تړاو له یو شمېر سیاسي مشرانو سره وار له مخه خبرې کړي، خو د اصلاحاتو موضوع داسې ننګونه ده چې که یې لږ هم وځنډوي شپږ میاشتې وروسته دې پایلو ته په تمه وي.
د کمېسیون د غړيو د بدلون معمول شوي بهیر ته په کتو سره دا چاره ډېره پېچلې ده او که له لنډو لارو ګام پورته نه‌شي د ولسمشري د ټاکنو لپاره برابرې شوې وړۍ هم کېدای شي شړۍ نه‌شي. د کمېسیون د کمیشنرانو له احتمالي بدلون سره هممهاله دا اندېښنه هم را پورته کېږي چې تر څو نوي کسان له کار سره بلدېږي د ټاکنو نېټه پرې را رسېږي.
پر کمېسیون تر ټولو لویه نیوکه دا ده چې د بایومټریک سیسټم له عملي کېدو سره سره یې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو مخنیوی و نه‌شو کړای او هیله دا ده چې د دغه سیسټم د پیاوړتیا لپاره بېړني ګامونه پورته شي.
سیاسي ډلې وايي چې د کمېسیون مدیریت له بېخه بدلون ته اړتیا لري چې د ټاکنو په درشل کې له هره اړخه پېچلې او ستونزمنه بلل کېږي. ټاکنڅاري بنسټونه فکر کوي چې په افغانستان کې د انتخاباتو د کمېسیون اصلاحات په بشپړ ډول سیاسي شوي او سیاستوال پکې خپلو ګټو ته په کتو سره د لاس‌وهنې هڅې کوي.
ان داسې وړاندیزونه هم کېږي چې په کمېسیون کې دې یو ځل بیا بهرنیان د کمیشنرانو په توګه ور دننه شي چې د راتلونکو ټاکنو د بې‌پرې‌والي ډاډ را منځ ته او په افغانستان کې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کال په څېر د ټاکنیز سیاسي بحران د را منځ ته کېدو پر ځای سیاسي ټیکاو را منځ ته شي.
په افغانستان کې ډېر په دې باور دي چې د ولسمشري ټاکنې د پارلماني هغو پرتله بحران زېږوونکي دي او که د ښکېلو اړخونو د باور تر لاسه کولو لپاره بېړني ګامونه پورته نه‌شي، ممکن د ټاکنو د پایلو نه منلو کیسه یو ځل بیا ګلمرجانۍ او افغانستان د ګړنګ غاړې ته ور نږدې کړي.
د دواړو کمېسیونونو تر منځ د اختلاف شتون بله ننګونه ده چې د ټاکنو بهیر یې پېچلی کړی او د سیاسي تربګنیو زمینه یې برابره کړې چې پر دغه ملي بهیر یې د خلکو باور زیانمن کړی. تمه هم دا ده چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په خوا کې د شکایتونو په کمېسیون کې هم مدیریت پیاوړی او اصلاحات عملي شي.
یو شمېر ډلو او کړیو سر له اوسه داسې تبلیغات شروع کړي چې که د دوی کاندید بریالی نه‌شي ټاکنې ورته د منلو نه دي. په داسې حال کې چې ټول په خپل وزن ښه پوهېږي، خو هره ډله او مشر د خپل بري ډولونه غږوي او خلکو ته وايي چې د ملت ټولې رایې له دوی سره دي. په داسې حال کې چې په ملت کې تر ټولو رټلي کسان همدغه ډول ادعا کوونکي دي چې له څلورو لسیزو راهیسې د ملت د خوښې خلاف معاملې تر سره کړي او ان خپل څو پلویان یې هم په دغه او هغه اړخه په څو ټنګو پلورلي دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply