وردګ د سقوط په درشل کې / احمد خالد

0 790

 سریزه:

وردګ ولایت د کابل او لوګر په ختیځ کې موقعیت لري، غزني یې په جنوب او جنوب لویدیځ کې، پروان یې په شمال کې او بامیان یې په شمال لویدیځ کې پراته دي. ۹ ولسوالۍ لري: میدان ښار، نرخ، مرکزي بهسود، حصه اول بهسود، جلریز، سید آباد، چک، جغتو او جلګه. [1]په دې ولایت کې زده‌کړې او روغتیا سکتورونه فعالیت لري: له ۱۰۰۰۰۰ نه زیات زده کوونکي په ۴۲۷ ښوونځیو کې په زده‌کړو بوخت دي، همدا راز د لوړو زده‌کړو په برخه کې ۷ انسټیټیوټونه لري. پر دې‌سربېره په دې ولایت کې روغتیایي سکتور هم د ودې په حال کې دی چې ۶۰ روغتیایي مرکزونه، ۸ روغتونونه، ۲ د روغتیایي روزنی مرکزونه او همدارنګه د معتادینو د درملنې لپاره ۲ روغتیایی مرکزونه لري د ځینو احصایو له‌مخې د وګړو شمېر یې تر یو مېلیون پورې رسیږي، او مساحت یې ۱۰۹۱۲ کیلو متر مربع ښودل شوی د.

همدارنګه په دې ولایت کې د مرمرو، قیمتي ډبرو او ګچو پرېمانه کانونه شتون لري چې اوس مهال د ګچو کان څخه په غیر مسلکي ډول باندې د سیمې خلکو له لوري کندن‌کاري کیږي او د پروسېس لپاره کابل ته راوړل کیږي چې تقریبا د افغانستان ضرورت وړ ګچ  ۸۵٪ برابروي کوي.

امنیتي وضعیت:

د وردګو ولایت د کابل په شل کیلو متری کې پروت دی. د[2] ۲۰۰۴ م کال نه وروسته د دې ولایت په سید آباد، چک، جغتو ولسوالیو کې طالبان را پیدا شول چې د وخت په تېرېدو سره د جلګې ولسوالۍ کې هم را پیدا شول او د ۱۳۸۷ لمریز کال کې یې جلګې ولسوالۍ ته سقوط ورکړ. چې د یو څه وخت وروسته د طالبانو او د حزب اسلامي ګروپونو تر منځ په نرخ، مرکز میدان ښار او جلریز ولسوالیو کې سختې جګړې وشوې چې د یو څه وخت تېرېدو وروسته حزب اسلامي په ذکر شویو سیمو کې د طالبانو له لوري وځبل شول چې ځينې یې ووژل شول، کم شمېر یې طالبانو ته تسلیم: عادي ژوند یې غور کړ او ځیني د دوی په لیکو کې تنظیم شول، ډېر شمېر یې د حکومت په چوکاټ کې  د سیمه ییزو پولیسو په بڼه ځای پر ځای شول.

د وردګو ولایت د تېرو ۱۴ کلونو په جریان کې د افغانستان له بې امنه ولایتونو ګڼل کېږي په ۲۰۰۸ م کال کې د بهرنیو ځواکونو له لوري یو راپور خپور شو چې په هغه کې یې ویلي وو.  تر ۲۰۰۸ م کال پورې په وردګو ولایت کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو اړوند ۸۰۰۰ زره اکمالاتي موټر د طالبانو له لوري سوځول شوي دي .

سږ کال په اوړي کې د جلګي ولسوالۍ د دوه ورځو سختو جګړو وروسته د طالبانو له لوري ونیول شوه، چې په پایله کې يې د ولسولۍ د قومندان په شمول ۶۷ افغان سرتیري ووژل شول.[3] له دې یو څه وخت وروسته د سید آباد ولسوالۍ چې د وردګو ولایت تر ټوله لویه ولسوالي او د کابل هرات لویه لار هم له دې ولسوالۍ تېرېږي  په مکمل ډول ( ۲۵ امنیتي پوستې، د ولسوالۍ مقام، امنیې قومنداني) د طالبانو له لوري ونیول شوه. د چک ولسوالي چې د جلګې او سیدآباد په منځ کې پرته ولسوالي ده تقریبا ټولې پوستې چې د دشت ټوپ نه د چک ولسوالۍ تر مقر پورې پرتې وې چې تعداد یې له ۲۰ زیات وو د سږ کال په جریان کې د طالبانو له لوري ونیول شوې او په سل ګونو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله. همداراز د جغتو ولسوالۍ یوازې مقر چې حکومت پرې تسلط لري د هغه نه سل متره هم بیرون ته نشي راوتلی د طالبانو له لوري ورته نېژدې ساحو کې موازي پوستې جوړې شوې دي.

په جلریز کې هم سږ اوړی ډېر پوستې د سیمه ییزو پولیسو او کوم کنډک چې په جلرېز ولسوالۍ کې وو  هغه هم د طالبانو له لوري ونیول شو د جلرېز ولسوالۍ په ډېر ساحه باندې طالبان تسلط لري له جلرېز نه [4]د بامیان ولایت لاره تېره شوې ده جلرېز ته ورته په نرخ ولسوالۍ کې هم دا حال دی حکومت د پوستو او ولسوالۍ له مقر نه سل متره هم بیرون ته نشي راوتلی.

 

او مرکز میدان ښار کې ډېری وخت امنیتي ارګانونه د جلرېز ولسوالۍ له غرونو په درنو وسلو په نښه کیږي او د تېرې اوونۍ په برید کې چې د ملي امنیت پر یوه سیمه ییزه قطعه تر سره شو د رویټرز د راپور په اساس په پایله کې یې ۱۲۶ امنیتي سرتیري ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د امنیتي وضعیت د خرابوالي عوامل:

  • د پخوانیو جهادي قومندانانو واک ته رسېدل:

د طالبانو له پرځېدو وروسته د وردګو ولایت والي، قومندان امنیې او د فرقه مشر پخواني جهادي قومندان شول نو دوی هغه کسان چې د طالبانو په دوره کې په واک کې وو. څوک بندیان او ځیني یې وطن پرېښودو ته اړ کړل؛ په لوی لاس یې دوی مجبور کړل چې له ځان نه دفاع وکړي او د حکومت خلاف ودریږي.

  • د بهرنیو ځواکونو له لوري ړندې بمبارۍ او د شپې له لوري چاپې:

په تېرو څو کلونو کې داسې ورځې ډېرې کمې دي چې د بهرنیو ځواکونو له لوري دې د شپې لخوا د ملکي وګړو په کورونو، جوماتونو او مدرسو باندې چاپې نه وي وهل شوې چې له امله یې تر اوسه پورې په سل‌ګونو ملکي وګړي شهیدان شوي او ډېری یې د نامعلومې مودې لپاره د بهرنیو ځواکونو او حکومت په بندیخانو کې د بند شپې او ورځې تېروي او په زیاته اندازه مادي زیانونه یې ملکي وګړو ته اړولي دي. چې دلته یې د څو نمونو نه یادونه کوم چې عبارت دي له:

[5]د جلګې ولسوالۍ د تنګي سیدانو په روغتیایي کلینیک د شپې له لوري یې چاپه ووهله چې له امله یې ۴ نفره عام وګړي شهیدان کړل.

د چک ولسوالۍ کردن مسجد دره کې پخواني سناتور سمیع جان په کور چاپه چې له امله یې د هغه دوه ورېرې شهیدانې کړلې او د کور نور غړي یې تر نامعلومې مودې پورې له دوی سره بندیان وو.

دری میاشتې مخکې یې په جغتو ولسوالۍ کې په مدرسه او کورونو باندې چاپه ووهله چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ ۵ کسان شهیدان شول چې ۴ په کې ماشومان او یو ښځه وه

دا هغه  بېلګې یې دې چې دلته مو ذکر کړې دې ته ورته په سلګونو پېښې شوې دي

  • فقر او بیکاري:

وردګ مرکزي او درېیمه درجه ولایت دی خلک یې غریب ډېری یې په کرونده کې مصروف دي او ځيني همسایه هېواد ایران ته د مزدوری لپاره ځي تر اوسه پورې حکومت وردګو ولایت ته هېڅ نوع توجه نه ده کړې د ولسوالیو لارې یې خامې، برق نلري، روغتیایي  مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي. د کار زمینه نه ورته برابريږي هر کال له ۲۰۰۰ زرو نه زیات کسان له پوهنتونونو فارغیږي.

د تېرې اوونۍ مرګوني حمله:

تېره دوشنبې د سهار اووه بجې په میدان ښار کې د ملي امنیت پر یوه سیمه ییزه قطعه طالبانو موټربم برید وکړ چې امله یې لوی شمېر کسانو ته مرګ ژوبه واوښته. [6]د رویټرز خبري آژانس له قوله چې په برید کې ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۱۰۰ نور ټپیان دي. بریدګرو له چاودېدونکو توکو ډک هاموی ټانک په واسطه د دې ودانۍ خواته ځانونه رسولي او درنه چاودنه يې کړې وه. [7]او له چاودنې وروسته نور کسان یې ودانۍ ته داخل شوي وو چې له یو څه مقاومت وروسته د امنیتي سرتېرو لخوا لمنځه وړل شوي وو. طالبانو سږ کال او د تېرو کلونو په جریان کې په وردګو کې له حکومتي ځواکونو په زیات شمېر نقلیه وسایل او اسلحې نیولې دي چې دا برید یې هم د ملي پوځ د هاموې موټر په واسطه تر سره کړی خو سوال دلته دی چې ولې طالبان له دشت ټوپ نه تر میدان ښار پورې حکومتي موټر رسوي. او یو څو ورځي وروسته د ملي امنیت ادعا کوي چې ددې برید طراح یې وژلی په داسې حال کې چې دوی د جلرېز په ولسوالۍ کې په ملکي خلکو برید کړی وو چې هغه د ښکار لپاره غره ته تللي وو وژلي یې دي.

پای

 

 [1]https://president.gov.af/ps/%D9%85%DB%8C%D8%AF%D8%A7%D9%86-%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AB/

 

[2] http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2013/06/130603_k03_wardak_insecurity_concerns

 

[3] http://prod.tolonews.com/fa/afghanistan/%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D9%85%D9%87-%D8%AF%D8%B1%DA%AF%DB%8C%D8%B1%DB%8C%E2%80%8C%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D8%B4%D8%AF%DB%8C%D8%AF-%D8%AF%D8%B1-%D8%AC%D9%84%D8%B1%DB%8C%D8%B2-%D9%85%DB%8C%D8%AF%D8%A7%D9%86-%D9%88%D8%B1%D8%AF%DA%AF

 

[4] https://www.dw.com/en/taliban-take-afghan-security-forces-hostage-in-maidan-wardak/a-44364962

 

[5] https://www.nytimes.com/2019/01/21/world/asia/afghanistan-taliban-attack-intelligence-wardak.html

 

[6] http://iswresearch.blogspot.com/taxonomy/term/236

 

[7] https://www.washingtonpost.com/

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply