د مسکو په غونډه کې د سياسيونو ګډون؛ د افغان حکومت د مشروعيت زوال

0 644

لیکنه : خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د سبا سه شنبې او بل سبا چهارشنبې په ورځو کې په مسکو کې د افغان سياسيونو او وسله والو طالبانو تر منځ ناسته ترسره شي؛ دلته په کور دننه يې په اړه بيلابيل غبرګونونه پيدا شوي دي. هغوی چې په دغه غونډه کې د ګډون نيت لري؛ غونډه د سولې او بين الافغاني خبرو لپاره د لار پرانيستل يادوي. خو حکومت او کارپوهان بيا په داسې حال کې چې طالبان له حکومت سره خبرو ته غاړه نه ږدي؛ په دغه غونډه کې د افغان سياسيون ګډون له طالبانو سره د مرستې په مانا بولي چې غواړي حکومت د مشروعيت له بحران سره مخ کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې که د مسکو غونډه د افغان د استازو له شتونه پرته د حکومت د سياسي منتقدينو او طالبانو تر منځ ترسره شي؛ په افغان حکومتي نظام به يې اغېز څه وي؟

د افغان حکومت د استازو په نه شتون کې د مسکو غونډې ترسره کيدل او په کې د افغان سياسيونو ګډون د افغان ولس او نظام لپاره دوه پايلې درلودای شي.

لومړی د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستل

حکومت له طالبه مشروعیت اخيستلی اوس له حکومته د غچ اخيستلو لپاره طالب هم هڅه کوي چې د حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. د همدې هڅو په لړ کې له وړاندې طالب په کور دننه او بهر لابي ګيري شروع کړې ده. دغه لابي ګيري هغه وخت اوج ته ورسيده چې حکومت څو مياشتې وړاندې د مسکو په غونډه کې ګډون ونه کړ او د طالبانو غږ په کې د نړيوالو رسنيو سرټکي شول.

له دې وروسته د افغان حکومت د مشروعيت لپاره طالبانو بل ګوزار د عربي متحده اماراتو په ابو ظبي غونډه کې ورکړ چې په کې د طالبانو، امريکايانو، پاکستانيانو او عربي چارواکو ګډون کړی و خو طالبانو د افغان حکومت له پلاوي سره حتی ډوډۍ هم يو ځای ونه خوړله. د طالبانو دغه چاره د پراخ غبرګون سره مخ شوه خو طالبانو چې څه غوښتل، هغه يې ترلاسه کړل.

اوس هم طالب او تر شاه يې ملاتړي هيوادونه هڅه کوي چې افغان حکومت د مشروعيت له بحران سره مخ کړي. په دغه لړ کې پاکستان، ايران، چين او روسيه قصدا هڅه کوي چې طالب لپاره داسې زمينه برابره کړي چې وکولی شي د افغان حکومت مشروعيت ته ضربه ورکړي او امریکا ته هم د افغان حکومت د مشروعيت په پرتله خپلې ګټې مهمې دي. که طالبان د امريکا ګټې خوندي کړي نو امريکا بيا د افغان حکومت د مشروعيت په کيسه کې نه ده.

د طالبانو او د هغوی نړيوالو ملاتړو د هڅو په لړ کې دا ځل په مسکو کې غونډه جوړیږي چې په ښکاره په کې د روسيې حکومت خپل رول رد کړی دی خو د پردې تر شا لوبه د مسکو او پاکستان په خوښه روانه ده. په دغه هڅه کې د طالبانو او نړيوالو مرستندويانو لپاره يې ښه لوبغاړي د افغان حکومت منتقد سياسيون دي چې غواړي ترې اعظمي ګټه پورته کړي.

که څه هم د مسکو غونډې ته تلونکي افغان سياسيون په دغه غونډه کې د ګډون موخه د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بين الافغاني خبرو ته لار برابرول يادوي خو په اصل کې دا غونډه د افغان حکومت سياسي مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. ځکه چې حکومت، افغانان او امريکايې چارواکي هم تاکيد کوي چې د سولې پاتې خبرې بايد بين الافغاني ترسره شي، خو طالب يواځې له امريکا سره په خبرو تاکيد کوي. نو په داسې يو حالت کې چې افغان حکومت په دغو خبرو کې څنډې ته دی؛ په داسې غونډه کې چې د حکومت استازي په کې شتون ونلري؛ د حکومت د سياسيونو ګډون د طالب له همدې هڅې سره مرسته کوي چې غواړي د حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي. او د حکومت سياسي منتقدين هم تر ډيره د همدې غوښتونکي دي.

دویم؛ ټاکنيز رقابتونه

په نوره نړۍ کې چې که څوک د حکومت په کارونو نيوکې کوي يا د حکومت اپوزيسيون دي؛ د حکومت له کړنو په اړه يې له حکومت سره نظر ويشلی وي خو کله چې ملي مباحث راپورته کيږي نو بيا پوزيشن او اپوزيسيون دواړو لپاره خپلې ملي ګټې او ارزښتونه سره کرښه وي. دلته بيا پوزيشن او اپوزيسيون خپلې نظرونه د ملي ګټو په رڼا کې يو کوي او خپل ملي ارزښتونه ساتي. اما متاسفانه په افغانستان کې بيا دا هر څه سرچپه دي.

دلته زمونږ زمونږ سياسيونو ته خپلې ګټې او ارګ ته رسيدل ډیر مطرح دي. دلته زمونږ سياسيون هڅه کوي چې د حکومت په مخالفت سره د خپل موقف او څوکۍ ترلاسه کولو لپاره کار وکړي. دوی د سولې پروسې ته د ټاکنيزو سياليو له نظره ګوري. زمونږ ځينې سياسيون د موقف ترلاسه کولو لپاره حتی له طالب او هر بل ترهګر سره هم معامله کوي. د مسکو په غونډه کې د منتقدو سياستوالو ګډون يې يوه بېلګه يادولی شو. دلته له حکومت سره د سياسيونو ټکر د دې لپاره دی چې څنګه اوسنی ولسمشر له ارګه رابهر او ځای يې دوی ونيسي.

په داسې حساسو شرايطو کې بايد حکومت او سياسيون دواړه په ډیر احتياط ګام واخلي او د هيواد ګټې او د ولس ارمانونه بايد ناديده ونه نيسي. زمونږ سياسيون بايد د سولې ملي پروسه د خپلو ټاکنيزو رقابتونو ښکار نه کړي. که سياسيون مو ټاکنيزې سيالۍ کوي نو بايد ملي ارزښتونه ورته سرې کرښې واوسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply