ولسمشر غني یو شمېر سرتېري وستایل

0 564

محمدبشیر یوسفزوی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړو عملیاتو قول اردو هغه شمېر منسوبین وستایل چې د ځانګړي عملیات په پایله کې یې د غزني دآب بند ولسوالۍ المار کلي کې د ۳۸ تنه هیوادوال د وسله والو طالبانو له زندان څخه ازاد کړل.

د دغو عملیاتو ښېګڼه دا وه چې له یوې خوا له کشف او راپور نیولې او ان تر عملیات پورې هر څه مطلق افغاني و چې دا د افغان امنیتي او ځانګړو ځواکونو محاربوي وړتیا ښیي او بله ځانګړنه یې دا وه چې دا عملیات زندانیانو او یا سرتېرو ته له هر ډول بریالیتوب پرته ترسره شول.

جمهوررئیس غني په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، تاسو هره ورځ د تقدیر وړ یاست، ځکه هره ورځ د دې وطن او ولس لپاره اتلولۍ کوئ چې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه تل درباندې ویاړم او افغان ولس مو هم د سرښندنو منندوی او قدردان دی، ځکه هغوی پوهېږي چې زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د معاش او امتیاز نه، بلکې د وطن د دفاع، عزت او د هیوادوالو د خونديتوب لپاره جنګېږي.

ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د سولې تر راتګ پورې به د دښمن پر وړاندې ستاسو پوځي عملیات ادامه ولري او دا ستاسو مسوولیت دی چې په دې کې به ذره ځنډ هم نه راځي.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر غني افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ستایي بلکې، تر دې دمخه یې په ځلونو هغوی روزلي، رتبې یې ورکړي، مکافات یې ورکړي، معاشونه یې ورکړي، مډالونه او نښانونه یې ورکړي، په غېږ کې یې نیولي، ښکل کړي یې دي او لا ډېر یې هڅولي دي.

د ولسمشر غني ځانګړې پاملرنې، هڅونې او ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مورال لوړ کړی، هغوی ته یې روحیه ورکړې او زموږ امنیتي ځواکونه اوس د دې احساس کوي چې تر شا یې قوي ملاتړ موجود دی. د ولسمشر او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان، د افغان ولس او همدارنګه د بین المللي ټولنې بېساری ملاتړ چې د هیواد په تاریخ کې یې مثال نه لیدل کېږي.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته جمهوررئیس غني د وینا پرمهال وویل، نورې هغه ورځې تېرې شوې چې زموږ اتل سرتېري او جنرالان به د ترهګرو او ورانکارو پر ضد د مبارزې له امله څارنوالۍ ته معرفي کېدل، هغه ورځې غویانو وخوړې. زموږ ځواکونه اوس د ولس په زړونو کې ځای لري. دوی ته ټول په ارزښت او درناوي قایل دي، ځکه دوی د هیواد او ولس لپاره د خپل ژوند او سر په ارزښت مبارزه کوي.

جمهوررئیس غني وویل، که څلوېښت کاله وړاندې تدبیر موجود وای، نو افغانستان به وراني، بحران او خرابي ته نه تلو. هغه زیاته کړه، نن په ډېر وضاحت سره وایم چې تېرې تېروتنې به بیا تکرار نشي. د ولسمشر په وینا هغوی چې زموږ ویاړو او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اجیر خطاب کوي هغوی خاین وجدان لري او لا یې هم د پردیو د غلامۍ کړۍ په غاړه کې پرته ده. هیڅوک حق نه لري چې زموږ په ملي امنیتي ځواکونو نیوکې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply