ایران او پاکستان ولي د افغانستان او اسرائیلو له استخباراتي اړیکو ویره لري!؟

0 826

شفیع الله شهیر  

په دې وروستیو کې ځینو ایراني او د هغو په تقلید افغاني رسنیو داسې راپورونه ورکړي، چې اسرائیلي ځواکونه په پټه او غیرقانوني توګه په افغانستان کې د امریکا یا متحده عربي اماراتو تر بیرغ لاندي شتون لري او خپل فعالیتونه پرمخ بیایې.د ایران د سپاه پاسداران Tasnim خبري اژانس ویلي چې اسرائیلي ځواکونه د افغانستان په لویدیځ کې د «شنډنډ» په نظامي اډه کې ځای پرځای دي او له دغه ځایه غیرقانوني فعالیتونه پرمخ بیایي. ایرانیان په دې نظر دي چې افغانستان د ایران ګاونډی دی، له دغه جغرافیې څخه اسرائیل دا هڅه کوي چې د افغانستان له استخباراتي ادارې څخه د ایران په اړه د مالوماتو په راټولو کې ګټه واخلی. دوی دا خبره هم کوی چې اسرائیل له نورو هېوادونو سره هم لکه له قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان او د خلیج له ځینو هېوادونو لکه بحرین، عمان او قطر سره د دا ډول موخو لپاره مرستي کوي. د نړۍ اکثره مسلمان هېوادونه، نه هم د اسرائیلو دولت په رسمیت پيژني او نه یې هم اوسني سرحدونه په رسمیت پیژني په دې کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې د اسرائیلو مرستې عملا ترلاسه کوي، په ځانګړي توګه د استخباراتو په برخه کې.

اسلامي هېوادونه په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې د اسرائیلو مرستې ترلاسه کوي دا مرستي په رسمي ډول نه ترلاسه کوي، دوی له اسرائیلو سره په رسمي اړیکو کې له احتیاط څخه کار اخلي، دا ځکه چې دا هېوادونه په کور دننه له مذهبي تندلارو سره لاس او ګریوان دي نو که چیرته په رسمي توګه له اسرائیلو سره د اړیکو خبره کوي، دا کار به مذهبي تندلاري د دوی په وړاندې زیات تحریک کړي. یو له دغو اسلامي هېوادونو څخه افغانستان دی.

که څه هم تر دې دمه داسې هیڅ ثبوت نشته چې په افغانستان کې د اسراییلو شتون تایید کړي خو ايرانيان ادعا کوي چې افغان چارواکي د دې لپاره چې د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو سترګې ور وا نه وړي او کورنی وضعیت یې بې ثباته نه کړي، نو نه اسرائیل په رسمیت پیژني، او په عين حال کې يې له مرستو هم انکار کوي. او یادې څرګندونې تر ډېره له اسرائیلو سره د شخصي دښمنۍ پر بنسټ کوي.

د اسرائیلو مرستې له افغان حکومت سره د ایران او پاکستان  لپاره خورا سختي او نه منونکي دي، دا ځکه چې پاکستان او ایران په تاریخي لحاظ له پخوا تر ننه، د افغانستان په بربادۍ کې غښتلی لاس لري. دا هېوادونه له اسرائیلو سره هم اساسي دښمني لري.

ایران او پاکستان د اسرائیلو او افغان حکومت له نږدیوالي څخه په ویره کې دي، دا ځکه، چې دوی (افغانستان او اسرائیل)  ایران او پاکستان ته د یوه داسي مشترک دښمن په سترګه ګوري، چې هر وخت یې بقاء او پرمختګ ګواښي. افغانان باید د خپلو دغو دوو دښمنو هېوادونو د کمزوري کولو او د ځان د غښتلتیا په موخه د اسرائیلو له استخباراتی او سیاسی پوټانشیل څخه پوره ګټه پورته کړي. لکه څه ډول چې د ایران له اسلامي انقلاب څخه مخکې په ۱۹۷۹م کال کې د دغه هېواد ټول امنیتي جوړښت« ساواک» (د ایران استخباراتي ادارې چې له انقلاب څخه وروسته منحل شوې) د اسرائیلو د اردو د ځانګړو ځواکونو له خوا جوړې سوې، چې وروسته دا اړیکي په دښمني واوښتې. ترڅنګ یې پاکستان هم د امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هېوادونو په همکاري آټومي وسلې ترلاسه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply