پاکستان د خپلو د اټومي وسلو د ساتني وړتیا نه لري

0 681

شفیع الله «شهیر»  _

د پاکستان پوځ د خپلو خلکو پاملرنه د هند ګواښ ته اړوي چې له دغه فرصت څخه د اټومي وسلو د پروګرام په پراخولو کې ګټه پورته کړي. د دغه هېواد اټومي زېرمې د زیاتېدو په حال کې دي او کېدای شي، چې په نږدې راتلونکې کې درې برابره شي، چې له چین، بریتانیا او فرانسې څخه به پرمخ شي.

د دې هېواد رهبري د پوځ په لاس کې ده، پوځ ډیره بودیجه نظامي برخې ته ځانګړې کړې، په داسي حال کې، چې د دې هېواد ډیری خلک بېوزله دي، د روغتیا او عصري زدکړو څخه بې برخي دي، د هوا ککړتیا او وچکالي یې د خلکو ژوند هر شېبه ګواښي، خو پوځ یې د اټومي تاسیساتو په پیاوړي کولو، په همسایه هېواد افغانستان او کشمیر کې د اټومي وسلو تر سیوري لاندې په نیابتي جګړو بوخت دی. سیمي او نړۍ ته تروریستي ډلې روزي.

د سیمي او نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د دې هېواد د اټومي وسلو د خوندیتوب په اړه جدي اندنېښنې لري، دوي یې راتلونکی، سیمي او نړۍ ته جدي ګواښ ګڼي. هغه اندنېښنې، چې د پاکستان د اټومي وسلو د خوندیتوب ضمانت تر سوال لاندي را ولي په لاندې ډول دي.

  • د پاکستان د اټومي وسلو طراح او جوړونکی ډاکټر عبدالقدیر خان د القاعدې ډلي او په ټوله کې د اسلامی بنسټ پالنې له افکارو څخه اغېزمن دی او د دغې  تروریستي ډلي له مشر اسامه بن لادن سره یې اړیکې هم درلودې، وېره دا ده، چې کېدای شي قدیر خان یادې تروریستي ډلې او یا هم کوم بل غیري دولتي لوبغاړي ته اټومي ټکنولوژي په واک کې ورکړي او یا یې هم د زدکړي زمینه ورته برابره کړي. دا اندنېښنه یواځي د قدیر خان په اړه نه ده مطرح بلکه د هغو کسانو په اړه، چې په اټومي تاسیساتو کې کار کوي او  همدارنګه د هغو پوهانو په اړه، چې حیاتي اټومي پوهه لري هم مطرح ده. دا منطقي خبره ده، چې په داسي یو هېواد کې، چې د اسلامي بنسټ پالنې او اسلامي تروریسي افکار مور او مرکز وي، له امکان څخه به لرې نه وي، چې د یادو کسانو له ډلي څخه به حتمن داسي څوک وي، چې د اسلامي بنسټ پالنې او اسلامي تروریستي افکارو څخه اغېزمن وي، چې دا کار له اسلامي تروریستي ډلو سره د اټومي وسلو او اټومي زدکړو په لاس ته راوړلو کې مرسته کولی شي.
  • له اسلام پالو تروریستي ډلو څخه د پاکستان د پوځ اوږدې مخینې ته په کتو او په دغه پوځ کې د اسلامي تروریستي افکارو خپرېدل دا امکان رامنځ ته کوي، چې پوځ به اټومي مواد، ټکنولوژي او د اټوم جوړولو لاري چاري غیري دولتي ځواکونو ته په واک کې ورکړي.
  • د پاکستان حکومت له ۱۹۸۰م کال څخه تر ۲۰۰۲م کال پوري له شمالي کوریا، ایران، او لیبیا هېوا دونو سره رسمي توافق کړی وه، چې په اساس یې د اټومي موادو د صادراتو لپاره لازم بستر رامنځ ته کړ. ځیني په دې باور دي، چې دا کار قدیر خان کړی وه او هغه د یو سرکښ عنصر په توګه له اداري خلاوو څخه په ګتې اخیستنې سره د دولت له تائید څخه پرته په غیري قانوني توګه اټومي سوداګري کړي وه. خو ځیني بیا دا روایت رودي او وایې، چې قدیرخان دغه ډول کړني د پاکستان د دولت په ملاتړ ترسره کولې. پدې اړه مټیوکرونیګ وایې ″ د قدیر خان اټومي صادرات د پاکستان د دولت له هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن وه″. د پاکستان له لوري دا ډول کړني د نړۍ لپاره خورا ګواښونکي او خپل سري دي.
  • د ځینو امریکایې، پاکستاني سرچینو په خبره او همدارنګه د جعفري، ګولبرګ او امبایند د لیکنو په اساس پاکستان د اټومي وسلو د وړلو لپاره له زرهي او قوي امنیتي کاروان څخه ګټه نه اخلي بلکه دوي دېته ترجیح ورکوي، چې اټومي مواد په پټ ډول په عادي ټرافیکې جریان کې د ملکي نقلیه وسیلو څخه په ګټې اخیستنې سره، چې د چا د پام وړ ونه ګرځي انتقال کړي. د اټومي وسلو د دا ډول بې پروا انتقال سره دا وېره شته، چې ځیني غښتلي تندلاري تروریستي جهادي ډلې به په ډېره اساني سره دغه اټومي مواد له ځان سره وتښتوي. پوښته دا ده، چې که چېرته د پاکستان اټومي وسلې د دا ډول تروریستي ډلو لاس ته ولوېږي په نړۍ او سیمه کې به څه پېښ شي؟. د امریکایې استخباراتي ارزونو په بنسټ پاکستان د اټومي وسلو د خلاصو برخو او تړلو برخو د ساتني او انتقال لپاره له کمزوري امنیتي رویش څخه ګټه اخلي.

پاکستان د اټومي وسلو د امنیت د تامین هڅي له ۱۹۹۸م کال څخه پیل کړي. دغه هېواد د اټومي وسلو د امنیت د تامین لپاره ستراتیژیک متخصص ځواکونه رامنځ ته کړل. دوي د اټومي تاسیساتو د امنیت لپاره دری ضلعي پارامتر رامنځ ته کړ، چې پکې د څېړنې او ارزونې مسؤل افراد، د دښمن ضد فزیکي اقدامات او د بالقوه ګواښونو د پیژندلو ډلې دي. له دغو امنیتي ترتیباتو سره سره،  ډېري امنیتي ننګونې لا هم شتون لري لکه، د بحران په وخت د اټومي وسلو امنیت او خوندیتوب ده؛ دا په دې مانا، چې کله د بحران په وخت کې اټومي خولۍ وتړل شي، ویشتونکي سیستم ته پورته کړل شي او مقابل لوري ته د ځواب لپاره اماده شي، په دې حساس وخت کې د اټومي موادو د غلا او یا د غیرمجاز انتقال احتمال ډېر دی. له دې سره سره کلري د اخطار په بڼه داسي وایې ″ کله چې اټومي وسلې د تیارسۍ په حالت کې  شي. په بحراني حالت کې به د (دوو نفرو) اصل کېدای شي د تصادفي ویشتلو مخنیوی ونه کړای شي″. دغه ډول اندنېښنو د پاکستان د اټومي وسلو په اړه بدګماني په نړیواله کچه ډېري کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply