ګاونډيان کابل مجبور په خوب ويني

0 1,241

په افغانستان کې د سولې له خبرو اترو سره سم دې خبرې زور اخیستی چې د افغانانو له خاورې به نورو هېوادونو ته ګواښ نه پېښېږي. دا خبره امریکا په خپله خوله کوي او پاکستان یې د بل په ژبه بیانوي.
د امریکا موخه په افغانستان کې یوځل بیا د ترهګرو ډلو د ریښو نه زغلولو او له افغانستانه یو ځل بیا امریکا ته د ګواښ نه پېښېدلو له اړخه ده. د پاکستان موخه هند دی او په هر میدان ورته اشاره کوي او ښکاره غوښتنه یې داده چې په کابل کې دې د دوی پرتله د هندوستان واک کم وي.
د ایران موخه د سعوي د نفوذ مخنیوی او له سیمې د امریکا ورکېدل دي، د تهران هیله دا ده چې په کابل کې دې داسې ځواک واکمن وي چې د واشنګټن او ریاض په پرتله یې ایران ته ډېر سر کښته وي. د منځنۍ اسیا او روسیې ظاهري موخه د داعش مخنیوی او له سیمې د امریکا د کډې په شا کول دي. د چین هدف د هغو ډلو د پښو پرې کول دي چې په وینا یې د اېغور له مسلمانو تندلارو سره اړیکې لري.
دوی ټول په دغو بهانو له افغانستانه د سولې په خبرو کې د خپلو ګټو پر اساس د داسې یو اړخیزو ژمنو تر لاسه کول دي چې د افغانستان ګټه پکې تر پښو لاندې او د نورو د مېز پر سر وي. داسې ښکاري چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو په روان بهیر کې هره غاړه له افغانانو د داسې سند لاسلیکول غواړي چې نورو ته به ګواښ نه وي. تر اوسه د افغانستان په استازیتوب هر واړه او لوی، هر خپل او پردي دا ژمنه کړې چې په راتلونکي افغانستان کې به داسې ځای نه وي چې کوم نږدې او لیرې هېواد ته دې خطر پېښ کړي.
دا په دې مانا دی چې ټول افغان سیاستوال په خپله شاهدي ورکوي چې افغانستان پخوا او اوس نورو ته ګواښ و او دی او تر دې وروسته د داسې څه د نه ‎کولو ژمنتیا کوي. په دې برخه کې تر ټولو ډېر ټینګار د پاکستان له خوا د بل په ژبه کېږي او طالبان خوارکیان په دې لا نه پوهېږي چې دوی د داسې چا پلان ته د عمل جامه ور اغوندي چې نه غواړي افغانستان له نورې نړۍ سره خپلواکې اړیکې ولري.
د دوحې په ناستې سربېره طالبانو د ماسکو په وروستۍ ناسته کې هم په دې خبره ټینګار کاوه چې افغانستان باید د نورو پر ضد و نه کارېږي.
سره له دې چې ظاهراً د طالبانو اشاره واشنګټن ته وه چې نور به له القاعدې او بهرنیو ترهګرو شبکو سره اړیکې نه ټینګوي، خو ټول په دې پوهېږي چې له دې غوښتنې او ژمنې د طالبانو موخه پاکستان ته د نوي ډیلي او کابل د اړیکو د تتوالي له اړخه ډاډ ورکول دي چې له څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې یې زړه ترې خوړین دی.
ښکاره ده چې د پاکستان لپاره په افغانستان کې د هندوستان اقتصادي او سیاسي ښکېلتیا دومره لوی سر خوږی دی چې د افغانستان د جګړې او د سولې په بیه یې د لوبې میدان ته را مخې ته کړی دی.
خو اصلي مساله په افغانستان کې د لاسوهنې او له جګړې د ملاتړ موضوع ده چې هیڅ افغان او بهرني اړخ تر اوسه د سولې په خبرو کې ورته اشاره نه ده کړې. افغانانو له هیڅ اړخه غوښتنه نه ده کړې چې د دوی په کورنیو چارو کې دې هیڅ هېواد مداخله نه کوي او دوی دې پرېښوول شي چې خپل هېواد په خپله جوړ کړي. ان د ماسکو په ناسته کې چې له نورو سره د افغانستان د خاورې د نه کارېدنې ژمنې کېدې هیچا د خپل هېواد په راتلونکي فکر نه کاوو او له هیڅ هېواده یې د نه مداخلې غوښتنه نه لرله.
دوی ومنله چې د افغانستان دننه او سیمې ته ور پېښې ټولې ستونزې د افغانانو له کبله دي او هیڅ ګاونډی او بهرنی پر دوی نه دی ملامت. په دغو ناستو کې په بهرنۍ مداخلې په چوپتیا غوره کولو سره وښووله چې د افغانستان روانه جګړه د افغانانو تر منځ کورنۍ جګړه ده او بل څوک نه دې پکې ښکیل، خو له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان واکمن چارواکي تور لګوي چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د خپلو ګټو د پاللو لپاره دغه هېواد د اور خولې ته تړلی او د بهرنیانو د ګټو لپاره د نورو په لمس او نېغې لاسوهنې لوټه لوټه شو.
پر عامو افغانانو سربېره اوس د نړۍ په ډېرو برخو کې ان عام وګړي هم په دې پوهېږي چې پاکستان او ایران تر نورو ټولو ګاونډیو او لیرې هېوادونو ډېر د افغانستان په وراني او جنګونو کې ښکېل دي او د دوی له ملاتړ پرته د طالب په ګډون هیڅ ډله یو ساعت هم دغه ناولې جګړه پر مخ نه شي بېولای، خو د سولې په نوم د روان بهیر له منځه داسې ښکاري چې کابل یو ځل بیا ډېر منحوسو ګاونډیو ته پرېښوول کېږي چې د سر په سړي یې د پردي ټاپه لګېدلې او دغه تاریخي هېواد یو ځل بیا د بل تر ګونډو لاندې شي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply