زموږ رهبران څوک دي؟/ وسيع الله عبدالرحيمزی

0 525

د افغانستان تېرو څلورو لسیزو کورنیو جګړو ته په کتو ويلای شو چې زموږ رهبرانو تر ټولو بد، بې ننګه او له جنایتونو ډک تاریخ نسلونو ته پرېښی او نسلونه يې په لوستلو شرمېږي .
هغوی چی د پردیو خوشالولو لپار د دې هېواد بې ګناه خلک ووژل، په ناموس يې تیری وکړ، بې عزته او بې عفته يې کړل، د سرو وینو ویالې يې جارې کړې، هېواد يې وران کړ، بیت المال یی چور کړ، ملي شتمنۍ يې چور کړې، تاسیسات یی وران کړل، نږدې دوه میلیونه هېوادوال مو شهیدان، درې میلیونه مو معیوب او لس میلیونه بې کوره او بهر کډوال شول، هېواد يې لوټې لوټې له خاورو سره خاوري کړ.
برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، احمد شاه مسعود، عبدالرشید دوستم ، عبدالعلي مزاري او عبدالرب رسول سیاف د افغانانو د وژلو او افغانستان ورانولو اصلي لامل دي.
جنرال عبدالرشید دوستم چې د کورنیو جګړو مخکښ او مشهور جنایت کار او قاتل و صبغت الله مجددي ورته «نعوذ باالله» د خالد بن ولید لقب ورکړ ، دا بد بخته جنرال د شهید ډاکټر نجیب الله د واکمني پر مهال ډېر امتیازات واخیستل؛ مګر بېرته د شهید ډاکټر نجیب الله په مقابل کې ودرېد او له هېواده‎ د وتو مخنیوی يې وکړ او بالاخره پاکستاني جنرالانو ډېر بې رحمه شهید کړ.
احمد شاه مسعود هم د افغانانو په وژنه، قتل‌عام او د هېواد په ورانولو کې تر خپل وس پورې داخل و، پر مظلوم ولس يې تېری کړی، او دومره چالاک او معامله ګر و چې له روسيې سره سره يې له امریکا، فرانسې، ایران، پاکستان او له هنده يې پرېمانه حق‌الزحمه اخیسته او د یاد شويو هېوادونو باوري کس و .
کله چې مسعود 2001 کال کې دوو عربو ژورناليسټانو وواژه، د حامد کرزي په مشري موقته اداره جوړه شوه، مسعود ته يې د ملي قهرمان لقب ورکړ .
زما په اند په کورنۍ جګړه کې داخل ته قهرمان لقب ورکول لويه تېروتنه ده، که په وژنه ظلم او تېري باندي قهرماني لاسته راځي؛ نو بیا هر یو رهبر او ظالم قهرمان دی .
دا چې پخواني ولسمشر حامد کرزي احمد شاه مسعود ته د ملي قهرمان لقب ورکړ؛ نو کرزي له دې بې چاره ولس سره لويه جفا وکړه.
هېره دې نه وي چې حکمتیار هم په وران کاري او عامه وژنه کې له نورو سیالانو کم نه دی، د پاکستان څار ګرې ادارې«ای‌ايس‌ای» له خوا په کورنیو جګړو کې خاص لوبغاړی و، دې ښاغلي اویا زره بې ګناه خلک شهیدان کړل، ښځې يې کونډې کړې ، مېندې بوري او ماشومان يې یتیمان کړل او په سرو وینو يې هېواد ولمباوه، پاکستان ته يې له حده زیات چوپړ وکړ د «ای‌ايس‌ای» ماموران يې په ستایلو کې پاتې راغلل .
عبدالباري جهاني صاحب په یوه لیکنه کې ويلي؛ اته دېرش کاله مخکي په پېښور کې مهاجر وم چې ما په خپلو غوږونو د ګلبدین دا وینا واورېده چې ویل يې؛ که حضرت عمر فاروق «رض» هم ارګ ته ننوزي، زما جهاد به دوام لري، ځکه په اسلام کې یوازې یوه لار حقه ده او هغه هم د حزب اسلامي لار ده .
دی په پردي دسترخوان باندې لوی شوی ظالم او جابر دومره هم نه پوهېده چې جهاد له چا سره کوي، ولې او د څه لپاره يې کوي؟.
خپل مسلمانان وروڼه دې ووژل دا جهاد و، خپل هېواد دې وران کړ دا جهاد و، بیت المال دې چور کړ دا جهاد و.
عبدالعلي مزاري خو هغه څه کړي چې لیکل او بیانول يې ډېر مضبوط زړه غواړي، د د انسانانو په سرونو کې مېخونه ټکوهل، له ښځو يې تي غوڅول، د ښځو ولادت په عام محضر کې لیدل کېده، ګرم شوي غوړي يې د بنديانو پر سرونو اچول، د مړو ننداره به يې کوله او په ښځو يې ډله‌يز جنسي تېری کول، دا د مزاري کارنامې وې .
برهان الدین رباني تش په نامه د حکومت د بقا لپاره له خپلو بادارانو د بمونو غوښتنه کړې وه چې دی خپلو بادارانو ته د کار سړی معلوم شي.
د عرب شيخانو په پیسو مست عبدالرب رسول سیاف هم په کورنۍ جګړه کې ښه زړه یخ کړی دی، وژنې، وران کاري، ظلم، او تېری يې ښه په ډاډه زړه کړي دي .
ده ښاغلي په 1371 شمسي کال په افشارو کې ډله‌یزه وژنه کړې چې تر نن ورځې يې هېرول ګران دي .
راځئ چې نور د دې ظالمانو لاسپوڅو او پرديو مزدوانو په مقابل کی ودرېږو، ځکه دوی یوازې د قدرت وږي دي او شخصي ګټې په پام کې لري او بس.
ښه به دا وي چې خاين ته خاین او خدمتګار ته خدمتګار ووایو، نو ليرې به نه وي چې یو اباد او بسیا افغانستان ولرو .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply