نظام زموږ سره کرښه ده/ اجمل ښکلی

0 751

زموږ لنډ تاريخ وايي چې موږ نظام ساز ملت نه يو. نظامونه په اسانه له پښو غورځولاى شو، خو جوړولاى يې نهشو.
د نظام نشت د ملت په بې کفايتي دلالت کوي، ځکه چې نظام د ملت او هېواد څېره ده. خلک غواړي چې زموږ د هېواد څېره مسخه کړي او موږ هم تل شعوري نا شعوري د دوى تبر ته لاستى وراچولى او د خپل هېواد او ملت څېره مو مسخه کړې ده.
هغه بله ورځ مې په يوه غونډه کې دوه استادان وليدل، چې ملي سرود ته په دې نه وو ولاړ چې ولې په پښتو دى. ملي سرود او ملي ټرمينالوژي د ملي هويت برخي دي، دا په قومونو او ژبو نه وېشل کېږي، په سياسي قاموسونو کې د ملي مصلحت په نامه يوه اصطلاح ده. ملتونه د خپل هېواد د پياوړتيا او ودې لپاره ملي مصلحت کوي.
په يوه هېواد کې هم هغه ډول مثالي مساوات نه شته چې موږ يې تصور کوو، هرومرو به د ملت د پيوستون او د نظام د پايښت لپاره څه ورکوو؛ نو څه به تر لاسه کوو، البته د هر ډول نيوکې لپاره ولسواکي خپل قوانين لري، خو دا يو ډول بې حرمتي ده چې پر خپلو ملي ارزښتونو پورې وخاندو. ښه ده چې خلکو ته وښيو چې موږ يو ملت يو، ځکه د ملت له احساس سره زموږ ژوند او فردي ګټه تړلې ده.
يوه، يوه نيمه مياشت مخکې ټولو خلکو چغي وهلې چي د کابل هوا ککړه ده، خو هيچا د خپل کور د ډبرو د سکرو بخارۍ نه ليده، ځکه چې موږ اصلاً د خپل فردي ژوند او هېوادنيو ګټو، ملي ارزښتونو او د نظام د بقا تر منځ اړيکه نه احساسوو. کله چي موږ په دې پوه شو چې د نظام شتون زما فردي ګټې خوندي کوي؛ نو موږ د نظام د جوړولو اهل شوو.
دومره انقلابونه راغلل لاړل، خو زموږ د ازادۍ قبايلي تصور يې تر پوښتنې لاندې را نه وست. موږ اوس هم فکر کوو چې نظامونه به ځي راځي او زه به خپل ژوند کوم، خو واقعيت دا دى چې هره فردي کړنه د هېواد پر برخليک اغېز ښندي، ځکه خو هېوادونه د افرادو د کړو او هېوادونو د ګټو د همغږي لپاره قوانين جوړوي.
که نظام نه وي، د هېوانيو ګټو او ملي ارزښتونو تر منځ تشه را پيدا شي او له همدې تشې نه نور هېوادونه استفاده کوي.
د انګرېزانو په وتو، د کانګرېس مشرانو «ګاندي، نهرو، پټيل، مولينا ازاد او نورو» و نه ويل چې موجود نظام د انګريزي استعمار پاتې شونى دى، موږ به دا ړنګوو، بل به پخپله خوښه جوړوو، بلکې هغوى خو دوې دورې په انګرېزي استعمار کې د نظام د چلولو او جوړولو تجربه وکړه او ورسره يې د خپلواکي جدوجهد هم روان وساته، خو موږ په افغان جهاد کې هم دا ويل چې کابل بايد وران شي او اوس هم له بده مرغه پر هماغه بهرنۍ اجنډا روان يو.
نظامونه جوړول ډېره خواري او استعداد غواړي. اوسنى نظام به نيمګړتياوې لري، خو يو نظام دى، د پوهنې، لوړو زده کړو، حکومتولي، بانکولي، کرنې، لنډه دا چې په ټولو برخو کې يې چوکاټونه او قوانين جوړ کړي.
هر څوک چې راځي ملي مسؤوليت يې دا دى چې د يوه فرد په حيث د دې نظام په ښه کولو کې نقش ولوبوي. همدا تېر کال په ټول هېواد، په تېره په کابل کې د اوبو نشت جدي مساله وه، را روانو کلونو کې به دا مساله تر جګړې هم شايد شديده وي او حل به يې تر سولې هم ارزښتمن وي.
که په هېواد کې سوله واى، حکومت مکلف و چې د جګړې پر ځاى يې د دې ستونزې حل ته لومړيتوب ورکړى واى او د جدي ګام اخيستو ته مو اړ کړى واى. که نظام نه وي او يا بيا يې له صفره شروع کوو؛ نو دا ستونزه به څنګه او څوک هواروي؟ د نظام په نشت کې دا ستونزه نوره هم لويېږي.
د نظام په نشت کې يوازې وچکالي هم کافي ده چې ملت يو ګيلاس اوبو ته حيران کړي او له هېواده مو پامواړوي.
د سولې خبرې دې خداى بريالۍ کړي، خو سوله بايد ګونګه نه وي، ملت يې بايد له پايلې بشپړ خبر وي. د سولې په هېنداره کې بايد موږ د خپل هېواد د راتلونکې څېره روښانه ووينو چې تر سولې وروسته به زموږ هېواد په کوم حالت کې وي؟ موږ بايد د سولې په پايله کې د هېواد په سوکالي ډاډه شو.
د دې اطمينان لپاره بايد کوټلي دلايل ولرو او د يوه ملت په اساس بايد تضمين راکړ شي. دا چې په سوله کې تر موږ نور هېوادونه ډېر داخيل دي او تر موږ ورته د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ ډېرې خوشاله دي او دا چې له تبصرو يې د نويمې لسيزې د ناورين بوى راځي؛ نو موږ ته شک پيدا کېږي.
موږ بايد د نظام شتون د سرې کرښې په توګه وړاندې کړو. سوله بايد زموږ له نظامه د قوم‌پرستي، سمتبازي، خپلوانپالنې «اقرباپرورۍ» او بډي‌خورۍ عناصر وباسي او پياوړى يې کړي دا نه چې له څېلمې يې ړنګ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply