پاچاخاني (په عدم تشدد کې د افغانانو فکري یون)

0 533

-شفیع الله حقیار
پاچا خان چې افغاني ټولنه د دروني چاپیریال، بیروني بېلابېلو عادتي ـ فطري رواني حالاتو او د زرین افغاني تاریخ له مخې مطالعه کړه؛ نو د عدم تشدد لاره یې د افغانانو لپاره غوره او مهذبه وګڼله.

ده به ویل، چې افغانان له هر څه لومړۍ باید د تعلیم په روحیه عادت شي، غاړه ورته کیږدي او د ټولنیز پرمختګ لپاره یې اساسي لاره وبولي.

همغه وو چې لومړی ګام یې د (اتمانزو ازاد های سکول) د جوړولو لپاره کېښود چې افغان بچیان یې ورته راوبلل او زده کړو ته یې وهڅول.

که څه هم خان له ګڼو سیاسي ستونزو او د مخالفینو له تُند غبرګون سره مخ و؛ خو تسلیمي یې نه منله، د مبارزې سره مخ پر وړاندې روان و.خان پوهېده چې افغانان تراوسه ذهنً او جسمً نه دي اماده، نرمښت (عدم تشدد) یې په مقابل کې د مبارزې لوی اصل وګڼه، د همدې اصل په اساس یې افغانان نړۍ ته د فعال او نه ماتېدونکي قوم په حیث ور وپېژنده.
خان د خپلې علمي مبارزې ترڅنګ چې له ګڼو سیاسي دسیسو سره هم مخ و؛ دا یې غوره وګڼله چې افغانان خپلې ملي تګلارې ته سره راټول او د منونکي برخلیک د ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړي.

(خدایي خدمتګار) په نهضت کې یې افغانان د ویښتیا، ملي روحیې پاللو، د ملي احساس درک او د پوهنیز بهیر د عامښت په خاطر تر یوه چتر لاندې راغونډ او مټې یې د عملي کړنو لپاره وربډ وهلې.

دی د افغانانو په ذهنیتي حساسو تارونو پوهېده مخکې له دې چې افغانان فکر کړي، عملي ګامونه واخلي، تشدد ته لاس اچوي.همدا علل دی چې افغانان له پرمختللي بهیر شاته پاتې دي.

دی وایي، چې افغانان د نړۍ یو غیرتي او ټولو ته منل شوی پېژندل شوی ملت دی، خان به چې هر وخت ځورېده د افغانانو له تُندی او له علم سره د دوی له حساسیت څخه ځورېده.

د خان په وینا، که افغانان د تورې او مېړانې خلک دي؛ همداسې که له دې سره د قلم کرښې تر ملا تاو کړي نو دوی به یوازینۍ ملت وي چې نړۍ به ورته د شجاعت، نه ماتېدونکي، نه بېلېدونکي ټولنیز پرمختللي حرکت په نوم هم وپېژني.

د عدم تشدد سرلاري، افغانان په فطري توګه حس او د دوی خصلتونه، غوښتنې، کړنې…او نور یې د تفکر په اساس درک کړي وو؛ ځکه خو ده په غوره کړې لاره کې لاسته راوړنې درلودې او بریالی روان و.

د بریالي رهبر ځانګړنه ده چې ملت یې په زړه او فکر کې راونغاړي، ساتنه یې وشي او راتلونکو نسلونو ته د تاریخ پر پاڼو ستایلی پاتې شی.

فخر افغان هم د هر افغان په زړه او فکر کې د ریښتیني او بې مثله رهبر په حیث ځای نیولی دی. ده افغان افغان معرفي کړ، افغان ته یې د ټوپک پر ځای قلم په ګوتو کې ورکړ چې د ټولنیز پایښت اساس جوړوي.

خان به تر هغې د افغان په تاریخ کې ځلیږي او افغانان به ورباندې فخر کوي تر څو چې افغانان او د افغانانو تاریخ د نړۍ په هر لوري کې ژوندی وي.

دا زموږ فخر دی چې د خپل سپېڅلي مبارز مشر فکر مطالعه کړو او تګلاره یې عملي کړو.دا د ده له مقدسې مبارزې نماینده ګي کوي چې پر افغانانو سربېره نړیوال هم د ده فکر او مبارزه په خپلو چارو کې د نمونې په شان یادوي.

هر افغان چې افغانستان حس کړی وي، خان درک کولای شي. هر افغان د ده په افتخاراتو او لاسته راوړنو ویاړي، ځکه خو په تاریخ کې د ګوتو په شمار ځلېدونکې څېرې تل زموږ په ژوند کې ځلیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply