دوه جنازې: مجروح او مجددي / ايمل جلال

0 1,003

پوهاند دوکتور سید بهاءالدین مجروح له حضرت صبغت الله مجددي پوره ۳۱ کاله او یوه ورځ وړاندې په پېښور کې په شهادت ورسېد. نن مو د «انسان» په دفتر کې د پوهاند مجروح ۳۱م تلین ولمانځلو. د پروګرام په پای کې مو د مجروح صېب د جنازې د مراسمو په اړه یو مستند هم ولیدلو. تصادفاً همدا نن ارواښاد مجددي هم د جنازې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې تر مزاره بدرګه شو. د دواړو د جنازې له مراسمو زما برداشت او دا چې پدې ۳۱ کلونو کې وضعیت څومره تغیر کړی، دلته ولولئ:

پوهاند مجروح د افغاني مدرنیزم سرلاری فیلسوف، سیاستوال، اکاډیمیسن او علمي سټه وه چې د شوروي ښکېلاک له وېرې پېښور ته مهاجر شو او د ۱۹۸۸ کال د فبروۍ په ۱۱مه شپه د خپل کور مخې ته په ډزو غلبېل شو. مجروح یې ځکه شهید کړ چې له ښکېلاک وروسته افغانستان لپاره یې د دولت جوړونې پر پروسه عملاً کار کولو. د مدرن افغانستان لپاره د مجروح تیوري دا وه چې د شورویانو د یرغل سره سم باید داسې پیاوړی مرکزی دولت جوړ شي د هېواد ټولې پرګنې پرې راټولې شي. هغه تر شهادت لږ وړاندې د افغان مهاجرینو په کمپونو کې یوه سراسري سروې وکړه چې له مخې یې ۶۰ – ۷۰ سلنه افغانانو پخوانی پادشاه محمد ظاهر شاه د افغانستان د راتلونکي زعامت لپاره غوره آپشن بللی و. دا سروې مجروح ته د سر به بیه تمامه شوه.

په مستند فلم کې یو ملا صېب ښودل کېږي چې شهید د مزار پر سر عالمانه وینا اوروي: ملا صېب ټینګار کوي چې د اسلام په کور کې د پیغمبر لمسی شهید شو. د «اسلام له کوره» یې مراد پاکستان دی. ملا صېب بیا وايي چې« بېګاه بي بي سي ویل چې مجروح صېب لوی مجاهد و!» دا مراسم د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په وینا پای ته رسېږي.

دا ټوله کیسه مې ځکه وکړه چې د مجروح قاتلینو ته مو پاملرنه جلب کړم. څه فکر کوئ چې د روس پر وړاندې د جهاد لپاره د ۷ جلا ګوندونو جوړېدل تصادفي و؟ دا پوښتنه د مجروح د قاتلینو پورې هم اړه لري. هغوی که هر څوک دي له همدې ۷ ګوندونو له جملې نه د یو غړیتوب حتماً لري. مجروح د پاکستاني استخباراتو په اشاره همدې مجاهدینو ووژلو. تر ننه پورې یې د قاتلینو په اړه چا سپڼ هم ونشو کړای. سره له دې چې ځیني هغه عیني شاهدان اوس هم ژوندي دي چې د مجروح قاتلین ورته معلوم دي. په هر ترتیب د افغاني مدرنیزم داسې ستره هستي لمنځه لاړه چې تشه به یې په اسانۍ ډکه نشي.

پوره ۳۱ کاله وروسته د همدې مجاهدینو یو رهبر چې له ۷ ګوندونو نه د یو مشري یې پر غاړه درلودله په خپل ‌طبعي مرګ ومړ. دولت یې په ویر یوه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه، ولسمشر د جهاد سرلاری او د ټولو استاد وباله، د جنازې دوه شانداره مراسم ورته جوړ شول او بلاخره زوی یې وفرمایل چې مرحوم په افغانستان کې د دایمي سولې په ارمان له دې نړۍ سترګې پټې کړې!
مجروح او مجددي دې دواړه خدای پاک وبښي خو د مجروح تر شهادت پوره ۳۱ کاله وروسته نن هم هغه قاتل ذهنیت چې د نوموړي د شهادت وبال پر غاړه لري، پر افغانستان حاکم دی. د مجروح قاتل ذهنیت چې په هر نامه وي نن هم د افغاني مدرنیزم او سوکاله افغانستان پر لار لکه ښامار داسې پروت دی.
که باور نه لرئ نو د «طالب، لنډه غر، امریکا، مسکو، قطر، اسلام آباد، علي‌بابا او ۴۰ ملګرو» له کلماتو یوه داسې جمله جوړه کړئ چې د افغانستان د ننني صورتحال او وضعیت ترجماني وکړي…

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply