د انګېزې په فضا کې

شفیع الله حقیار

0 599

انګېزه د ذهني پلان له لومړنيو خامو موادو څخه ګڼل کیږي.د دغه موادو په راټولولو هغه مهال فکر کار پیلوي چې کله د غښتلتیا او تحرک تمرین پیل کړي او د عمل صحنه په خوله ورکړي.

د یو کار له ترسره کولو مخکې، لومړی لازمه ده چې پلان ولرو؛ همدا پلان دی چې کار کولو ته د عمل جرئت ورکوي او د تمثیل میدان ته یې راکاږي.

د پلان د رغښت او چوکاټ لپاره تر ټولو دمخه غښتلې انګېزه اړینه ده؛ ځکه انګېزه انسان بوخت او متحرکه ساتي؛ نه پریږدي چې د راټوکېدلي فکر په مرۍ، بې پروایي پښه کیږدي او انسان دې کمزوری معرفي شي.

د انګېزې عوامل په خپله انګېزه اخیستونکی “لومړی شخص”، انګېزه ورکوونکی “دوهم شخص/اشخاص”طبیعي پېښې، اختیاري/ نااختیاري ټولنیز ټکرونه، جسمي او فکري حادثې، بېلابېل منفي او مثبت چلندونه…بلل کېدی شي.

انسان ته چې د ژوندي خطاب وشي نو ضرور شي چې باید ژوند وکړي، دا چې ژوند وکړي، نو په کار ده چې مخ ته لاړ شي؛ نو چې مخ تګ کوي حتماً د ناخبرو او احتمالي درک کړیو ساکنو ټکرونو سره مخ کیږي او هڅیږي چې د یادو ټکرونو سره مقابله وکړي او ځان بریالۍ حس کړي.

انسان ته هر طبیعي سکونډ، هغه ته د ځان په اړه: څوک یې؟ څنګه او ولې یې؟ څه کوې؟ څه به شې؟ بیا به څه کړې؟…او شیندونکو پوښتنو په اړه، د انګېزې په فضا کې د حقایقو، ثبوتونو او دلایلو په پیدا کولو پسې خوځښت ته را بولي.

دا چې انسان غواړي د بریا حس وکړي؛ نو د خپلې سیالۍ لپاره په مناسبو لارو فکر کولو ته اړ کیږي چې له کومو ورسره شته ـ ممکنه قوو کار واخلي؟

انسان ته د انګېزې ورکولو له دوو سترو عواملو یو هم په خپله دی “انګېزه کوونکی” دی چې په درون او د خپلې ژوندۍ ـ بیرونۍ زاویې په چاپېریال کې له پېښو سره مخ کیږي، همدا پېښې دي چې د ده فکر ته د انګېزې انرژي ورکوي، د رواني تمرین په پایله کې، د تعقل پر مټ ورته پلان جوړوي او د ژوند په عملي ډګر کې یې د وړاندې کولو هڅه کوي.
د انګېزې بل اړخ بیرونی “بل کس، پېښه یا هم طبیعي ټکر” کیدای شي.

بل کس دوه ډوله انګېزه کېدونکی اوسي، “مثبته یا منفي” دا کس کېدای شي چې سالم، په منطق مینځل شوي مواد انګېزه اخیستونکي ته ورکړي، د انګېزې سالم مواد د ویښ تفکر په اساس او د ژبې په احتیاطي کارونې سره انګېزه اخیستونکي ته انتقالیږي چې د انګېزه اخیستونکي فکري چلند هم بیا په بیړه ورسره د تعامل هڅه کوي او پایله یې هم انګېزه اخیستونکي ته او هم ټولنې ته په ګټه تمامېدی شي؛ خو برعکس هم کېدی شي، چې انګېزه ورکونکی به یا د غوښتنې پر اساس او یا په سطحي ـ لنډ فکر د داسې انګېزې د انتقال پړه په غاړه اخلي چې هغه هم انګېزه اخیستونکي او هم د ټولنیز انساني نظام لپاره په ضرر تمامه شي.

بل هم د انګېزې هغه مواد دي چې انګېزه اخیستونکي ته په في حال عمر، پوهې، ژوند، فکر، چلند، ناسته ولاړه، لاسته راوړنو، ټولنیزو اړیکو او هوساینه کې تر ډېره بریده جوړ او مننونکي مواد ښکاري؛ ځکه یو خو کیدای شي دا مواد، ده له ډېر نیږدې “باوري” کس څخه خپل کړي وي، دغه مواد، دی تمرینوي ترڅو پلان شي او د عمل جامه واغوندي.

کله چې عملي شي، د ژوندانه د حال ـ ځاني شرایطو او غوښتنو سره سم ترې رضایت ښکاره کوي؛ خو که همدا انګېزه د اخیستونکي د ژوند په پراته بهیر کې ځان منفي وښایي بیا یې د مثبتولو هڅه شونې شي ځکه وخت تر وخت تېر وي او انسان د ژوند له ګڼو نالیدونکو فشارونه سره مخ وي.

مثلاً: د اشرافې کورنۍ له خوا یوه زوی/لور یا کوم بل غړي ته دا انګېزه ورکول چې تل به همداسې پیسې وي، زموږ په خوښه به ژوند کیږي، څه چې غواړو هغه به رارسیږي او څه چې کوو هغه به کوو یا ورته وویل شي چې ژوند کوه حساب مه منه، مسوولیت څه کوې؟ په څه باندې فکر کول څه کوې؟ ځان ته زحمت ورکول څه کوې؟ تعلیم څه کوې؟ یوازې د کم نه راتلو په خاطر ځه یو سند ترلاسه کړه چې یو لقب خپل کړې نور سرخوږی او زړه خوړل په کار نه دي او… دې ته ورته انګېزې جوړ او بدلون مننونکی انسان شډل ګرځوي، لاره ترې ورکوي، بیا نه ځان پېژني او نه بل.
انسان د خپل ژوند په بهیر کې د لاسته راوړنو لپاره خلق شوی، ځکه په انسانیت تعریف شوی دی، د لاسته راوړنو سره ننګونې بیا د ده مبارزه په مخلوقاتو کې ده ته، د ده دریځ جوت او ثابتوي، د ژوند او ژوند کولو پر مانا یې پوهوي، د بریا په ارزښت او د ناکامۍ په پایله یې سر ورخلاصوي.

په ټولنه کې ټولن مېشتو، په ځانګړې توګه نوي نس او ځوان نسل ته بویه چې د انګېزې هغه جذب کړي مواد په فکر کې تمرین او د ذهني پلان پر اساس عملي کړي چې په هغه کې د انسانیت، اسلامیت، شخصیت، استعدا او د فعال تفکر نښانې وي، په ټوله کې په انساني، ذهني، تجربه شويو ارونو باندې منل شوي وي، د ویاړلي انساني ژوند د بقا راز پکې نغښتې وي، ثمره یې د ژوند په بهیر کې انرژي بښونکې واوسي او په ژوند کې په وړاندې تګ سره مننونکې لاسته راوړنې ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply