شات د میکروب ضد خاصیت هم لري

0 690

حمیدالله حمیدي-

له پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د میکروب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده. د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکروبیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسورو ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ماده ده چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې د باکتریاوو مقاومت له منځه وړي.

په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون د درې ډوله باکتریاوو پر وړاندې چې د ټپونو د میکروبي کېدو لامل ګرځي، په ګوته شوی دی. پایلو ښودلې چې شات کولای شي په مختلفو بڼو د باکتریاوو د پرمختګ مخه ونیسي. نو شات نه یوازې یو ارزښتناک خوراک دی، بلکې یو قوي انټي بیوټیک هم ګڼل کېږي.

د شاتو په اړه چې په دې وروستیو کې کومې څېړنې شوې، ښيي چې شات د ټپ منځ ته د باکتریا د داخلېدو مخه نیسي؛ ځکه دا د باکتریا د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغه اړینه مرحله ده چې په پایله کې یې ټپ مېکروبي کېږي.

شات کولای شي چې باکتریاوې د انټي بیوټیکو پر وړاندې حساسې کړي او همدا حساسیت یې د له منځه تلو سبب ګرځي.

څېړنې دا هم ښيي چې د ټپونو د درملنې لپاره له انټي بیوټیکو سره د شاتو کارول نسبت مېکروب ضد داروګانو ته ګټور تمامېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply