فایبر لرونکې مېوه مو غاښونه روغ ساتي

646

امریکایي څېړونکي وایي، هغه عمر خوړلي کسان چې له فایبر لرونکو مېوو ګټه اخلي، ډېر لږ د اوریو پر ناروغۍ اخته کېږي او غاښونه یې روغ وي.

دوی پر ۶۰۰ تقاعد شوو نظامي افسرانو د (۲۴) کلونو لپاره څېړنه کړې ده چې په ورځني ډول یې په هر وار خوړو کې فایبر لرونکي خواړه او مېوې کارولې. د څېړنو پایلو ښودلې چې دغه چارې په عمر خوړلو کسانو کې ۳۰ سلنه د غاښونو د له منځه تلو مخه او د اوریو د ناروغۍ مخه نیولې ده.

دوی وایي ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو اوښتي وي؛ ځکه د دوی د څېړنو له مخې د هغو کسانو لپاره یې د پام وړ ګټه نه وه کړې چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو کم وو.

څېړونکی پلاوی وایي، د غاښونو د له منځه تلو لپاره تر ټولو غوره مېوې مڼې، الو او کېلې دي. دوی وایي د دې لپاره چې عمر خوړلي کسان روغ غاښونه ولري باید په هر ځل (سهارنۍ، غرمنۍ او ماښانتۍ) کې لږ تر لږه ۲،۵ ګرامه فایبر واخلي. پر مېوو سربېره ځیني سابه او حبوبات هم کولی شي د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور تمام شي.

څېړونکي وایي ډېرې لږ مېوې او سابه دي چې د غاښونو د روغتیا لپاره ګټور دي چې له دې جملې پورته ذکر شوې مېوې ۱۴ سلنه او سابه ۵ سلنه کولی شي د غاښونو د خرابېدو مخه ونیسي.

د شمېرو پر اساس په سلو کې ۱۰ امریکایي سپین ږېري د اوریو د وینې کېدو پر ناروغۍ اخته دي. دغه شمېرې بیا په عمر خوړلو کسانو کې چې عمرونه یې له ۷۵ کلونو پورته وي، شل سلنې ته رسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.