اتمر سیاسي انتحار وکړ/ عبداللطیف یاد

0 1,747

ښاغلي اتمر بل هیڅ کوم کمال نه درلود، لوی کمال یې همدا و چې لږ خبرې یې کولې. خلکو له همدې امله ځیرک او مرموز سیاستوال باله، مګر پروني مطبوعاتي کنفرانس ښاغلي اتمر ته سخت زیان واړاوه، ځکه چې پرون یې د ولس پرځای جنګسالاران انتخاب کړل. یو خو بې له هغې ټول جنګسالاران او هغه بدنامې څېرې پرې ور ټولې دي چې افغان ولس ورڅخه نفرت لري او بل یې پرون په ډېره سپین سترګۍ د هغوی دفاع هم کوله.

ښاغلی اتمرد دې پرځای چې د قانون د حاکمیت په موخه یې د حکومت ستاینه کړې وه، برعکس یې د حکومت غندنه کوله او ویل یې چې ولې یې په دین محمد جرئت پسې کورته امنیتي ځواکونه ور استولي دي؟

دین محمد جرئت هغه څوک دی چې د کورنیو چارو وزارت د فساد کیسې یې د ټولو په یاد دي. اکثره خلک په دې خبر دي چې په کابل کې په غصب، وسله والو غلاوو او انسان تښتونو کې د ښاغلي جرئت او د ده د کسانو مستقیم لاس دی او له همدې امله یې زیات جنایتونه ترسره کړي دي.

تېر کال چې د ننګرهار امنیتي وضعیت سخت خراب شو، نو ولسمشر غني د ښار د امنیت او چاڼیزو عملیاتو لپاره ملي اردو واستوله، هغوی مشکوک ځایونه او دفترونه تالاشي کړل او په ننګرهار کې یې د ښاغلي جرئت له دفتر څخه انتحاري واسکټونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړل، بیا حکومت تصمیم ونیوه او هغه یې له دندې لیرې کړ.

د څو میاشتو په تېرېدو سره هغه لا هم خپل دولتي وسایل او وسایط نه وو تسلیم کړي او حتی څلور هاموې یې هم له ځانه سره ساتلې وې، حکومت ورته څو ځله خبر ورکړ، خو جرئت چندان باک ورباندې رانه وړ او په دې وروستیو کې حکومت دوه اویا ساعته وخت ورکړ، د یاد وخت له پایته رسېدو وروسته یې د تروریزم ضد ځواکونه پسې ور واستول، د هغه کور یې کلابند کړ، وسلې او هاموې یې ځینې راوړل، مګر اتمر پرون زیات په همدې تاکید کاوه چې دولت ولې دا کار کړی، که هلته نښته شوې وای، نو مسوولیت به د چا و؟

ښاغلي اتمر پرون دا هم وویل، د جرئت ځوی د وطن د دفاع په لاره کې شهید شوی او قرباني یې ورکړې، حال دا چې د جرئت زوی په کابل کې په قماربازیو او زنکه بازیو کې ووژل شو. د شخصي خصومت په اساس ووژل شو. اتمر په دغه ډول خبرو او څرګندونو سره نه یوازې د ولس سترګو ته خاورې وشیندلې، بلکې ولس او قانون دواړو ته یې توهین وکړ.

ښاغلي اتمرپه پروني مطبوعاتي کنفرانس سره سیاسي انتحار وکړ. ولس پوه شو، چې که اتمر واک ته ورسېږي، نو یو ځل بیا به ټول جنګسالاران حاکم شي، هیواد به بیا بحران ته لاړ شي، ظلم، وحشت، غصب او د جنایتونو ګراف به لوړ شي، نو ولس ته ښایي چې ویښ او بیدار اوسي او له اتمر سره خپله لاره جلا کړي، ځکه د هغه ټوله تکیه د ولس پرځای په څو زورواکو او بدنامو جنګسالارانو ده.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply