سوله اوس را ځي؛ امريکا او افغان حکومت يوه خوله شول

0 595

له هغه وروسته چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په قطر کې له طالب استازیو سره پرله‌پسې شپږ ورځې پر افغان سولې خبرې وکړې، ورسره هم‌مهاله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو، د لنډمهالي حکومت جوړولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه تاوده شول چې په‌ دې سره افغان حکومت هم د دغوو مسایلو په اړه توند غبرګون وښود.
ولسمشر غني وویل، د افغان سولې په اړه هيچا ته د خپلسرو پرېکړو اجازه نه ورکوي، د لږکیو له لوري دا خبرې پایلې ته نه‌شي رسېدای او تر اوسه داسې زوی مور نه ‌دی زېږولی چې د پټو معاملو هوکړه‌لیکونه پرې لاسلیک کړي.
خو زلمي خلیلزاد بیا ولسمشر اشرف غني ته نامستقیم ویل چې د سولې لپاره دې خپله څوکۍ قرباني کړي. د دې تر څنګ خلیلزاد ټینګار کاوه چې د افغان سولې په اړه یې له طالبانو سره خبرې وروستۍ شوې نه ‌دي او نه یې هم کومه هوکړه ورسره کړې ده.
اوس ولسمشري ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني له زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ لیدنه کې د سولې خبرو اترو د پر مخ بیولو لپاره پر نویو لارو د کار هوکړې ته رسېدلی دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د دغې هوکړې د جزیاتو په اړه وايي، د افغان سولې په اړه د افغانستان او امریکا تر منځ د نظر اختلاف نه‌شته او تر اوسه چې په دې برخه کې کوم اقدامات شوي، لومړني دي او تر دې وروسته به افغان حکومت له زلمي خلیلزاد سره د یوې واحدې تګلارې له مخې، د سولې پروسه پر مخ یوسي.
په همدې حال کې زلمي خلیلزاد ویلي چې هېواد یې د افغان حکومت په مالکیت د سولې خبرو اترو ته جدي دی او داسې تلپاتې سوله غواړي چې ټول ارزښتونه پکې وساتي او په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای لامل شي.
نوموړي هم ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره واحد نظر لري او هڅه کوي چې خپل ټول فعالیتونه له حکومت سره په سلا مشورې او همغږي پر مخ یوسي.
بل ‌خوا د سیاسي چارو شنونکي د افغان سولې پروسې په برخه کې د افغان حکومت او امریکا واحد نظر او همغږي د دې پروسې د بریا لپاره مهم بولي او وايي، دواړه لوري دې د ګډو موخو او ګټو لپاره خپله همغږي نوره هم زیاته کړي.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله وردګ وايي، له افغان حکومت او امریکا پرته په افغانستان کې د سولې راتلل ناشوني دي؛ نو په ‌کار ده چې په یوه واحد قوت له وسله‌والو طالبانو سره د سولې مېز ته کېني او دا مهمه پروسه بریالۍ کړي.
د نوموړي په وینا، اوس چې د افغانستان او امریکا حکومتونه په خپلو کې د سولې خبرو اترو د پر مخ بیولو لپاره پر يوې کار لارې هوکړې ته رسېدلي، لرې نه ده چې د افغان سولې روانه پروسه بریالۍ او په هېواد کې روانه څلوېښت کلنه جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي، پای ته ورسېږي.
مدني فعال شریف‌الله وفا هم باور لري چې د سولې پروسې په برخه کې د افغان حکومت او امریکا تر منځ د اختلافونو پر ځای، همغږي او واحد نظر به دا پروسه د بریا خوا ته نږدې کړي او که تر پایه همداسې ګډ نظر ولري، افغانان به ډېر ژر د یوې تلپاتې او رښتینې سولې شاهدان واوسي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه، د طالبانو استازي د دوشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې له زلمي خلیلزاد او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري، خو افغان حکومت په دې اړه ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ؛ امریکا او ملګرو ملتونو د طالبانو استازیو ته د پاکستان د سفر اجازه ور نه ‌کړه او د دغه غونډه لغوه اعلان شوه.
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د فبروري په ۲۵مه نېټه یو ځل بیا په قطر کې له طالب استازیو سره وګوري او پر افغان سولې ورسره خبرې وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply