فلمي ستورې په مينه کې له ناکامۍ وروسته ځانوژنه وکړه

0 659

د هندي فلمونو يوې ستورې ياشيکا په مينه کې له ناکامۍ وروسته ځان وژنه وکړه، د رسنيو د راپورونو په وينا، د هغې مړی پوليسو د هغې په کور کې وموند.

هندي رسنۍ وايي، چې د په هند کې د تامیل فلمونو ستورې ياشيکا ځان وژنه وکړه، هغې ځان زندۍ کړى و. د راپورونو تر مخه، اداکارې ياشيکا له ځان وژنې مخکې خپلې مور ته په وټساپ باندې پېغام هم لېږلى و او هغې ته يې ويلي و چې په مينه کې له ناکامۍ وروسته دې ته تياره شوې چې ځان ووژني.

رپورټونه کاږي، چې ياشيکا له تېرو ٤ مياشتو راهيسې له خپل ملګري موهن بابو سره يو ځاى اوسېده، خو درې ورځې مخکې د دواړو ترمنځ جنګ وشو او موهن ياشيکا پرېښوده او ترې لاړ.

ځايي پوليس وايي چې د ياشيکا د ملګري موهن بابو پر ضد يې دوسيه جوړه کړې او اوس د هغه په لټون کې دي. همدا راز د ياشيکا مړى عدلی طب روغتون ته لېږل شوى دى.

ياده دې وي چې اداکاره ياشيکا په تامیل فلمونو کې کار کاوه او همدا راز په تامیل سريالونو کې يې هم کار کړى و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply