د هند او پاکستان اور؛ اوس د افغانستان د تودېدو وخت دی

0 876

څو ورځې وړاندې د هند او ایران پر پوځیانو خونړي ځانمرګي او موټربم بریدونه وشول چې دواړو هېوادونو یې پړه پر پاکستان واچوله.
د ایران په بلوچستان کې ځانمرګي برید ۲۷ او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له ۴۰ ډېر پوځیان ووژل شول او دواړو هېوادونو یې په اړه توند غبرګونونه وښودل.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو پوځیانو ته خلاص لاس اجازه ورکړه چې د پاکستان د دغه برید د ځواب لپاره پلان جوړ او پر وړاندې یې جدي اقدام وکړي.
د هند پوځي الوتکو پرون سهار شاوخوا درې نیمې بجې د پاکستان خاورې ته ننوتې او هلته یې د جیش‌المحمد ډلې پر روزنیزو مرکزونو او پټن‌ځایونو سخت بریدونه وکړل.
د هند پوځیانو ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې دا ترهګره ډله چې د پاکستان له لوري یې روزنه او ملاتړ کېږي او په هند کې یې د دغه هېواد پر پوځیانو د شوي موټربم برید مسوولیت منلی و، سخته ځپلې ده.
د راپورونو له مخې، په دغه برید کې چې ۱۰۰۰ کیلويي بم هم پکې کارول شوی، د جیش‌ محمد ډلې شاوخوا درې سوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي او روزنیز مرکزونه او پټن‌ځایونه یې هم ویجاړ شوي دي.
خو د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور او د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي د هند دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پر پاکستان د هند له لوري د شوي یرغل ځواب به ورکړي.
اوس یو شمېر افغان شنونکي وايي، د هند او پاکستان تر منځ روان کړکېچ نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او ان نړۍ په ګټه دی.
د دوی په وینا، پاکستان لسګونه ترهګرې ډلې روزلې او روزي، ملاتړ یې کوي او په سیمه، په تېره بیا افغانستان کې یې د خپلو موخو او ګټو لپاره جنګوي.
د سیاسي چارو شنونکی سیداحمد خاموش وايي، افغان حکومت باید په خپلې فعالې ډيپلوماسي له دغه فرصته ګټه واخلي او د هند او پاکستان تر منځ جوړ شوی کړکېچ د افغانستان په ګټه وکاروي.
د هغه په وینا، د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې پورته شوی غږ چې پاکستان یې ملاتړی هېواد بلل شوی، د افغانستان په ګټه دی، خو که افغان حکومت بې‌ غوري وکړي، ښايي اسلام‌اباد هم د هند غچ له افغانستانه واخلي او د افغان سولې خبرو اترو ته زیان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان هم څو ورځې وړاندې ویلي و، که هند د پاکستان پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اقدام وکړي، د افغان سولې روانې خبرې اترې به زیانمنې کړي.
په همدې حال کې سیاسي فعال محمدالله تړون وايي، نړیواله ټولنه، په تېره بیا امریکا اوس د پاکستان پر تګلارو پوهېدلې او دغه هېواد اوس د هند تر څنګ، له ایران سره هم په جدي ستونزه اخته شوی او پر دغه هېواد د هندي پوځیانو د برید تر څنګ، هندي ډيپلوماټانو یې په نړیواله کچه هم پر ضد خپله لابي ګړندۍ کړې ده.
دی زیاتوي، افغان حکومت ته په ‌کار ده چې د پاکستان پر وړاندې خپلې هڅې له هند سره همغږې کړي او په وینا یې، که امریکا هم په دې برخه کې له هند سره همغږي زیاته کړي، د دواړو هېوادونو کړکېچ به د ترهګري پر له منځه وړلو او افغان سولې مثبت اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ننګرهار د ملي امنیت چارواکیو د طالبانو، داعش ډلې او لشکر طیبه تر څنګ، په دغه ولایت کې د جیش‌ محمد ډلې د فعالیت خبر هم ورکړ، هغه ډله چې هندي پوځیانو پرون د پاکستان په خاوره کې پرې برید وکړ.
د ننګرهار د ملي امنیت رییس نظرعلي واحدي وویل، جیش‌المحمد ډله مستقیماً د پاکستان له لوري تمویلېږي، خو په وینا یې دوی به يې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply