حکمتيار د پاکستان مخالف افغانان بې شعوره وګڼل

0 636

حکمتيار د پاکستان مخالف افغانان بې شعوره وګڼل

پاکستان مو د هجرت ټاټوبی او هند مو رښتينی تاريخي دوست دی، خو حکمتيار ځان څوک ګڼي؟

سيد حسين پاچا

د بېنظيرې غشي خو د خميني غېږې ته وروغورځولو. له امريکا سره يې پرې په ”مجاهدين خلق“ کې هم معامله کړې وه. دغه ډول معامله د اسلامي – سياسي، ملي – اخلاقي ګټو په رڼا کې څنګه توجيه کوي؟ همداسې د طالبانو راکړه ورکړه څنګه توجيه کوي؟ نن په کابل کې د چا تر وزرو لاندې پټ او د فرار له پيله تر ننه د چا پر ډالرو شخوند وهي، نو سوچ دې وکړي چې بېشعوره څوک دی؟

دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اسلام خوښو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل

محمد زمان مزمل :

[د ښاغلي مزمل دوه رغنده تشخيصونه]

صمد حامد په پخوانيو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار

په افغانستان کې د لومړيو انتخاباتو په دوران کې يو ټيم وروڼو مشوره وکړه که صمد حامد صاحب تشويق شي او په دې روانو انتخاباتو کې ځان کانديد کړي، کېدای شي په کابل کې داسې سياستونه پر مخ بوځي چې بهرنی اشغال پکې له منځه ولاړ شي.

کله چې د ماښام له لمانځه وروسته له هغه سره مشوره وشوله، هغه د ټليفون پر کرښه په صفا صفا ټکيو کې وويل :

« نه مونږ امريکا غواړو او نه هم امريکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په يقيني ډول راځي چې امريکا يې غواړي‎. داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غير ملي انتخاباتو ميدان تود کړو، نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خيانت کړی وي. زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې يوه ابتدائي حلقه په کوم جومات يا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي».

کله مې چې ټليفون د هغه خوريي خالد صاحب ته ورکړ، نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وويل، ”دغه با ايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اسلام خوښو نه سل ځله دروند وخوت چې امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل“.

روح دې يې ښاد او ياد دې يې باقي وي (آمين)

ښاغلی مزمل د مرحوم مولوي خالص د شعر په ځواب کې وايی :

يه خالصه مولوي! بلا دې ليرې

توند هوس د اقتدار ته څنګه تم شوې

مؤمنانو د ملحدو بې نياز کړې

د کثرت په انډوخر کې نه د خلق نه د پرچم شوې

په ايمان د ډېرو زيات شوې باک يې مکړه

که په شمېر کې د ډلګيو لږ څه کم شوې

دا ګټلې نوم دې بس دی ښه يې ساته

شې بدنام به که د نورو په شان خم شوې

”بزرګان“ پکې لغړ شول له ايمانه

څومره ښه چې بې نياز د ”ګلم جم“ شوې

زاړه يادونه :

د ښاغلي حکمتيار پورې لګېدل د عزرائيل راوېښول دي، خو ځينې وخت سړی مجبور شي چې ورپورې ولګيږي او ګوتې وروړي. د نوموړي هغه وخت هم د خلکو ياد دی چې اکبر پورې ته به د مولوي عبدالرحيم چترالي تفسير درس ته راته.

د پېښور د جامعة امدادالعلوم بنسټ اېښوونکي شيخ حسن جان به ويل :

د جماعت اسلامي (مودوديانو) اسلام د دوی په ستوني (خوله) کې دی او له ستوني لاندې نه کښېوځي.

خو دا بايد روښانه کړم چې ايمان تعقل تر عقل او اسلام تعلق تر زړه پورې لري. زړه بيا په سينه کې واقع دی.

په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه هېڅوک د دواړو ګاونډيو ترمينځ د جنګ غوښتونکي نه دي او بلکې دواړو لوريو ته د زغم سپارښتنه کوي.

خو دومره توپير بايد وي چې زموږ او د هند ګاونډي اسلامپال د خپلو ګټو لپاره رامخته کړي دي. هر څوک همدا کار کوي، خو دومره ده چې هند پرې خپل لګښت کوي او پاکستان پرې له نورو نه په چل ول راشکول شوې پانګه لګوي. له نورو نه په چل ول وفرېب راشکول شوې پانګه او خپله پانګه کې توپير شته. دا د لروبر اسلامپالو او تندرو سختدريزو ډلو ټپلو لپاره د شرم خبره ده چې په دا ډول پانګه د انسانانو وينه تويوي. په دې هيله چې زموږ خروټی مفسر يو ځلې بيا پخپل ليکل شوي تفسير ((قرآني پلوشې)) او هم د سيد ابوالاعلی مودودي په تفسير تفخيم القرآن کې او هم د تفسير الشعراوي په رڼا کې په دغه ډول پېچلو مسايلو باندې غور وکړي. نصيرالله بابر د ښاغلي فرهاد علي خاور سره په مرکه کې روښانه کړې چې هلته موخې اسلامي نه، بلکې شيطاني موخې دي چې د خپل زړه بړاس يې هلته ايستلی او پر خپل هغه چوپړ يې چې کړی وياړي، نو هغه موخې او د حزب اسلامي منشور ((تګلاره)) سره په ټکر کې دي.

له کشميريانو يې ”خاوره“ او ”اوبه“ يرغمل کړي او له بلوڅانو يې هم ”خاوره“ او ”ګاز“ يرغمل کړی او له موږه يې هم ”نيمه خاوره“ او ”اوبه“ يرغمل کړي او  د لا ”نورې خاورې“، ”اوبو“، ”معادنو“ او ”ځنګلونو“ لاندې کولو د ورته عمل په تپ وتلاش کې دی. يا په بله مانا زموږ زمکنی حاکميت، خپلواکي او ملي ګټې ګواښي. تېر ته په کتو موږ مجاهدينو ګواښلي او اوس يې طالبان ګواښي.

قرآني پلوشې، تفخيم القرآن او تفسير الشعراوي درېواړه

بېشعوره، سيکولري يا بېديني

لومړۍ پوښتنه :

که د چا خاوره او منابع په زور او په دوکه يا چل وفرېب لاندې کول ”غصبول“ او هم يې د اتباعو وژنه، تريتم کونه، پلورنه او معامله کول د پورته درېواړو تفاسيرو په رڼا او يا هم د اخوان المسلمين د شعوري مکتب پورې اړوند ټولو اړونده چاپ شويو اثارو کې جايز وي، نو ثبوت دې يې راوړاندې کړي؟

حسن روحاني خو پخپله معامله کې دومره مخته ولاړ چې له خپلو دېوالونو او مخابراتي سيستمونو ان له موبايلونو نه يې د خپلې ۳۶ ميليارده منجمد شوې پانګې د لاسته راوړلو او تېلو ته د بازار موندنې په پار له خپلو هغو پخوانيو شعارونو چې ((نه شرق منم نه غرب)) يعنې ((لاشرقيّة لاغربيّة)) لېرې کړل او هم هند ته د سلمان رشدي له فتوی ورتېر شو، نو د مذهب او ملي – اقتصادي ګټو په ټکر کې يې مذهب شا ته او اقتصادي ګټې رامخته کړې، نو تاسې څه بلا وهلي ياست؟

دويمه پوښتنه :

که خپل ځان وخپل حق پېژندنه، يا خپلې ملي – اسلامي ګټې پالل او ساتنه بېشعوري او سيکولري (بېديني) وي، نو هم ثبوت دې يې راوړاندې کړي. کنه، نو اسلامي ارزښتونه هر چا ته روښانه دي. دومره اسلامي – سياسي واقتصادي پوهه هر څوک لري چې حق وناحق پرې توپيرولای شي. دين دين دی او سياست سياست دی. د دواړو ترمينځ توپير شته. اصول – اصول دي، ملي ګټې – ملي ګټې دي. وخت وزمان، شرايطو او ځای ته په کتو سره د دواړو ترمينځ داسې تعادل په کار دی چې يو د بل لپاره پايمال نه شي.

د بېلګې په توګه : ايمل کانسي، شيخ خالد او تر طالبانو پورې پلورنه واخله. د سټينګرو په بيرته غوښتنه کې نوموړي ولې له پاکستانه ايران ته تېښته وکړه او داسې نور چې دلته يو لړ ډېرې مرموزې پوښتنې شته چې نوموړی پرې خپله ښه پوهيږي.

افغانستان ناپييلی وو او ناپييلی به پاتې شي، خو د خپل ځان غم دې وخوره چې تېره مخينه دې لا ورپسې نوره متضرره نه شي او له لا نورو ستونزو سره مخ نه شې. يو څوک چې خيرنه مخينه ولري او له پيله (فرارېتوبه) تر ننه د نورو پر ډالرو تغذيه شوی وي، له هغو به څوک څنګه د سړيتوب تمه وکړي؟ خلک پوهيږي چې سياستوال زياتره پخپله خوښه نه، بلکې د بل په زور او لمسون غږيږي چې خوله وژبه يې خپله، خو پيغام پرې د نورو استوي. يا الله ته مو له داسې ذليل سياسته وساتې. [امين ثم امين]

په درنښت

سيد حسين پاچا

حکمتيار د پاکستان مخالف افغانان بې شعوره وګڼل

https://khabarial.com/archives/28020

صمد حامد په پخوانيو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار

https://www.nunn.asia/5939/صمد-حامد-په-زړو-سياستوالو-کې-يو-پاک-سياس/

اسلامي حزب د پاکستان او هندوستان تر منځ جګړه کې د پاکستان ملاتړ اعلان کړ

http://www.taand.com/archives/122394

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply