د حزب اسلامي د اعلاميې په باب یو څو څرګندونې

0 822

شاهین افغان-

پاکستان خو خپله یو سیکولر دولت دی، د هغوي جنتري عیسوي 2019 ده، د شنبې او یکشنبې ورځي یې عمومي رخصتۍ دي چې داهم د عیسویانو د رخصتی ورځې دی. رسمي ژبه یې هم انګلیسي ده او دا هم د مسلمانانو ژبه نه ده.

د پاکستان اساسي قانون هم له غرب نه کاپی شوی دی او ډېر داسې موارد پکې شته چې له اسلام سره سر نه خوري.
د پاکستان کوم مشر ملا یا روحاني شخصیت دی ؟ د دوي مشران لکه محمد علي جناح یو سکولر شیعه مذهب پورې تړلې کورنۍ نه و، جنرال ایوب خان ، جنرال یحی خان ، جنرال ضیاالباطل ، جنرال پرویز مشرف او نژدې ټول یې جرنیلان دي چې په غربي هېوادونو کې یې زده کړې کړيدي.

د موټرو د تګ راتګ قانون یې هم د انګلیس دی .
نو دوي په څه شي مسلمانان او مونږ ته سیکولر یا بې شعوره وایی؟

د هندوستان او اسلامي هېوادونو اړیکې

هندوستان علاوه پردې چې د نفوسو یوه غټه برخه یې ( 190میلیونه ) مسلمانان دي، له ټولو عربي او اسلامي هېوادونو سره په دوستي او صادقانه اړیکو کې تر ډېرو اسلامي هېوادونو کې ښه نوم او شهرت لري. په اکثرو عربي او نورو اسلامي هېوادونو کې د هند متخصصین او انجنیران د هغوی له کارګرانو سره یوځاي په خدمت مصروف دي. هندوستان د خپل ضرورت تېل له عربي هېوادونو نه تر لاسه کوي او په مقابل کې خپله تکنالوژی او تولیدي مصنوعات ټولو اسلامي هېوادونو ته صادروي.

د هندي متخصصینو کار ارزانه، ګټور او ښه کیفیت لرونکی دی، نو ځکه هېڅ اسلامي هېواد نه غواړي د پاکستان د غلطو سیاستونو لپاره خپلې ګټې د پاکستان قرباني کړي.

په مهمو نړیوالو پرېکړو او سیاستونو کې هند د مسلمانانو ملاتړ کړی او د هغوي ترڅنګ درېدلی دی. د مثال په توګه د عربو او اسراییلو په معضله کې هندي سیاستوال د عربانو ترڅنګ درېدلي دي.

پداسې حال کې چې جنرال ضیا د 1969 -1970 کلونو کې په زرګونه فلسطیني مبارزین په اردن کې قتل عام کړل. نن هم د پاکستان عسکر د هغه هېواد د پخواني لوی درسیتیز په مشرۍ د یمن د مظلومو خلکوپه وژلو لګیا دی.

پاکستان لاتر اوسه په سیاست او نړیوالو اړیکو کې دوه مخی او طفلانه برخورد کوي. اوس ټول نړیوال خصوصا اسلامي هېوادونه د پاکستان په منافقانه سیاست پوهېدلي دي ، نو ځکه په خپل رنګ کې یې کوټ وخوړ.

زه پداسې حال کې چې اقرار او اعتراف کوم : الحمدالله صادق او رښتینی مسلمان یم ، تراوسه مې هېڅ کومه عظیمه ګناه نده کړي، د افغانستان تابعیت لرم او فعلا په دولت کې هېڅ کومه رسمي دنده نه لرم او د ماستري تر سويې مې په حقوقو او سیاسي علومو کې زده کړې کړي . له هېڅ ګوند ، ډلې او ګروپ سره د نظر اختلاف هم نه لرم ، د افغانستان د اسلامي ګوند چې دوي ورته حزب اسلامی افغانستان وایی ، دا اعلامیه د افغانستان د ملي ګټو ، او په نړیوالو اړیکو کې زمونږ د هېواد د موقف په باب ناسمه بولم.

اعلامیه خپله متضاد پاراګرافونه لري. له یوې خوا دولت ته د ناپییلتوب مشوره ورکوي خو خپله د پاکستان ملاتړ کوي.
د پاکستان په باب باید اضافه کړم چې د پاکستان د ولس او دولت ترمنځ روښانه فاصله موجوده ده . د پاکستان ولس مسلمان ، مظلوم ، مهربانه او میلمه دوسته خلک دی . له دوي سره د افغانستان خلک دښه ګاونډیتوب ، اسلامي او بشري همدردي احساس او روحیه لري.

اما د پاکستان دولت د نورو خلکو پرملکیت جوړ شویدی. له حقوقي لحاظه پاکستان په کشمیر د دعوې حق نه لري ، ځکه د پاکستان له جوړېدو مخکې کشمیر د لوي هندوستان یوه برخه وه او نن هم باید وي. دا پاکستان دي چې زمونږ مسلمان کشمیري ورونه یو له بل سره جنګوي او همدا راز زمونږ پښتانه ورونه د دوي تر ظلم او شکنجې لاندې ژوند کوي. د پاکستان د موجودیت فلسفه په سیمه کې د اوربلول دی ترڅو د خپلو بادارانو په غوښتنه سیمه ناآرمه او د وسلو خرڅلاو ته زمینه برابره کړي.

بنا د افغانستان د اسلامي ګوند اعلامیه د افغانستان د ولس او خلکو له نظره کاملا یو طرفه او مردود ده . هیله ده خپل نظر د افغانستان د ولس په باب چې دوي ورته د کمونست ، سیکولر او بېشعوره خطاب کړی ، بېرته واخلي او له هغوي نه معذرت وغواړي ، اوکه داسې ونکړي په راتلوکو ټولټاکنو کې به ورته په درانه قېمت تمامه شي. وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
شاهین افغان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply