د هند او پاکستان ترمنځ پیل شوې جګړه به څه پایلې ولري؟

0 716

محمد انور ولید-

۱۳۹۷ لمریزکال ـ د کب ۱۱ مه

د جګړې پېښېدولاملونه :

له کومې ورځې را په ایسته چې په برصغیرکې د بریتانوي توراستعماري ښکېلاک پرضد د آزادۍ غورځنګونو شدت وموند او بریتانوي ښکېلاکګرځواکونه نورپه هند کې نه شوای تم کېدلی نودهند وایسرای د بریتانیې د وخت صدراعظم (چرچل) د سیمې له وخیم سیاسي وضعیت څخه خبرکړاود په شا کېدواو وتلوهدایت یې ترې وغوښت ، خوچرچل یې په ځواب کې دا هدایت اوسپارښتنه ورته وکړه چې ((د بنګال او کشمیرپه متنازع فیه سیموکې د نفاق تخمونه ورته وکره ، اوبیاغربي هند یا اوسني پاکستان ته تاکتیکي پشا تګ وکړه او هلته د سند ، بلوچستان اوپښتونخواه د ځبېښاک اوسره پاشولوله پاره په پنجاب کې تخم ګذاري وکړه ترڅوپه راتلونکې کې د بیا ورتګ له پاره بریتانیې ته لاره خلاصه وي .))

وایسرای همدا کاروکړچې له مخې یې د برتانوي هند لویه وچه پرڅوتوکړوسره بېله کړه :

لومړی : ـــ  پاکستان څنګه جوړشو ؟

د پاکستان په نوم د نوي هېواد جوړېدل چې له هندي کشمیر، اُترا پردېش ، بنګال او ځینو نورو مسلمان مېشتو سیمو یې یوشمېر مسلمانان لاهور، ملتان اود پنجاب سیموته را انتقال کړل اوله یادوسیمو یې غیرمسلم هندولږه کي هند ته ورانتقال کړل، اود هند او پاکستان په نوم یې دوه دولتونه په رسمیت وپېژندل کرښه یې ترمنځ کش شوه چې له کبله یې نیمه کورنۍ په هند کې او نیمه نوره په پاکستان کې پانې شوه ، پلار، زوی اولورپه پاکستان کې اوخور، وروراومورپه هند کې سره بېل کړی شول .

خودا بېلتون د جبراو زوربېلتون ؤ، ځکه پخوا تردې دهند ټولو وګړوکه هغه په هردین باندې وویود بل ترڅنګ خوږاوګډ ژوند سره درلود چې متأسفانه په دې تبادلوسره د هندوانو او مسلمانانوترمنځ نښتې منځ ته راغلې ، (۱۲۰۰۰۰) هندي ښځې او(۶۰۰۰۰) پاکستاني ښځې په دغه ډول خپلمنځي جګړوکې ورکې شوې ، په لکونوخلکوته د سر، مال اوناموس تاوانونه ورواوښتل ، د لږه کیواوډېرکیو، واک اوځواک اوبېواکیواو محرومیتونو خبرې را پورته شوې .

ځکه د پاکستان ترزوکړې مخکې  د علي جناح په څېر وارداتي بریتانوي التبعه بېلتون پالومشرانوپه درواغود بلوچستان ، کشمیراوبنګال په څېرسیموله مشرانوسره وعدې کړې وې چې د پاکستان په نامه ترتُحفې ورکولووروسته به دوی ته هم آزادي ورکوي، خوهغسې ونه شول اوپرټولومتنازع فیه سیموباندې پنجابي تورې خپسې خپله خېټه ورواچوله . انګرېزانوددې له پاره هندي ؤلسونه سره ووېشل اوددښمنیوتخمونه یې ترمنځ په کې وکرل ، مسلمان نان یې د هندیانو، اوهندومذهبه ډېرکي خلک یې د مسلمانانو په وړاندې سره تحریک کړل ، هغوی په خپلومنځوکې د خېل ، قوم ، توکم ، مذهب ، ژبې ، سیمې اوسمت په نوم خپلمنځي شخړې اوجګړې سره وکړې ، د بدیو بریدونه یې ددې له پاره ترمنځ کېښودل شول چې بله ورځ دوی سره یوموټی نه شي اوداستعمارپرضد د درېدوځواک اوطاقت په ځان کې ونه لري.

دوهم : ـــ شرقي پاکستان (بنګال یا اوسنی بنګله د ېش):

انګرېزانود هند د وچې مسلمانان په قصدي توګه په مختلفوجغرافیوکې په توکړوسره ووېشل ترڅود هندي وګړومذهبي زورد تل له پاره وراوبه کړي ، که نه نوانګرېزانو د شرقي اوغربي پاکستان اوهم د هندي اوپاکستاني کشمیراوهمداسې د بلوچستان اولوی افغانستان د پښتونخوا اوسرحد صوبوجوړېدل ، دیره غازی خان او دیره اسماعیل خان د کومو وجوهاتو او توجیهاتو له مخې انګرېزانو منځته راوړې ، په هند کې یې په میلویونو مسلمانان د لږه کیوپه نوم ایسار و ساتل ترڅود تل له پاره دغه مسلمانان د هندو او سیک اکثریت تر منځ په اقلیت کې ژوند وکړي اوهېڅکله هم په هېڅ برخه کې د ټاکنو پرمهال د واکمنې څوکۍ څښتن نه شي .

دا، اودېته ورته نورې لانجې هم بریتانوي استعمارپه لوی هندوستان کې ترشا پرې اېښې دي چې د اختلافاتودود اولمبې یې ترنن پورې په ټوله سیمه کې پورته کېږي ، ښه بېلګه یې یوله هغوڅخه پخوانی بنګال دی چې وروسته انګرېزانود شرقي پاکستان په نوم په رسمیت وپېژاند چې وروسته شرقي پاکستان د بنګله دېش په نوم له غربي پاکستان څخه دهند پرمټ داسې مشروطه آزادي واخیستله چې د شرقي پاکستان دیموکراتوآزادي غوښتونکومشرانود خپلې آزادۍ په بدل کې د هند شپږشرطونه ومنل :

الف : ترپنځه ویشتوکالو پورې به هند د بنګله دېش د پولواوامنیت ساتنه کوي ترڅو بنګله دېش په خپلو پښو ودرېږي ، د بنګله دېش حکومت په خپل سرخپل امنیت نه شي نیولی ، عسکراوامنیتي ځواکونه به یې هند ورته روزي ، بل ځای ته یې د تعلیم اوتربیې له پاره نه شي لېږلی .

ب : بنګله دېش په خپل سرخپل کورني کورني توکي نوروهېوادوته نه شي صادرولی ، لومړی به یې هند اخلي ، که هند اړتیا نه ور ته لرله ، بیا به هند اجازه ورکوي چې د هند په دوستوهېوادوکې یې و پلوري .

ج : که بنګله دېش د خپلې اړتیا وړتوکي را نیول ، لومړی به یې له هند څخه را نیسي ، که په هند کې موجود نه وو، بیا به یې د هند له هغودوستوهېوادوڅخه را نیسي چې هند یې ورته اجازه ورکړې وي .

د : په بنګله د ېش کې به پرته له دیموکرا تیکوسیاسي جریانونوڅخه بل حزب ته اجازه نه ورکول کېږي .

و: له غربي ( اوسني پاکستان ) اوانګلیس سره به هېڅ ډول ديپلوماتیکې، نظامي اوتجارتي اړیکې نه ساتي .

ی : د شرقي پاکستان نوم به نه پخوانی بنګال وي اونه هم شرقي پاکستان ، بلکې نوم به یې بنګله دېش وي .

د شرقي پاکستان آزادي غوښتونکومشرانو پرهمدې شپږو ټکوموافقه ورسره وکړه ، د شرقي پاکستان حکومت یې پرې را وپرځاوه او جنرال یحیی آزادي غوښتونکوته تسلیم شواود بنګله دېش په نامه یې نوی حکومت اعلان کړچې بیا وروسته غربي پاکستان د خپل مجبوریت په وجه په رسمیت وپېژاند .

څرنګه چې بنګله دېش له پاکستان څخه په پرسخولیرې پروت ؤ، خوپه کشمیرکې یې لانجې خوله په خوله وې اودي .ځکه هلته د کارګل په څېرستراتېژيکې پوځي نقطې اوپه هندي کشمیرکې د اوبوداسې بندونه شتون لرې چې هره لحظه د پاکستان لاهور، ملتان اوسند ورسره په خطرکې دي .

که څه هم په کشمیرکې د هند اوپاکستان ترمنځ دری ځلې خونړي جنګونه شوي خود کارګل هسکه ستراتيزيکه څوکه اودهندي کشمیرله غرونواوسردروڅخه د تېرېدونکي جیلم سیند پرسرباندې د هند له خوا جوړشوی د اوبو ستر بندلاهم دهند په لاس کې دئ او هروخت چې وغواړي د پاکستان پرضد کارترې اخیستی شي .

درېیم : ـــ آزاد کشمیر:

د کشمیرجغرافیه له سیمې څخه د انګرېزانوله پښو سپکولو وروسته د هند اوپاکستان ترمنځ یوه متنازع فیه سترا تژیکه سیمه ده چې د هند او پاکستان ترمنځ ددوی د خصمانه سیالیوقرباني ده . په دې سیمه کې د کشمیردواړه غاړې یوواحد اوخپلواک کشمیرغواړي، کټ مټ لکه د پخوا په څېر، ځکه کشمیرین د هېڅ سیال هېواد پلوی اوننګه نه کوي ، بلکې دواړه کشمیرونه چې د هند اوپاکستان په پوځي اواستخباراتي لوموکې بند کړی شوي، نه غواړي د چا ترتسلط لاندې د ذلت اوبرده ګۍ ژوند وکړي .

له همدې امله له تېرواوولسیزورا په ایسته د هند اوپاکستان ترمنځ پوله په رسمیت نه پېژني اووخت ناوخت د دواړوک شمیرینوخلک پرپوله ساتوامنیتي ځواکونوډبرې واروي اوترخپل منځ د هغوی دواړو اغزنه کرښه نه مني .

په دې لارکې د دواړوغاړو خلکوډېرې قربانۍ ورکړې خوبېرحمه حکاموددوی پردغه زارحالت هېڅ رحم او زړه سوی ونه کړ. ځکه هند وایي چې دا زما د پېړیو پېړیو خاوره ده ،اوپاکستان وایي چې دا موږته له انګرېزبابا څخه په میراث را پاتې ده ، خوخپله کشمیریان له یوه سره هم نکاح نه تړي اوځان خپلواک اوآزاد ګڼي ، ځکه موږ په څوڅو ځلې ولیدل چې د دواړو کشمیرینو مشرانود پر کرښه د جالونود له منځه وړلوهڅې وکړې ، په کې ووژل شول، ټپیان اوبندیان شول ، خواغزنې کټاري لاهم ددواړو غاړو ترمنځ همداسې پرځای پاتې دي .

له همدې امله د کشمیربرخلیک ګونګ او پایله یې ځکه معلومه نه ده چې پاکستان اوهند دواړوهلته اوس داسې پلویان روزلي چې تل د حربې په توګه کارترې اخلي اویود بل پرضد یې استعمالوي ، په دې معنا چې پاکستان په هند کې د تخریب له پاره د جيش محمر او لشکرطیّبه په نوم ډلې روزلې اوپه هند کې ترهګریزهدفي بریدونه ورباندې ترسره کوي ، همداسې هند د پاکستان د زیاتوله حده وتلیوپرله پسې لاسوهنوله امله متقابل عمل ته اړکړی شوی چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو، په سند ایالت کې دالطاف حسین په څېردمهارقومي مومېنټ مشران او په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپال جدایي غوښتونکي ګوند خلک ورته وهڅوي ترڅوپه پاکستان کې ناآرامیوته زورپرې ورکړی ترڅو په پاکستان کې خپلې موخې پرې ترلاسه کړي ، له همدې امله ددواړوهېوادونوترمنځ پراته برمته شوي کشمیریان تل داستخباراتي جګړه ئيزوسیالیوپه ډګرکې تارګېټ ګرځېدلی چې قرباني په کې کشمیریان اودسیمې نورخلک دي .

دکشمیرپرسرد هند اوپاکستان ترمنځ څوځلې جکړې شوي دي . چې موږ یې دلته په دې وړه لیکنه کې یوازې نومونه اخلو:

لومړۍ جګړه د سردارایوب په واکمنۍ کې منځته راغله چې هند لومړی پرمختګ وکړ،لاهوریې ټول ترې ونیو، خوپه هغه جګړه کې د هند د ماتې لومړی دلیل داؤ چې پاکستان د هند د استخباراتورئیس اختتاف کړاو ټول پوځي رازونه او جنګي خریطې یې ترې لاسه کړې اوبیا یې د خپلو پوځي دوکتورینوترجنګي تحلیل وروسته په هندي ټوځي جنګي کاروانونو او تأسیساتوباندې ځانمرګي بریدونه وکړل ، د سردارایوب خپل زوی الایارخان او څو تنو نورو پرځان باندې بمونه وتړل اودهنډ د پوځي کاروان مخې ته یې ځانونه والوزول اوهند یې پشا تګ ته اړکړ.

اود په شا تک بل دلیل یې داؤچې هندي چارواکوله افغان ټولواک ( محمد ظاهرشاه ) څخه وغوښتل چې د پاکستان په نامه د نویې جغرافیې د ړنګېدووخت همدغه دی ، افغانستان دې له برې خوا اوهند به له کوزې غاړې حمله پرې وکړي ، تاسوبه خپله خاوره ، اوموږ به خپله خاوره بېرته ترلاسه کړو، خوظاهرشاه له هند سره ونه منله اوکټ مټ لکه د ښاغلي کرزي په څېریې ترې د فاع وکړه اوهند هم مأیوس ترې پرشا شو. که نه نو پاکستان همغه وخت له منځه تللی ؤ. کرزي صیب هم چې کله ترې وغوشټل شول چې که بهرني ځواکونه پرپاکستان حمله وکړي تاسود چا پلوی کوۍ ؟ ده په ځواب کې ورته وویل چې افغانان به د پاکستان ملاتړوکړي اود پاکستان ددفاع په خاطربه وجنګېږي.

دوهمه جګړه پاکستان په کشمیرکې د کارګل د سترا تیژیکې برخې پرسروکړه چې په هغه جګړه کې یوه خوا هم بریالۍ نه شوه .

اودرېیمه جګړه یې دادي همدا اوس پیل شوې چې لومړی پیل یې د جیش محمد په نامه ډلې په لاس پاکستان کړی ، خو پایله یې لا څرګنده نه ده چې ددې جګړې پای به څه وخت وي ؟ ځکه دا جګړه نورابعاد اواړخونه هم لري اوترشایې نورسیمه ئیزاونړیوال ابعاد هم شته ، ځکه چې دغه دوه اتومي ځواکونه په سیمه کې سیالوخواووته هېڅ د منلونه دي اوهمدا اوس یې د نابودولوپرسرد زبر ځواکونوله خوا تاوده سترا تیژیکي مطالعات اوڅېړنې روانې دي .

د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي زورتوپیر :

هند دا مهال تر(۱۱۵۰) ډېرې اتومي سرګلولې لري هغه هم د پلاتینیمو، چې پلاتینیم له  یورانیموڅخه (۱۰۰۰۰) چنده قوي دي . و خو پاکستان دا مهال (۱۰۳) اتومي سرلري ، هغه هم د یورانیمو، چې یورانیم له پلاتینیمو څخه (۱۰۰۰۰) چنده کمزوري دي .هند څواتومي آزموینې هم کړې دي او سپوږمکي هم په هوا کې لري ، خو په وړاندې یې پاکستان هم څولیرې ویشتونکي اتومي توغندي له ځمکې ته بحرته توغولي .

ګلوبل فایرواراو نورو انټرنټ سایټونو د هند او پاکستان ترمنځ یوه مقائسه خپره کړې چې زه یې کټ مټ په لاندې ډول درته وړاندې کوم :

  – د پاکستان د وګړو شمېر ۲۰۴ میلیونه ۹۲۴ زره دی، د هندوستان د وګړو شمېر ۱ میلیارد ۲۸۱ میلیونه ۹۳۵ زره دی،

 

 – د پاکستان بشري ځواک ۹۵ میلیونه دی، د هندوستان ۶۱۶ میلیونه دی،

 

  – د پاکستان ۷۵ میلیونه ۳۲۵ زره کسان خدمت ته برابر دي، د هندوستان ۴۸۹ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان خدمت ته برابر دي،

 

  – د پاکستان ۴ میلیونه ۳۴۵ زره کسان د پوځي خدمت عمرته په رسېد و دي، د هندوستان ۲۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسان دغه عمرته په رسېد و دي،‌

 

 – د پاکستان د فعال پوځي پرسونل شمېر(۶۳۷ )زره تنه دی، د هندوستان هغه (۱ میلیون (۳۶۲) زره او (۵۰۰)تنه دی،

 

  – د پاکستان د احتیاطي پرسونل شمېر ۲۸۲ زره دی، د هندوستان ۲ میلیونه ۸۴۴ زره او۷۵۰ تنه دی،

 

  – د پاکستان د پوځي ځواک ټول شمېر ۹۱۹ زره تنه دی، د هندوستان ۴ میلیونه ۲۰۷ زره او ۲۵۰ تنه دی،

 

  –  پاکستان پخوا (۱۰۳) اتومي سر ګلولې لرلې ، خواوس ۱۴۰ – ۱۵۰ اتومي سرګلولې/کوپړۍ لري چې ( صفر) شمېریې وارولوته تیارې دي، هندوستان پخوا ۱۳۰ –۱۴۰ اتومي کوپړۍ/سرګلولې لرلې  چې ۱۲ یې وارولو ته چمتو وې او اوس د هندوستان د اتومي سر ګلولو شمېر( ۱۱۵۰ ) ته رسېدلی دئ .  

 

  – د پاکستان دفاعي بودجه ۷ میلیارده ډالرده، د هندوستان دفاعي بودجه ۴۷ میلیارده ډالرده،

 

 – په پاکستان د بهرني پور اندازه ۷۵ میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالر ده (په وروستیو کې دا اندازه ۹۶ میلیارده ډالر ښودل شوې ده)، په هندوستان د بهرني پور اندازه ۴۸۳ میلیارده او ۴۰۰میلیونه ډالر ده،

 

  – د پاکستان د بهرنیو اسعارو اندازه ۲۰ میلیارده او ۲۰ میلیونه ډالر ده، د هندوستان د بهرنیو اسعارو اندازه ۴۰۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالر ده،

 

 – پاکستان ټولې ۱۲۸۱ الوتکې لري، هندوستان ۲۱۸۵ الوتکې لري،

 

 – پاکستان ۳۲۰ جنګي الوتکې لري،‌ هندوستان ۵۹۰ جنګي الوتکې لري،

 

– پاکستان ۴۱۰ بریدګرې الوتکې لري، هندوستان ۸۰۴ بریدګرې الوتکې لري،‌

 

 – پاکستان ۲۹۶ ټرانسپورټي الوتکې لري، هندوستان ۷۰۸ ټرانسپورټي الوتکې لري،

 

 – پاکستان ۴۸۶ د روزنې الوتکې لري، هندوستان ۲۵۱د روزنې الوتکې لري،

 

 – پاکستان ۳۲۸ څرخکې لري، هندوستان ۷۲۰ څرخکې لري،‌

 

 – پاکستان ۴۹ بریدګرې څرخکې لري، هندوستان ۱۵ برید ګرې څرخکې لري،

 

  – پاکستان ۱۵۱ خدمت وړاندې کوونکي هوایي ډګرونه لري، هندوستان ۳۴۶خدمت وړاندې کوونکي ډګرونه  لري،

 

 – پاکستان ۲۱۸۲ ټانکونه لري، هندوستان ۴۴۲۶ ټانکونه لري،

 

  – پاکستان ۲۶۰۴ زغره وال جنګي ګاډي لري، هندوستان ۳۱۴۷زغره وال جنګي ګاډي لري،

 

  – پاکستان ۳۰۷ متحرک توپونه لري، هندوستان ۱۹۰متحرک توپونه لري،

 

  – پاکستان ۱۲۴۰ ځای پرځای کېدونکي توپونه لري، هندوستان ۴۱۵۸ ځای پر ځای کېدونکي توپونه لري،

 

   – پاکستان ټول ۱۹۷ سمندري پوځي وسیلې لري، هندوستان ۲۹۵ سمندري پوځي وسیلې لري،

 

  – پاکستان الوتکه وړونکې بېړۍ نه لري، هندوستان ۱ لري،

 

 – پاکستان ۵ تحت البحري بېړۍ لري، هندوستان ۱۶ لري،

 

  – پاکستان ۱۰ محافظې بېړۍ لري، هندوستان ۱۴ لري،

 

 – پاکستان ویجاړوونکې بېړۍ نه لري، هندوستان ۱۱ لري،

 

  – پاکستان کوچنۍ جنګي بېړۍ نه لري، هندوستان ۲۲ لري،

 

 – پاکستان ۱۱ د ګزمې بېړۍ لري، هندوستان ۱۳۹ لري،

 

 – پاکستان په سمندر کې د ځای پرځای شویو ماینونو او ناچاودو توکو ۳ ویجاړونکې وسیلې لري، هندوستان ۴ لري،

 

 – پاکستان ۵۲ ملکي سمندري بېړۍ لري، هندوستان ۱۶۷۴ ملکي سمندري بېړۍ لري،

 

 – پاکستان ۲ لوی سمندري بندرونه او ترمینلونه لري، هندوستان ۷ لري،

 

  – د پاکستان د مزدورکارۍ د بشري ځواک شمېر ۶۳ میلیونه ۸۹۰ زره کسان دی ، د هندوستان ۵۲۱ میلیونه او ۹ لکه کسان دی،

 

  – پاکستان د ورځې ۸۵۵۰۰ بیرله تېل تولیدوي، هندوستان د ورځې ۷۳۴۵۰۰ بیرله تېل تولیدوي،

 

  – پاکستان د ورځې ۴۴۰ زره بیرله تېل مصرفوي، هندوستان د ورځې ۳ میلیونه ۵۱۰ زره بیرله تېل مصرفوي،

 

– د پاکستان د تېلو د تثبیت شویو ذخیرو اندازه ۳۵۰ میلیونه او ۶۰۰ زره بیرله ده، د هندوستان ۴ میلیارده ۶۲۱ میلیونه بیرله ده،‌

 

  – په پاکستان کې ۲۶۰ زره ۷۶۰ کیلومتره سرکونه جوړ دي، په هندوستان کې ۳ میلیونه ۳۲۰ زره ۴۱۰ کیلومتره سرکونه جوړ دي،

 

  – د پاکستان د رېللارې اندازه ۷۷۹۱ کیلومتره ده، د هندوستان هغه ۶۳ زره ۹۷۴ کیلومتره ده،

 

 – د پاکستان پراخوالی ۷۹۶ زره ۹۵ مربع کیلومتره یعنې له افغانستان نه یو نیم لک مربع کیلومتره لوی دی، د هندوستان پراخوالی ۳ میلیونه ۲۸۷ زره او ۲۶۳ مربع کیلومتره یعنې د پاکستان څلور برابره پراخ دی،
په لنډه؛

 

·        ــ پاکستان د نړۍ د ۱۳۶ ځواکمنو هېوادونو په ډله کې ۱۷م ځای لري، هندوستان په دغه لست کې په متحده ایالاتو، روسیې او چین پسې څلورم ځای لري.

د پیل شوې جګړې د دوام پایلې:

    د هند او پاکستان ترمنځ پیل شوې وروستۍ جګړه به د پورتنۍ مقائسې له مخې لاندې پایلې ولري:

لومړی : دا جګړه به په پاکستان کې د پلوڅ ملتپال آزادي غوښتونکی ، سند ایالت مهاجرقومي مومېنټ او پښتون ژغورنې غورځنګونو په څېرهغوآزادي غوښتونکوغورځنګونو ته د خپلې آزادۍ موقع په لاس ورکړي چې له کلونو را په ایسته پنجاب شاهي د خپل غلط سیاست ، جبر، پوځوي ، اقتصادي اواجرائیي زورله مخې له تېرو (۷۰) کلونو را په ایسته د خپل واک ترسینه لاندې یرغمل ساتلي دي ، ځکه د پاکستان حکومت به د خپل کورني مقاومت په وړاندې د مقابلې جوګه هم نه وي او مجبوربه شي چې یادوغورځنګونوته بشپړه آزادي او د خپلوظلمونواونا برابریوحساب کتاب ورکړي، خو دا به هغه وخت وي چې پاکستان به د خپلې جغرافیې ډېره برخه له لاسه په کې ورکړي اویا به هم چورلټ د ځمکې له کُري څخه محوه اونابود شي. 

دوهم : دا جګړه به پوروړی پاکستان په اقتصادي لحاظ نورهم دومره ضعیف کړي چې ملت به یې د خپل دولت په غاړه کې له مجبوریته لاسونه ورواچوي اودولت به یې په وړاندې د هېڅ ډول ځواب ورکولوجوګه نه وي . ځکه همدا اوس پاکستان په بېلیونو او ترېلیونوډالرو پوروړی دئ ، خوچې د جګړې ماشین هم پرخپلواوږو وربارکړي اقتصادي ملا به یې چورلټه ورماته او د تل له پاره به فلج شي.  

درېیم : پاکستان به خپل اتومي پروګرام ( د ریاکټرونوفعالول ، تحفظ اود اتومي ذراتوغني کول ) هم پروس پوره نه وي چې له دې سره کېدای شي چې یاخود پاکستان اتومي پروګرام له بېخه خنثی شي او یا داچې د سیمې نوروهېوادوته به سرایت ترې وکړي او وبه پلورل شي.

څلورم : که چېرته پاکستان له خپل دغه ډول منفي سیاست څخه چې تل یې ( ترورېسټي ډلوته د پناه ورکولو، ټرېنېنګ ، تجهیزاو تصدیر) په واسطه دهند خواته دفاعي اودافغانستان خواته تعرضي سیاست غوره کړی لاس په سرنه شي کېدای شي چې د خپلوګاونډیانو، سیمې او نړۍ غوسه را وپاروي اود تل له پاره پاکستان مړاوپه آسیا کې دانګرېزانودغه مصنوعي ځاله ړنګه شي خوله امله به یې ګاونډیان ، سیمه او نړۍ د آرام سا واخلي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply