طنز-محمود نظری -ترخه مربا

0 950

غلام کټمټ لکه سپي دی

که څه په ظاهر کې سړی دی

هډوکي ورته وښوروه

وګوره هغه ته یې کورنجی دی

 شاباس یو تعویذ ګر ویل ما کړې اووه سوه ښځې حامله

مرحبا دهرې یوې  د پيري په لڅ نس مي وهلې ده ( تق دیم) طبله

  آفرین ول هر ورځ ماته راځي  بې اولاده ډله ډله  یوازې زنانه

واوا یو بل ته نه وایي حال د ا زموږ ښځې دي  خورا پوهنډه

 

  آفرین یوه ښځه بل ته حال نه وایي نه خواښې نه ميړه ته

  شاباس چې  هر  ببر مکارخاین کوي پرموږ  هره ورځ میله

 واوا دداسو خلکو جار سم چې یوه یې چا ته  حال نه وایي

  مرحبا موږ با پرده ساده خلک دکوم  چا وکړو تشکر اومننه

 

شاباس دا شیطانان تر هغه  ابادیږي ا ې پټ خولو  خلکو

 مرحبا چې کله  په چاړه  نسي سنت ددین دا دلالان بد جوله

 آفرین دلته د هر خاین په خیانتونو اچول کیږي  پنډه پرده

واوا دهرې  سوري سمبورې سوي پردې لاندي ده بله پرده

 

واواڅوک له چا څخه په دې وطن کي وکړي (وای) کوکار

مرحبا دا تعویذګر  په اړمنو ښځو کوي لکه چرګان سایه

شاباس چې دا  تعویذګر هڅول کیږي په دې وطن کې

آفرین په دې خلکو چې چلیږي باندې هره شیطاني حیله

 

 آفرین په ساده خلکو چې  ښه باور لري او په سیاست پوهیږي

شاباس  په دې دولت چې ښه  پوهیږي په دې دناپوهي په  ایماله

وا وا هر څوک د خپل وسه د ساده خلکو اخلي ښه ګټه وټه

مرحبا  که باچا دی  که څه رخ دی که  څه فیل دی که څه  پياده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply