حکمتیار سختې څپېړې وخوړې

0 1,642

ګلبدین حکمتیار ننني افغانستان ته د څلوېښت کاله وړاندې په عینکو ګوري او کابل ته د شمشتو فکر کوي. د هغه یوه تشه اعلامیه چې د پاکستان مخالفو افغان ځوانانو ته یې د سیکولر او بې‌شعوره صفات کارولي ښيي چې دی لا هم د فیل په غوږ کې ویده دی هغه ته دا ملت د شمشتو پنډغالي بې‌وطنه حزبیان ښکاري چې په پټو سترګو به د حکمتیار د ستاینې شعرونه زمزمه کوي او د پاکستان په ملاتړ به ورسره خوله پرانیزي د ځوان افغان نسل له خوا د ګلبدین حکمتیار پاکستان صفتې اعلامیې ته غبرګون د دې هېواد د ابادي زیری ورکوي او ښيي چې ننني افغانان څه فکر کوي.
د حزب اسلامي حکمتیار په اعلامیه کې دومره سپک کلیمات راغلي چې کېدای شي هیڅ سیاسي مشر په نړۍ کې خپل ملت او خپلو وګړو ته نه وي کارولي. ده هغو میلیونونو هېواد‌پاله افغانانو ته بې‌شعوره او سیکولر ویلي چې د خپل اصلي دوښمن پاکستان پر ضد یې په رسنیو کې تبلیغاتي جبهه پرانیستې او خپل کړېدلي ولس ته د دوی ازلي دوښمن ور ښيي.
ځوانانو نه یوازې د حکمتیار اعلامیه غندلې، بلکې د پاکستان ضد میلیونونو ځوانانو ته یې له منسوب شویو تورو په ټولنیزو رسنیو کې ریشخند جوړ کړی. پر فېسبوک او ټویټر د پاکستان ګټو ته دغه وفادار افغان تنظیمي لېډر په خپلو وروستیو څرګندونو سره د ډېرو په باور پاکستان ته خپل چوپړ ثابت کړ او ویې ښووله چې په هندي دوښمنۍ کې تر پاکستاني جنرالانو د ځینو په خبره کم نه دی.
هغه له پاکستاني طالبانو او د بلوڅ او سیندي بېلتون‌پالو په تړاو د هندوستان په ملاتړ دومره خوله څیرلې چې ۳۲ داړې یې «ISI» له ورایه ولیدې او د پاکستان تر استخباراتي ادارې یې لوی ناروا تور پر خپل هېواد او نظام ولګاو.
د حکمتیار سپکو سپورو ته د افغانانو غبرګون د ده په ګډون ډېرو ته حیرانوونکی دی. کیدای شي په خپل ټول سیاسي ژوند کې دومره نه وي غندل شوی چې د هند او پاکستان په جګړه کې د حافظ د غونډاري له ورشړلو وروسته په سپکو سپک شو. ده کېدای شي په خوب کې هم ورته وضعيت نه احساساو چې د ده په ژوند کې به د شهید افغان یتیم بچی خپل دوست، خپل دوښمن او د دوښمن دوست وپېژنې او له څېرې به یې پر زړه ښه پوهېږي.
کېدای شي د حزب د مشر پر مخ د دغې لګېدلې څپېړې درد تر هغه ډېر وي چې په تېرو څلوېښت کلنو ناخوالو او جګړو کې یې احساس کړی.
حکمتیار ته اوس په خپله خاوره کې هم ځان د پاکستان تر امر لاندې ښکاري او نه‌شې کولای چې د خپل ضمیر خبره پټه کړي، خو د حیراني ځای دا دی چې د ده سلاکاران او ترې را تاو لوی لوی نومونه هم دومره جرات نه لري چې خپل مشر ته په یوه حساس وخت کې مناسبه مشوره ورکړي. که دوی هم فکر کوي چې د مشر خبره یې سمه ده؛ نو بیا دې لومړی د حزب او بیا د ټول ملت خدای مل شي.
سره له دې چې هغه په افغانستان کې تر بل هر سیاسي مشر په دغه ډګر کې ډېر لوبېدلی، خو ښکاري چې د زمانې له غورځو پرځو او ناخوالو یې ډېره تجربه نه ده ترلاسه کړې. د ده سیاسي تاریخ او شالید ته په کتو سره ده ډېر کله په سم وخت کې ناسمه پرېکړه کړې او نه یوازې پر خپل راتلونکي، بلکې د خپل ګوند او ملګرو په برخلیک او نوم یې هم خاورې اړولې دي.
له ده د نوي نسل تمه دا وه چې د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره دې شونډې خوځوي او د خپل هېواد او د نورو پر ځای دې د خپل ولس ګټو ته پام ساتي، خو ښکاري چې نه یوازې حکمتیار د ملت نبض نه دی درک کړی، بلکې د ولس عزم لید لوری او سیاسي پوهاوی یې په خپلې وروستۍ اعلامیې سره تمسخر کړ.
په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان سیاست ته له بېرته راګرځېدو وروسته تر بل هر سیاستوال ډېر ښاغلي حکمتیار د جنجالي ویناوو او تېرو بېرو خبرو سر ټکی و او هڅه یې کړې چې خپله رسنیزه تنده ژر ماته کړي، خو هر ځل یې داسې څه ویلي چې دوستانو یې پرې ژړلي، سیالانو یې پرې خندلي او دوښمنان یې پرې خوښ شوي.

یوه بېلګه یې په وروستۍ ټلوېزیوني مرکه کې د خپل صدارت پر مهال پر وران شوي کابل د توغندیو په باران کې یوازې د یوه برید منل دي چې د ده په وینا پر ارګ لګیدلي او یا په وروستیو کلونو کې د ده د ګوند له خوا له شویو ګڼو بریدونو انکار لږ بنا او هوښیار انسان په سوچ کې ډوبوي. ولس دا مني چې په تنظیمي جګړو کې ډېر نور هم ښکېل دي، خو هیڅ هوښیار او باشعوره افغان به دا و نه مني چې په ۴ کلنو کورنیو جګړو کې دې ښاغلي حکمتیار یوازې یو ځل پر کابل څو توغندي وار کړي وي په داسې حال کې چې تر نیمايي ډېر ښار لوټې لوټې کړی شو.
د حکمتيار دغه څرګندونو او اعلامیو ته هر ځل پر افغان رسنیو غبرګون دومره توند او پراخ وي چې د بل هیڅ افغان سیاستوال څرګندونو ته نه دی ښوول شوی او که رښتیا وویل شي بل هیڅ افغان سیاستوال به هم دومره جرات ونه کړي چې میلیونونو هغو افغانانو ته دې څوک د سیکولر او بې‌شعوره خطاب وکړي چې د پاکستان خلاف نظر ورکوي. او چې ښاغلی حکمتیار دا جرات کوي؛ نو د ولس د غبرګون تمه به یې خامخا لرلې وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply