په افغانستان کې معلم ته ولې په ټيټه سترګه کتل کېږي؟

0 839

محمد انور ولید-

۱۳۹۷ لمریزکال ـ د کب ۲۱مه

اې افغانانو ! اې د بشري حقوقوکمېسیونونو ! 

اې د کفر او اسلام منصفینو ! راشۍ په افغانستان کې د افغانستان د معلمینو اود نورې ټولې کفري او اسلامي نړۍ د معلمینو د ژوند سطحه ، معاش او نورې اړتیاوي او سهولتونه سره مقائسه او پرتله کړۍ ، بیا خپله قضاوت اوانصاف ورباندې وکړۍ چې په افغانستان کې معلم د کومې کته ګورۍ سړی دئ اوڅه ډول استعمالېږي او ولې معلم اود معلم مسلک ته په دومره ټېټه او سپکه سترګه کتل کېږي ؟ آیا دغه ډول کتل په ناپامۍ سره دي اوکه په قصدي اوعمدي توګه د واک د هِرم د څوکې له پورته خوا څخه بیا دهِرم او ؤلسونو ترقاعدې پورې دغه د انسان او انسانیت جوړونې د تعمیر لومړني معماراود هغه مقدس مسلک ته د افراط او فریط په عینکو کې کتل کېږي ؟

تعلیم او تعلم خودواړه په افغانستان کې آن د امیر شېر علي خان له زمانې څخه ترنن ورځې پورې په دووکته ګوریوسره وېشل شوی ، چې یوه یې خصویي اوبله یې رسمي بڼه لري، په خصوصي زده کړوکې جومات اوشخصي مدرسې شاملې دي چې پرټوک، شړومبواوچندو باندې یې د قرون اولی د وخت په کرایي کتابونو سره خپل تعلیم پرمخ بېولی چې هغوی په لوی لاس د وخت د حکومتونود دغه ناسم توپیري چلند او د شاګردانو او مدرسینو د پرله پسې محرومیتونو له امله د افغانستان ددښمنانو په لاس کې ولوېدل اودادي اوس یې له هغوی څخه ترورېزم را وزیږاوه ، خوپه رسمي زده کړوکې حکومتي زده کړې شاملې ديچې ټول سهولتونه او امکانات ورته موجود وو خوسره له دې د متضادو پردیو فکري مفکورو خوراک شول چې په دې ټولو کې همدغه اصلي محور( معلم ) برلاس درلود اولري یې .  

لنډه دا چې معلم یوه داسې قوه ده چې هم نظامونه اونړۍ جوړولی اوهم نظامونه اونړۍ ړنګولی شي ، د نظامونو او نړۍ جوړول اوړنګول الله (ج) د معلم په لاس کې ورکړي ، که معلم په مادي او معنوي لحاظ جوړؤ، نظامونه اونړۍ ورسره جوړدي ، او که ناروغ ؤ، نظامونه اونړۍ خپله ورسره ناروغ او ړنګ دي .

ځکه معلم د اکتسابي زده کړې اصلي محور تشکیلوي ، که دا محور ثابت وي ، د نظامونو اونړۍ ټولې اړیکې به په منظمه توګه پرته له تبعیضه ورسره فعالې اوروغې وي،اوکه د انسانیت دغه محور له مرکزي نقطې څخه بېځایه اووجداناً ورسره نا آرامه شو، نونظامونه او نړۍ به خپله ورسره ګډه وډه شي .

له محب الله قادري ورورڅخه په مننې سره چې د معلم په اړه یې دغه مالومات را ټول کړي اوزه یې هم کټ مټ تاسو لوستونکو ته په لاندې توګه وړاندې کوم :

 (( د نړئ دنورو هيوادونو ښوونکي( معلمان ) :

۱ ـ په سوماليا کي: لوړترين معاش د ښوونکي دي، له اجازي اوټاکلي وخت بغير له ريس جمهور سره ليدنه کولاي سي.

۲ ـ په هند کي: دښوونکي د ژوند ټول لګښت د دولت پرغاړه دي ، کله چي ښوونکي مقررسي د دولت لخوا يو مجهز کور او يو موټر ورکول کيږي.

۳ ـ په چين کي : ښوونکي ته د اوسيدولپاره يوداسي اپارتمان ورکول کيږي، چي دبريښنا او اوبولګښت يي معاف دي ، لوړ معاش اويوخدمتګارهم ورکول کيږي.

۴ ـ په شمالي کوريا کي : ښوونکي ته مجهز کور موټر او (۱۶۰۰$) ډالره مياشتنۍ معاش ورکول کيږي.

۵ ـ په امريکا کي : دڅلورو ښوونکو معاش د کانګرس(سنامجلس) ديوه غړئ دمعاش سره معادل دي؛ البته دکانګرس ديوه غړي معاش يولک اوڅلور اويازره (۱۷۴۰۰۰$) امريکايي ډالره دي. خو د ښوونکي میاشتنی معاش ( ۴۳۵۰۰) امریکایي ډالره دی .

۶ ـ په عربي متحده اماراتو کي : لوړمعاش ديو ښوونکي دي ، تروزير يي هم معاش لوړدي ، او همدارنګه يوښايسته کور د ښوونکي وي، کله چي ولسي خلګ وغواړي له وليعهد سره وګوري، نواړينه ده چي له کوم ښوونکي سره به ملګريتوب (شناخت)ولري؛ ځکه له ښوونکي پرته له وليعهدسره دعاموخلګو ليدل ګران وي.

۷ ـ په اردن کي : له وزير وروسته دوهم مقام دښوونکي دي اولوړ معاش لري.

۸ ـ په ترکيه کي : له وزير څخه وروسته دوهم معاش د ښوونکي دي.

۹ ـ په ناروې کي : ترټولو لوړ معاش دښوونکي دي، تقريبآديو ښوونکي معاش د وزير ترمعاش شپږ برابره ډير دي.

۱۰ ـ په برازيل کي : شتمن کس ښوونکي دي، دبرازيل په قانون کي وايي! دښوونکي پرمخ بانک پرانيزئ، پريږدي چي څومره پيسوته اړتيالري وادي خلي.

۱۱ ـ په روسيئه کي : دبرازيل په شان قانون دي.

برعکس تاسوته بهتره معلومه ده، چي په افغانستان کي ترټولو کم معاش دښوونکي دي ؛ معاش خوڅه کوي په ټولنه کي يي قدراوعزت هم نسته.

پايله : کوم هيوادونه چي دښوونکي مادي (دژونداړتياوې) اومعنوي ( مسلکي اوعلمي ) برخو برابرولوته لومړيتوب ورکوي ، هغه هېوادونه به خامخادعلم، اقتصاد اوسياست په ډګرکي بريالي اوبرلاسي وي. ))

نورې نړۍ همدا حقیقت درک کړی چې محب الله قادري ورور یې په اړه پورته مالومات را ټول کړي او دایې پتیلې ده چې زموږد نظامونود دوام اوبقاء اصلي لامل اوعامل معلم دی ، هغوی پردې باندې پوه دي چې که موږدا محورثابت وساتو، زموږټولنې ، ؤلسونه اونظامونه به خپله د دوامداره تمدن پرخوا کوټلي اوثابت ګامونه واخلي ، اوکه د نظامونواوټولنودغه انسان سازمحورموږله پامه وغورځاوه ، ښکاره خبره ده چې زموږ نظانونه اوټولنې به خپله د بدمرغۍ اونابودۍ پرخواخپلسري ګامونه واخلي اوهرڅه به له منځه یوسي .

همدلته په افغانستان کې د زده کړې په محورکې فکري تضاد د معلم او متعلم له مجبوریتونوڅخه په سؤاستفادې سره را منځته شواو د هېواداونظامونوملي محورته یې سترې صدمې پرې ورسولې چې ګټې نوروپه کې وکړې خو په کې مرګ ، ژوبلې ، د نظامونواو هېواد ړنګېدل د افغانانو په برخه شول .  

که افغان چارواکي په ریښتیا افغانستان په بنسټیزه توګه رغول غواړي دوی اړدي چې ترهرڅه مخکې د جومات ، مدرسې او پوهنتون فاصلې صفرنقطې ته سره ورسوي او دپردیو استخباراتو مفکوروي لاسونه د زده کړوله مرکزونوڅخه چاڼ کړي اوتعلیم اوتعلم په بشپړه توګه په افغاني او اسلامي روحیه جوړکړي، معلم ته دریښتیني انسان جوړوونکي اونظام جوړوونکي تعمیرداصلي ماهرمعمارپه سترګه وګوري اودمعلم امتیازات کما حقه د نورو هېوادو په څېر ورکړي ترڅو همدغه مسلکي معلم د افغاني ټولنې په انساني تعمیرکې د راتلونکې د بقا له پاره رغنده پخې انساني ،افغاني او اسلامي خښتې کېږي . وماعلینا الاالبلاغ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply