طالبان سوله نه کوي که یې اختیار نه لري؟

0 518

اېمل پیاوړی-

طالبان له اوله په متزلزل حالت کې دي، نن یو څه وایي، سبا بل څه وایي. دلیل یې دادی چې دوی په خپل واک او اختیار کې نه دي. تر پرونه یې امریکایان یرغلګر بلل او د هغوی پر ضد یې جهاد شروع کړی وو، ځکه پاکستان نه غوښتل چې امریکایان په افغانستان کې پاتې شي، مګر نن بیا له همغو امریکایانو سره د بندو دروازو تر شا ناست دي او د سولې په پلمه مذاکرات سره کوي.

نن یې بیا له افغان حکومت څخه مخ اړولی دی. افغان حکومت ګوډاګی بولي، حال دا چې خپله په پردیو طیارو کې په زور کېنول کېږي او مذاکراتو ته استول کېږي، د دې صلاحیت هم نه لري چې ووایي نه ځم. مګر دوی بیا نورو ته ګوډاګی وایي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د افغانانو په رایو او خوښه رامنځته شوی دی. ولس د دې لپاره قربانې ورکړې. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د همدې نظام او حکومت لپاره هره ورځ قرباني ورکوي، مګر طالبان یې لا هم ګوډاګی بولي او د سولې له مذاکراتو ډډه کوي.

حقیقت دادی چې طالب نه سوله کوي او نه هم د سولې اختیار لري، ځکه چې طالب له اوله سره مستقل او د خپلې ارادې خاوند نه و، طالب د یوې توطیې او دسیسې په اساس رامنځته شو او هغه د هم د جنګ، وراني او دربدري لپاره. طالب پر افغان حکومت د فشار لپاره رامنځته شو. پاکستان د دې لپاره طالبان ایجاد کړل، چې د دوی پر مټ په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي. په همدې خاطر یې پخواني جهادي ډلې له واکه لیرې کړې او طالبان یې په وچ زور د واک پر ګدۍ کېنول، خو له کومې ورځې چې امریکا د طالبانو امارت را نسکور کړ، نو له هغه وروسته پاکستان بیا د دوی د منسجم کولو هڅه وکړه.

طالبان یې له غرونو، کورونو او غارونو را وېستل او هغوی یې د امریکا او افغانستان پر ضد د جنګولو لپاره سره منظم کړل. دوی ته یې وسلې او مهمات ورکړل، پټنځایونه یې ورکړل. لا هم طالبان د پاکستان په لمسون په افغانستان کې جنګېږي او هره ورځ بې ګناه هیوادوال شهیدانوي، مګر له کومې ورځې چې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جنګېدو مقاومت له لاسه ورکړی، نو ملکي هدفونو باندې بریدونه کوي او د وحشت او دهشت د خورولو له لارې دوی غواړي چې هیواد لا وران او ویجاړ کړي او فکر کوي چې په دې ډول به دوی واک ترلاسه کړي.

په دې وروستیو کې چې طالبان د جنګ له لارې واک ته له رسېدو څخه نهیلي شوي دي، اوس غواړي چې امریکا سره د مذاکراتو او جوړجاړي په پایله کې واک ته ورسېږي او په همدې خاطر یې د سولې لاره اختیار کړې ده، ځکه ولسمشر غني د پرلپسې هڅو له امله له دوی څخه د جنګ مشروعیت اخیستی او اوس ټوله نړۍ د دوی جنګ جهاد نه، بلکې افغان وژنه بولي او طالب د جنګ انګېزه له لاسه ورکړې ده. اوس به نو معلومه شي چې د امریکا او پاکستان په نوې لوبه کې طالب یو ځل بیا قرباني کېږي. مطلب طالب نه سوله کوي، نه سولې ته جوړ شوی او نه هم د سولې اختیار لري. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply